تاند – یو مفعول افغان پناه غوښتونکی په انګلستان کې د طالبانو د حکومت له یوه پخواني غړي سره چې هغه هم په یاد هېواد کې پناه غواړي، برابر شوی دی.

دا خبره د انګلستان مشهورې ورځپاڼې انډیپنډنټ په خپله نننۍ ګڼه کې را اخیستې ده او اندېښنه یې ښودلې ده چې یاد شوی هلک له باران نه تښتېده چې ترناوې لاندې یې شپه شوه.

ویل کیږي چې هلک له ایران څخه انګلستان ته تللی دی.

انډیپنډنټ ورځپاڼه وایي چې دغه هلک ته د کډوالۍ د سیستم یوې قراردادي موسسې چې پناه غوښتونکیو ته د اطاقونو او نورو اسانتیاوو د برابرولو چارې سمبالوي له پخواني طالب سره په یوه اطاق کې ځای ورکړی دی. طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت همجنس بازانو ته د سزا ورکولو له پاره سخت قوانین وضع کړي ول.‌

د انګلستان په پارلمان کې د کارګر ګوند یوه همجنس باز غړي سټیون ډوټي دغه کار ټکان ورکوونکی وګاڼه او ویې ویل چې د یوه همجنس باز په توګه به دا زما له پاره وحشتناکه وي چې زه دې له داسې یو چا سره په یوه اطاق کې واوسېږم چې زه د هغه له ډاره خپل وطن پرېږدم یا احتمال وي چې ما ته دې له هغه څخه تکلیف را ورسېږي.‌

د میډلزبرا سیمې یوه پارلماني وکیل مک ډونلډ وویل چې ما له هغه هلک سره پخپله ولیدل، انډیوالانو له هغه سره خپل ملاتړ وړاندې کړ او کور ته یې بوتلو، اوهغه په دې راضي نه وو چې بېرته هغه ځای ته ورستون شي.‌

ویل کیږي چې‌،‌ ګڼ شمېر ایرانیان چې په غربي نړۍ کې په اسانه پناه نه ورکول کیږي دغوهېوادونو ته په رسېدلو سره د پناه د ترلاسه کولو له پاره یا عیسویت ته اوړي او یا هم په دې پلمه چې همجنس بازان دي د پناه غوښتنه کوي او له څو کلونو راهیسې دې ته ورته چاره د افغانستان هزاره وګړي هم کوي چې یا عیسویت ته اوړي او یا هم ادعا کوي چې همجنس بازان دي او دوی هم تر ډېره په خپل چال کې بریالي شوي دي.‌

9 thoughts on “یو مفعول په انګلستان کې له یوه پخواني طالب سره په اطاق کې برابر شو”
  1. خدای شرمولي د ايرانيانو سره لوی شوی ، هغه به ضرور د قبلیدو لپاره دايرانيانو غوندې پاڼه ورکړې وي ، څه بدبخته خلک چې هلته داوسیدلو لپاره ځان د لوطيانو په ډله کې راولي او پاتې دې نه وي چې دوی ټول پښتانه د طالب په نوم يادوي نو هغه به کوم بدبخته پښتون وو چې د مفعول سره ېې شريکه کوټه په نصيب شوه ( افسوس د افغانستان په درانه نوم چې سپکو ، سپک کړ )

  2. د لیکنې وروستي پارګراف تاییدوم
    ما هم په یونان کې د کډوالو په یو کمپ کې د دندې پرمهال ډیری داسې وګړي ولیدل چې د پنا غوښتنې لپاره به یې همدا پلمه کوله

  3. ورورجانه!
    وروستۍ جمله دې ډېره خطرناکه ده
    په فعلي شرایطو کې له توکمونو سره ډیر احتیاط پکار دی
    له وروستئ جملې څخه که توکم حذف کړئ نو ښه به وي
    تاندوالو د وخت حساسیتونه درک کړئ
    شر یواځې پر دې نه دفع کیږي چې د لیکوال شخصي نظر دی
    مننه

  4. !! یو مفعول افغان له یوو طالب سره په یوه خونه کې برابر شه
    ددې کار خبر او لیکلو هدف څه دی ؟؟
    کومه لویه خبره ده ؟
    بشریت ته افغانستان څه ګټه رسوي ؟؟
    او که هدف مو دمفعول افغان له نوم سره يواځې دطالب نوم تړل دي چې ستمیان پرې خوشاله کړۍ چې هغوی پښتنو ته تل
    !! دمفعولانو نومونه ورکوي
    زه نه پوهېږم چې تاسو به څه وخت عقل زدکوۍ

  5. تاندوالوددی دنشرولو نه مو هدف څه دی یعنی څه امیدچی دیومطلب په نشرولوهراړخ ته پام وکړی

  6. یو هلک د بیرون نه کور ته راغی ګوري چې مور یې په کور کې نشته نو د ګاونډیانو کورو ته لاړ چې خپله مور وګوري نو یو ګاونډي یې ملا نو د ملا صاحب نه یې پوښتنه وکړه چې زما مور دلته ده نو ملا ورته وویل چې ملا او دومره قسمت نو دا ملا خو د قسمت والا دی.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *