شهرت ننګيال
‎ادم نشته، بوی يې شته، لکه دغه کالم چې سر نه لري، خو لکۍ یې شته، ځکه چې په مملکتِ خدا داد کې د سر په پرتله لکۍ ډېر اهمیت لري، البته د ښکرور سر خبره جلا ده، له ډک سر د ډک جېب وزن زیات خېژي، ځکه خو ځينې سرونه د قورمې بوی ورکوي.
‎کونډې ته يې ويلي وو، مېړه کوې؟
‎ویل نه!
‎ویل بې مېړه دې کېږي؟
‎ویل نه..!
‎د محمد اشرف غني په اړه زما، بلکې زموږ حال کونډې ته ورته، بلکې لکه د کونډې داسې دی.
‎نه یې په ټاکنو کې بایلات ته ټينګېدلی شو، نه ګټنې ته.
‎چې د بایلات خبره شي وېره را باندې خپره شي، چې د ګټنې یې شي د اندېښنو خولې را باندې را ماتې وي.
‎چې غني يې وګټي، لکه وه هماغسې به وي چې دغه وه او ده د حامد کرزي له وختونو تپل شوې، خو که یې بایلي څه به کېږي؟! دلته ده چې د سړي د سر وېښته شخ ودرېږي.
‎طالبانو ته که ګورو همدغه خبره يې مصداق ده.
‎موږ د خوف و رِجا تر منځ نه یو، یوازې د خوف منګولو ته لوېدلي یو.
‎هغه چې وايي، مخ دې سین ته کړم او … دې … ته!!
‎د سپتمبر له یوولسمې چې امریکا د پاکستان اټوم خوندي نشوای بللی یو اپشن داسې و چې امریکا یې خوندیتوب خپل لاس کې واخلي.
‎ما چې کومه فېکټري کې کار کاوه، د څنګ ماشین  د مردان یوه ځوان چلاوه، د  دمې پر مهال یې راته کړه: یره جي! زه خو وایم چې په دې خپلو خلکو یې را لړه کړي خو چې امریکې له یې ور نکړي.
‎مرحوم جنرال رحمت الله خان ساپي به ویل: د ماشوم زور په پښو کې وي، د ځوان په ملا کې، د بوډا په خوله کې.
‎همدا د بوډاتوب نښه، بلکې بوډاتوب دی…
3 thoughts on “‎نیمګړي رښتیا | ‎شهرت ننګیال”
  1. سلا مو نه ننګیال صاحب
    لکه د بسرلی ورېځ کله ناکله راښکاره شې وا یی امیر معاویه ۲۲۱ ۲۸۰ م یوه ورخ د خپلې زمامدارۍ په وخت کې له یوه عالم احنف بن قیس ۲۸۷م څخه / نه بوښتنه وکړه دزمانې څه حال دی؟ هغه وویل ته زمانه یې که ته درست وې زمانه هم درسته ده او که ته سرکشه شې نو د زمانې دې خدا حافظ وی
    د خط کشیکړی لپا ره خوف او رجا شته خو دغنی بابا د پیښوریو خبره خپې کلکې دی ابل هسې خبل وخت سیزی

  2. دروند ننګیال صاحب، سلامونه او درنښت.
    ډیر ښایسته. خو هسې د صمیم صاحب خبره یوه منځپیښه، زما په نیمګړي نظر د لفظونو او افادو شاهنشا ته به ددې متبادل موندل ډیر ګران نه و « مخ دې سین ته کړم او … دې … ته!!»

  3. ننګیال صاحب تر انتخاباتو مخکې هم ولسمشر غني ته یو ګواز ورکړ، تونده انتقادي لیکنه یې پرې کړې وه. همهغه وخت هم مالومه وه چې اصلي سیالي د غني او عبدالله ترمنځ ده. ده په حقیقت کې د عبدالله لپاره کمپاین وکړ. همدومره یې په وس پوره وو. اوس په دې له انتخاباتو راوروسته لیکنه کې داسي ښيي ګواګي د غني ملکری دی او چاره یي نشته.
    حقیقت دا دی چې ننګیال د جمعیت ګوند د خدمت اوږده صابقه لري خواخوږي یې له عبدالله سره د چا نه که پټه وي دا دوې لیکنې یې څرګندوي
    عبدالروف احمدزی

ځواب ورکول Mohamed Nazir Basharat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *