تاند- د یوه پاکستاني چارواکي په قول د دغه هیواد رسنیو نن وویل چې د پردې شاته هلې ځلې روانې دي چې د افغانستان د سولې پروسه بیا پیل شي.

د دغه پاکستاني چارواکي په قول ایکسپریس تریبیون خبري اژانس لیکلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ ځنډېدلې خبرې ممکن ژر بېرته پیل شي.

دغه چارواکي، چې نوم یې څرګند کړای شوی نه دی، همداراز ویلي چې د پردې تر شا یا پټې خبرې د پاکستان او نورو نفوذ لرونکو له لوري تنظیم شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به څه پرمختګ پکې وشي.

په وروستیو کې د افغانستان حکومت د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره د پاکستان د منځګړتوب وړاندیز ته اعتنا ونه کړه او ویې ویل چې که طالبان غواړي چې د سولې خبرې وکړي له افغانستان سره دې مستقیماً تماس ونیسي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ روانه اوونۍ د پاکستان د منځګړتوب د وړاندیز په ځواب کې وویل، که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي، افغان حکومت ته به معلومه شي چې له کومې ډلې سره سوله وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند ظفر هاشمي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له تروریزم سره د پاکستان صادقانه مبارزې ته اړتیا ده.

جمهوري ریاست وایي، که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي، افغان حکومت ته به معلومه شي چې له کومې ډلې سره سوله وکړي.

د جمهوري ریاست ویاند سید ظفر هاشمي وایي، د سولې لپاره دروازې خلاصې دي، خو پاکستان باید صداقت څرګند کړي.

په اوسني وخت کې، چې طالبان په تهاجمي حالت کې دي و د پاکستان له لوري د سولې د خبرو د منځګړتوب وړاندیز ته ځیني افغانان د شک په سترګه ګوري.

ښايي همدا علت وي چې د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم پرون په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د سولې خبرې باید د قوت له دریځه وشي.

ایکسپریس تریبیون اژانس د بې نومه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي چې دوی له ډېره وخته دا ویل چې باید بالاخره د پخلاینې لاره غوره شي. دی ادعا کوي چې اوس ډېر احتمال شته چې ژر په دې برخه کې یو مهم پرمختګ وشي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره اوونۍ وویل چې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه به په کلکه وغواړي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره بیا د سولې خبرو ته راضي کړي.

By میر

3 thoughts on “یو پاکستانی چارواکی وايي، ژر به د افغانانو د سولې خبرې بیا پیل شي”
  1. عزتمندو : تردروغجنو او دوه مخو خبرو به ښه داوی چی بیله پاکستان په بل کوم ځای کی داخبری وشی . ځکه هیڅ ډول باور په پاکستان نشته او که جنګیانی ډلی خبری سره کوی نو بیله پاکستان څخه دی په بل هیوادلکه چین یا قطر اویا ترکیه کی وشی ځکه پاکستان ددواړو خوا و په تاوان او فسادونه جوړه وی نه سوله اوپخلاینه او په فسادکی پاکستان خپلو شومومخوته ځان رسول غواړی .

  2. دا ‌‌‌‌‌‌تقرارې خبرې او ډرامه پاکستان د څورلاس کاله کوې چې ژمۍ شې طالب د ساړه له زوره ځان جنک ته نشې ټنګولې په داسې حلاتو کې پاکستان بېا د صلح خبرې شروع کړې خو چې هوا ګرمه شې بېا پاکستان طالب ته اجازه وار کړې چې افغانان وژنه همدا ېې وخت داۍ. او طالب ېې هم دومره په بې رحمنه ‌‌‌‌‌‌ډول وژل شروع کړې چې انسان په دې فکر شې چه دا د وطن بچېان بې موره او بې مېراثه دې دونېا ته راغلې دې. دا څورلاس کالوو کې حکومت صلحه صلحه کولا خو صلحه را نغلا زما په نظر د ېوو کال ژمۍ د حکومت د صلح په ځۍ جنک اعلان کړې ملې اوردو عسکرو ته دې د طالب په سر نقد انعام اعلان کړې بېا وګوره چې صلحه دې بې وزله وطن ته څنګه راځې. پاکستان د افغان د ونې تګې سپۍ داۍ هېڅ وخت نور باېد د دوۍ په خبرو تکېا ونه شې او که نور هم د پاکستان خبرو ته غواږ نېوال کېږې بېا د په دې معنه ده چې حکومت د پاکستان څخه زېاد د افغان د بچې د وېنې د توېاولوو ارمان په زړه کې لرې او د داسې حکومت پرزوال د همېشه د ملت په کټه تمام شوېدې

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *