اباسین

چې څنګه د کمپیوټر پر سکرین تصویر ښکاره شو، ټکان مې وخوړ. ما ویل که د کوم وحشتناک فلم صحنه ده. ډایرکټر ته مې بد و رد وویل. ما ویل څنګه یې مناسبه ګڼلې چې دغه شان ویرونکې صحنه د فلم برخه کړي؟

خو، دا د فلم صحنه نه وه. دا د یوې واقعي تراژیدي ویډیو وه:  د دوه پښو لرونکی ځناور راغی،  د  ماشوم لاس یې را کش کړ او بیا یې چاقو ورته پر ګوته کیښود. ماشوم په ژړا شو او له دې سره را باندې سر وڅرخید، د خونې دیوالونه راته په حرکت کې ښکاره شول، چت راته د کښیناستو په حال کې ښکاره شو او په منډه له خونې ووتم.

له هغه وروسته تر ‌ډیره له یوه عجیبه حالت سره مخ وم. هر ماشوم راته هماغه ماشوم ښکاریده او هر مشر راته هماغه د دوه پښو ځناور؛آن له ځانه مې نفرت کیده.

که څه هم د دې صحنې تصویرونه مې تر ډيره ذهن کې راڼه پاتې نشول، نو څنګه به راڼه پاتې شي؟ دلته خو زموږ د ژوند د فلم په هره پرده کې داسې تصویرونه رامخې ته کیږي چې پخواني هیروي، لکه موږ چې په یوه قتلګاه کې ژوند کوو او هره شیبه د مریو د پرې کیدو خرپا اورو.

دا ماشوم اباسین نومیده، اباسین د کور نازولی و. نازولی به څنګه نه و، د نهو خویندو ښایسته ورور و او د مور او پلار د زړه ټکور.

اباسین یې وتښتاوه. اباسین یې د پیسو لپاره شکنجه کړ؛ داسې شکنجه چې آن د چنګیز وختونه یې تازه کړل. د اباسین کوچنۍ منګول یې نیمګړې کړه او پرې شوې ګوته یې مور او پلار ته ور ولیږله.

 مور او پلار حیران وو، هیڅ باور یې نه راته. مور د خپل زوی ګوته له بوي وپیژنده، سترګو ته یې نږدې کړه، په وینو ککړه ګوته یې ښکل کړه. لکه ګونګۍ چې شي؛ یو ناڅاپه غلې شوه، زبون یې ووهل شو او له دواړو سترګو یې اوښکې داسې را روانې شوې لکه یو دم چې ورخ خلاص شي.

اباسین یې له پلازمینې وتښتوه . اباسین یې له سید نور محمد شاه مینې اختطاف کړ. دا تنکی ماشوم یې  په میاشتو میاشتو شکنجه کړ، دومره شکنجه یې ورکړه چې د خپل وحشت ریکارډ یې پریښود. هغوی پوهیدل چې ممکن ونه ونیول شي او که ونیول شي هم نو د پیسو په زور خلاصیدای شي، تښتوونکيو د خپلې دې فرضیې لپاره بلا مثالونه درلودل،هغوی ډاډه وو چې  د بشري حقونو په نوم د بشري حقونو د سوداګرو په سفارش هم له اعدامه بچ کیدای شي.

تښتوونکیو د اباسین کوچنۍ منګول کنډو کړه، خو د وحشت تنده یې ماته نشوه. لکه مست غویه چې پر تنکي او نوي غوړیدلي ګلاب پښه کیږدي،  اخر یې دا ګلاب ترمې ترمې کړ او د تل لپاره یې د هغه کورنۍ د اباسین له شوره خالي کړه.

له دې پیښې ډیر وخت وتلی، خو لا وژونکي په سزا نه دي رسیدلي. لا نور تښتوونکي له قصاصه نه دې ویریدلي او لا ډیر نور تنکي ماشومان د اباسین په غمجن برخلیک اخته شوي دي.

د روان کال د ثور لسمه وه. د اباسین د فاتحې مراسم و. په همدې ورځ ملي امنیت ریاست خبر ورکړ چې له دې پیښې سره د لاس لرلو په شک یې پنځه کسان  نیولي دي. په دغو وحشیانو کې یوه اعتراف هم وکړ او ټوله کیسه یې بیان کړه.

له هغه وخته نږدې پنځه میاشتې تیرې شوې، خو لا د دار پړي د قاتلانو مرۍ راټینګه نکړه. لا د اباسین د کورنۍ د قاتلانو په قصاص تنده ماته نشوه او لا نور ماشومان ډاډه نشول چې تښتوونکي یې د خپلو اعمالو په سزا رسیږي.

دلته له انسانانو سره له مینې ابزاري استفادې کیږي، که ګټه او خاص هدف یې پکې وي آن له یوې پیړۍ پخوانیو هډوکو سره هم مینه پالي خو چې ګټه یې نه وي دغه شان د تنکیو او  مظلومو شهیدانو له حاله هم ځان نه خبروي.

ولسمشر ژمنه کړې وه، د اباسین پلار ته یې ویلي و چې پر قاتلانو به عدالت پلی کوي، ډاکټر عبدالله عبدالله هم د کابینې په یوه غونډه کې د انصاف کولو ډایلاک ویشتلی و؛ خو دلته د عدالت تطبیق له زاڼو کټوري غوښتل دي. دلته مشران همیشه خپلې ژمنې داسې هیروي لکه د انتخاباتي کمپاینونو ژمنې یې چې هیرې کړې.

د اباسین او نورو تښتول شویو او یا وژل شویو ماشومانو قاتلانو ته د سزا ورکولو لپاره پراخ کمپاین په کار دی. په عدلیي ارګانو فشار راوړل په کار دي.

دلته باید همیشه د دار پړي په حرکت کې وي، د پړو حرکت له انسانانو د وحشت اراده اخلي او د نورو خلکو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوي.

که داسې ونشي، نو څوک به د اباسین نور همزولي تښتوي، څوک به لکه د ننګرهار د بهسودو د پیښې  په څیر ټوله کورنۍ وژني او څوک به خپله عقده له اوره ډکو تنورونو ته د نجونو په غورځولو سړوي.

3 thoughts on “یو هېر شوی شهید/ محمد نعمان دوست”
  1. نظام په ډيرو مواردوکې دخداي ج له قانونه خلاف عمل کوي اسلام هر وخت دعدل غو ښتنه کړيده خو په ځينو مواردو کې بيا قصاص دي لکه داباسين پيښه داځکه که داعمل دقاتل سره وه نشي بل بيا داسې يو بدرنګه عمل ته ډير په اسانه ملاتړي دحقوق بشر په خبرو امنيت او عدالت نه راځي او نه ددوي پوهه زموژ دقران له فيصلې لوړه موژ داباسين شهيد لپاره قرآني عدالت غواړو نه دکفاروحقوق بشر .

  2. نالت پر هغوی چې دا جنایت یې کړی د ی که زما پلار هم وي محاکمه به یې کړم نو دې ماشوم څه ګناه کړې وه!
    ! نالتیانو څرنګه مو زړه پرې وشه چې مړ یې کړۍ !!
    !!منوږ ټول پرې ژاړو الله دسوله راولي او دالر بازان دې خدای پاک ورک کړي

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *