لیمه پکتین

 کله چې هوایې ډګر ته ورسېدو نو زما کشره خور یې په دې ودروله چې پر ویزه یې عکس مخکینی و او اوس فرق پکې راغلی و. په هوایې ډګر کې مو ډېرې زاری ورته وکړې او اسناد مو وروښودل خو له بده مرغه زما خور ته یې اجازه ورنکړه . زه هم مجبوره شوم او له خور سره پاتي شوم.

ماښام ناوخته یې له هوایې ډګر څخه د اېف أي اې مرکز ته بوتلو چې د ویزې د اصليت يا جعليت څېړنه وشي. ځینې خپلوان مې راخبر کړل, هغوی هم د ایف أي اې مرکز ته راغلل. شپه مو په مرکز کې په ویښه تېره کړه او په پای کې يې راته وویل چې افغان سفارت څخه باید تصدیق راوړئ. چې دا مې واورېدل نو په سترګو مې توره شپه شوه ځکه چې څلور پینځه کاله مخکې افغان قونصلګرۍ ته ورغلې وم. چې کله به قونصلګرۍ ته ننوتلې نو بهر څوکيدارانو به انټرویو درڅخه کوله او لیږ تر لیږه زر کلدارې به دې چې ورکړې بیا به یې دننه پرېښودلې.

بیا به چې دننه استقبالیې ته ورغلې نو درې څلور ساعته به یې کښېنولې او له هغه وروسته به یې درته وویل چې پلانکی صېب نشته, تاسو سبا راشئ. پر دې منځ کې به اېجنټان ګرځېدل او له خلکو به یې د پاسپورټ, پیدایشي سرټيفیکېټ او نورو اسنادو په بدل کې سلهاوو ډالره اخستل او د یوې ورځې کار به میاشتې ونيولې. په ډېرې وارخطایې مې د کاکا زوی ته زنګ ووهلو چې که کوم کمیشنکار پېږنې. له هغه سره سفارت ته ورغلم. د دروازې مخکې يې موبایلونه راڅخه کښېښودل او موږ دننه ورننوتلو.

په استقبالیې کې د عین الدین په نوم ځوان ناست و چې د هر کس خبره به یې په ورینه ټنډه واورېده او بیا به قونصلګرۍ کې چاته زنګ ووهلو. موږ هم خپله کیسه ورته بیان کړه. ډېر خفه شو او له چاسره یې په ټیلفون خبرې وکړې. پینځه دقیقې وروسته یې موږ د قونصل جنرل دفتر ته وروغوښتلو . قونصل حمیدالله ترین زموږ خبره واورېده او یو کس یې راسره کړ چې له موږ سره د اېف أي اې مرکز ته ولاړشي چې کارونه مو ژر تر ژره خلاص شي. نیم کارونه مو په هغه ورځ خلاص شول خو پر سبا شنبه وه نو ټول دفترونه بند ول.

د شنبې په ماښام د اېف أی اې لخوا یو مکتوب راکړل شو چې تر دوشنبې باید دهغه مکتوب تصدیق وشي. د شپې په نهه بجې مې ښاغلي ترین ته میسیج وکړلو چې د مکتوب تصدیق د دوشنبې په ورځ اړین ده نو موږ به د دوشنبې په ورځ سهار وختي ورشو. له میسیج لس دقیقې وروسته د ښاغلي ترین زنګ راغی چې خبره دوشنبې ورځې ته مه پرېږدئ بلکې سبا سهار راشئ.

ما ورته وویل چې سبا خو به قونصلګرۍ بنده وي او تاسو به رخصت یاست. راته ویي ویل چې سفارت او قونصلګري بنده ده خو سفارت کار رخصتي نه لري. د یکشنبې په ورځ سهار په لسو بجو ورغلم نو له موږ وروسته دوه نور کسان هم راغلل چې زموږ ترمخ یې کارونه ورخلاص کړل. چې له قونصلګرۍ راووتم نو شکر مې وایستلو چې د افغانستان په سفارتونو کې ډېر غټ بدلون راغلی دی. خو د یو شي ذکر کول مهم ګڼم چې په پاکستان کې په ملیونونه افغانان ژوند کوي خو تر اوسه الیکترونیکي پاسپورټونه نه دي پیل شوي. افغانان له کراچۍ. پېښور, لاهور او اسلام اباده کابل ته ځي چې پاسپورټونه جوړ يا تمدید کړي.

One thought on “یو میاشت مخکې له کراچۍ څخه لندن ته راتلم”
  1. سلامونه،
    آغلې لیمه پکتین خورې!
    د افغان قونسل(حميدالله خان ترين صاب) رويیه د قدر وړ ده او ستا خبره چې په ځینو افغان ډیپلوماټیکو نمایندګیو کښې توپیر راغلی دی؛
    لاکن د تش په نامه ګاوڼډي،اسلامي،د افغانستان ثبات ته ژمن او … کشور (پوکسټین!) چې ټول ایمان ېې پر ډالرو، پوڼډونو او کلدارو مردارو راوړی ؛ د هر افغان سره همدا نا-انسانی،غیر اسلامی او هیڅ ګاوڼډیتوب سره نه-وړ چلند کوي ، منجمله هغه وخت چې زه هم هلته د طالیپانو دوره کښې مجبوراََ مهاجر سوی وم له طورخم نه نیولې تر کفر-آباده هر قدم کې مردارخواره پولیس والا!،ملیشو او حتی فوجیانو تور لینګیو ېې همدا ځورونې وې ؛ او لکه چې مو اوریدل م.ع. جناه دوی ته وصیت کړی و” هر څوک چې پوکسټین ته په ډکو جیبونو داخل شو ، باید په تشو جیبونو بیرته لاړ سي!!”. فاعتبروا یا اولوآلباب.

ځواب ورکول ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *