سروش

د کابل د خوشال خان سیمې د ویدا خصوصي ښوونځي په یوه سړه کوټه کې یوه ډله خلک راټول شوي، استاد د سپینې تختې مخ ته ولاړ دی او د خپل لپ ټاپ کمپیوټر په مرسته د زده کوونکو غوندې ناستو خلکو ته یوه موضوع تشریح کوي.

ناست کسان زیاتره ځوانان دي او یو نیم په کې په عمر مشر هم تر سترګو کیږي.

د سپینې تختې مخ ته ولاړ استاد یوه پېژندل شوې څېره ده، دا د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مشر، لیکوال، شاعر او سیاسي مبصر څېړندوی عبدالغفور لېوال دی.

نوموړی د خبرو په سر کې د ګوند پر تعریف، ډولونو او وروسته په افغانستان کې د ګوندونو پر تاریخ او اوسني وضعیت ږغیږي.

دی وايي که څه هم په افغانستان کې خلک د ګوندونو په اړه ښه ذهنیت نه لري، خو په دې باید پوه شي، هغه ټولې ستونزې چې دوی فکر کوي خرابو ګوندونو رامنځته کړي، یوازې او یوازې یې پاک ګوندونه حلولای شي.

یو ځوان لاس جیګوي او په جذباتي ډول وايي چې استاده زما درې ارمانونه دي، ��سلام، ژبه او خاوره، زه غواړم ټول ژوند همدې دریو ته کار وکړم.

استاد په سړه سینه ځواب ورکوي، تر څو چې تاسو خپله ژبه د اقتصاد، فرهنګ، دین او ادارې ژبه نه کړئ، پرمختګ نه شي کولای.

که د خاورې خلک مو په ډوډۍ ماړه نه کړئ خاوره او دین نه شئ ساتلای.

استاد پسې زیاتوي، تاسو خپلو دې دریو سره موخو ته د یو ښه سیاسي چوکاټ له لارې کار کولای شئ، باید فکر وکړئ، مطالعه وکړئ چې کومه سیاسي برنامه ستاسو له اهدافو سره سمه او منطقي ده، باور ډېر مهم دی چې نن سبا یې باید ځوانان یو پر بل وکړي.

دا ناسته د روشنګرۍ په نوم یادیږي او نژدې یو کال کیږي چې په کابل کې یوې ډلې ځوانانو راپیل کړې.

د روشنګرۍ یو سنبالوونکی محمدیار یار په دې اړه وايي هغه موضوعات چې زموږ ځوانان یې نه په ښوونخیو او نه هم پوهنتونو کې زده کولای شي، په روشنګرۍ کې زده کېدای شي.

دلته د هرې برخې متخصص راځي او پر داسې یوه موضوع چې ده پرې تحقیق کړی ځوانانو ته یې وړاندې کوي او دا د یوه پرانیستي پوهنتون په ډول کار کوي.

ښاغلی یار وايي چې دلته هیچا ته مادي امتیاز نه ورکول کیږي او نه هم له زده کوونکو پیسې اخیستل کیږي.

ښاغلی لیوال چې په پرله پسې ډول په روشنګرۍ کې پر بېلا بېلو موضوعاتو بحثونه وړاندې کوي د روشنګرۍ او ګډونوالو په اړه وايي روشنګري ، ترټولو خالصه علمي ناسته ده ، هیڅ څوک ورڅخه مادي ګټه نه اخلي ، هیڅ څوک دکامیابۍ یا ناکامۍ لپاره نه راځي ، هیڅوک کوم اجباري التزام نه لري، خو بیا هم زلمیان ، ځوانان او مشران ددې لپاره راځي ، چې یو څه واوري ، زده یې کړي او پوه شي ، زه دهغوی په څېرو کې وینم چې له پوهې سره مینه او همدا راز له افغانستان او افغان انسان سره مینه یې له هرې پوښتنې او بحث ونظر څخه له ورایه ښکاري .

ښاغلی لیوال د  روشنګرۍ پروګرام ګټور بولي او د ګډونوالو په اړه یې ډېر هیله من دی چې کار به وکړي، دی وايي، زه پخپله چې په دغو غونډو کې ګډون کوم له ټولو څخه زده کړه کوم ، او باور لرم ، چې ګډونوال یې ژر یا وروسته دافغانستان په هغو ملي کادرونو او رهبرانو بدلیږي، چې دا هېواد ورته اړتیا لري ، د طبیعي رهبرۍ درامنځته کولو تر ټولو اصیل پروګرام دی ، هم یې جوړوونکي او هم یې ګډونوا ل  پرته له هیڅ ډول تمې یا مادي ګټې د پوهې دترلاسه کولو او هېواد ته دخیر رسولو لپاره سره راغونډیږي ، زه ددغې سلسلې ګډونوال په حقه د هېواد راتلونکي کادرونه او رهبران ګڼم.

لیکوال او ژورنالیست ارشاد رغاند، د روشنګرۍ همېشنی ګډونوال دی. ښاغلی رغاند روشنګري مهمه او د نورو غونډو څخه یې متفاوته بولي، دی وايي روشنګري د افغانستان پرعیني او مهمو مسایلو د منطقي او واقعي بحثونو یوه ښه مرجع ده، مهم ځکه دی چې له هرلکچر او بحثه یې ډېرڅه زده کیږي، زه خپله له دغو لکچرونو څخه په کم وخت کې د زیاتې زده کړې تجربه لرم، له نورو غونډو سره یې توپېردا دی چې دلته د بحث فضا ازاده ده، د چا پر راتګ قید نشته پکې او سلیقوي چلندونه نه پکې کیږي.

عصمت الله بهیر د تعلیم او تربیې پوهنتون محصل دی، چې د روشنګرۍ په هره غونډه کې ګډون کوي، دی وايي چې په روشنګرۍ کې هغه څه زده کولای شي چې په پوهنتون کې یې نه شي، دی وايي، په پوهنتون کې خورا زړې خبرې راښوول کیږي، نوټونه او کتابونه مو پخواني دي، هلته نوې خبره نشته او نه یې څوک د کولو جرئت کولای شي، د نویو او مهمو موضاتو د زده کولو کومه تنده چې لرم هغه په روشنګرۍ کې خړوبیږي.

4 thoughts on “یو څو ځوانان د روشنګرۍ لیدلي خوبونه رشتیا کوي”
  1. دډیرو بدو خبرونو په منځ کې یو ښه خبر دی چې زه یې د لیکوال ورور نه مننه کوم . باور لرم چې دا ډول ټولنې او راغونډیدل په اوسینو شرایطو کې یوازیني څه دي ،چې افغان ځوانان ورته اړتیا لري . که چیرته زمونږ مخکښ او وتلي څیړونکي،لیکوالان، حقوق پوهان، او حتی ډاکټران او انجینران خپلې، تجربې د ځوانانو سره شریکې کړي ، وي دي چې دا خوبونه په ریښتیاو بدل شي. زما په اند تاسو باید د دې ډول ټولنو په اړوند معلومات او پته یې په ټولو پاڼو او مخ کتاب (فیسبوک) کې ورکړۍ تر څو هغه ځوانان چې د خپلو خلکو او هیواد د جګړې داور نه دراویستلو ریښتینی احساس لري ،خبر او سره یو شي. الله تعالی مو بریالي کړه .
    په درنښت ستاسو خور ز هیله ب

  2. ډیره په ژړه پوری زه هم غواړم چی پدی علمی پروګرام کی ګډون وکړم که مهربانی وکړی پته او د پروګرام د وخت په هکله لږ معلومات راکړی تر څو وکولی شم تری برښه من شم

  3. ستاسو د غونډو د لا ګټورولو لپاره خپل د غونډي ساده فلمبرداري کوئ او ویډیووي یوتوب ته پورته کړی چي بهرمیشتي او حتی خپله وطن کي مېشت نور وطنوال د ویناولو له خبرو څخه خبر شي او یو څه وکولای شي ځیني زده کړي.

  4. زمونږ معزز استادان باید چی لومړی خپل ځانونه په ښوو او مفیدو معلوماتو سمبال کړی او د ځوانانو د ‌ذوق او ضرورت وړ مسایل ورته تشریح کړی. دوی کولای شی خپل معلومات هرځوان ته په لیکلی ډول ورکړی او که نورو آفاقی معلوماتو ته ضرورت شی کولای شی د انترنت له لاری یی تر لاسه کړی او هغوی ته چی کافی امکانات نه لری تبادله کړی. ډیره موثره سیاسی او مدنی لار مو انتخاب کړی ده . هیله ده چی په سړه سینه ټول علمی بحثونه وڅیړل شی او راتلونکی ته مجرب او هوښیار ملی کادرونه له دوی نه وروزل شی.

ځواب ورکول zoya hela ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *