‎د افغانستان د اسلامي جمهوریت ښاغلیه ولسمشره،‌

‎مونږ د لویې پکتیا اوسېدونکي، تر هر څه دمخه، درته په دویم ځل د خلکو په رایو د ولسمشر کېدلو مبارکي وایو، او له لوی خدای (جل جلاله) څخه هیله کوو چې په خپلو چارو کې بریالي اوسئ، په نړۍ کې مو نوم تل ځلاند اوسي، او د ولس په خدمت کې مو ستړیاوې او زحمتونه د نېکیو په تله کې حساب شي.

‎ښاغلیه ولسمشره،
‎مونږ د لویې پکتیا ولسونه، نن درته يوه داسې لویه سټه درمعرفي کوو چي د روغتيا وزارت لپاره یوه ستره او ارزښتمنه پانګه ده .ډاکټر محمد سفير ځدراڼ د طب په برخه کې د افغانستان یو ستوری دی چې د افغانستان په سطحه یې د خپل مقدس طبي مسلک په برخه کې جګړه ځپلي ولس ته لویې لاسته راوړنې لرلې دي.

‎ښاغلي ځدراڼ د خپلي دندې په چوکاټ کې ګڼ زده کونکي د طب په برخه کې روزلي او هم يې د خپل ولس لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې دي چې تجربه یې د افغانستان حکومت په ځانګړي توګه د روغتيا وزارت لپاره یوه لویه پانګه ده.

‎ښاغلي استاد ځدراڼ د نورو تر څنګ د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د طب د څانګې محصلينو ته په شخصي او دولتي روغتونونو کې د عملي زده کړو زمينه برابره کړي ده، له ليرې ولايتونو څخه یې مرکز کابل ته د راتلونکیو مريضانو شته مشکلات حل کړي، او له هغوى سره یې مرسته کړې چې په بېلابېلو روغتونونو کې روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي.

‎افغان ولس غواړي چې د افغانستان په رهبرۍ په ځانګړې توګه په روغتيا وزارت کې داسې خلک په دندو وګومارل شي چې مسلکي وي، په خپله برخه کې تجربه او لوړې زده کړې ولري، امانت کار وي او لاسونه يې د خلکو په وینو سره نه وي، خو هغه څه چې ولس ته ډیر اهمیت لري دا دي چې دخپل ولس لپاره داسې کار وکړي چي نور افغان ولس او ناروغان دې ته مجبور نشي چي بهرنيو هيوادونو ته د تداوي لپاره لاړ شي او په هېواد کې دننه يي تداوي وشي چې افغانان او افغانستان له نورو سره سیال شي.

‎ډاکټرسفير ځدراڼ لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي کې په عالي درجه پای ته رسولي دي او د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا انستیتوت څخه یې د ماشومانوداخله ناروغیو په برخه کې د تخصص سند ترلاسه کړی دی.

‎ښاغلي استاد ځدراڼ د جرمني د فدرالي جمهوریت د فرانکفورت داسکلیفیوس نړيوال روغتون د زړه د ناروغیو، ایکوکارډیوګرافۍ او الټراساونډ په برخو کې د بریالیتوب سندونه ترلاسه کړي دي، او د اروپا د کارډیالوجۍ د ټولنې غړیتوب لري چې هرکال د جرمني فدرالي جمهوریت کې جوړېږي.

‎پر دې سربېره، ډاکتر سفیر ځدراڼ د پاکستان اوافغانستان د ډاکترانو د ګډې شورا غړیتوب لري، او هم یې په هغه کنفرانس کې ګډون کړی وو چې په اسلام اباد کې د ذولفقار علي بوټو په پوهنتون کې جوړشوي وو.

‎ښاغلی استاد د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون کی وظيفه اجرکړي اوهم یی د شمشاد عمر روغتون د سرطبیب په توګه او په افغان سویس روغتون کې دندې ترسره کړي دي. نوموړی اوس د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د داخله اطفالودناروغیو متخصص او د طب پوهنځي د استاد په توګه دنده ترسره کوي اوهم د ماشومانو لپاره د جرمني روغتیایي موسسې سره په رضاکارانه ډول وظيفه ترسره کوي.

‎د لويې پکتیا ولسونه وړاندیز کوي چې ښاغلي ډاکتر سفیر ځدراڼ ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د روانې پنځه کلنې دورې په ترڅ کې د روغتیا وزارت په چوکاټ کې د روغتیاوزارت دمرستیال په توګه مسولیت ورکړل شي، او هیله لري چې د ښاغلي ځدراڼ له تجربو او د روغتیا وزارت کې د پام وړ بدلونونو په راتګ سره به افغانان وکولی شي چې په هېواد کې دننه پرځان بسیا شي.

‎په احترام،

‎د لویې پکتیا ولسونه

2 thoughts on “‎ له محبوب ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني څخه د لویې پکتیا د ولسونو احترامانه هیله”
  1. داکتر صاحب
    ماشالله تخصص او نور اسناد دې دومره ىاد کړي وو چې له مانه دې لار ورکه کړه، په هرډول داسې کس بايد ولس وپيژني او دسفارش لىک ته اړتيا ونلري،
    زه خو وايم چې له معنينيت نه تيرشه او په دامعافيايې حکومت په رنګ ځان مه ککړ وو

  2. داکتر صاحب
    داکتر یوه مقدسه دنده دي, سره له دې چې د افغانستان د داکترانو تحصیلي سویه د بهرنیو .
    هیوادونو د ښوونځي د اتم ټولګي سره برابره دي.
    خلکو ته دی چوپاړاو خدمت وړاندي کولو لپاره خپل مسلک ته نږدي پاتې شه دا به درته ښه وي. نن سبا چې څوک چوکي غواړي خلک داسې اټکل کوي چې د پیسو پیدا کولو مینه ورسره ملګري دي. سیاست او په تیره بیا افغان سیاست د کابل له کوڅو هم ډير ناولي دي. د خلکو دعا د داکتری خدماتو په وړاندي کولو سره واخله او دا ناولي سیاست د دوزخ اور لړونو ته پریږده. زه د لويې پکتیا په هر وګړي ویاړ کوم. دا هم درسره منم چې د پکتیا د خلکو ونډه په حکومت کې پیکه او کم خونده دي, او یاید پکتیاوال په حکومت کې ونډه ولري, خو زه یو اصل منم او هغه دا چې هر سړي او خپل يې مسلک. ارغندیوال اسناد جعلي او د اقتصاد پوهنځي تر څنګ هم ندي تیر شوي نن هغه د مالیه وزیر کیږي. داسې ښکاري چې ستاسو په اصطلاح محبوب ولسمشر د یو مسلکي حکومت جوړولو ته ژمن ندي.
    د ما خبرو نه غلطهبرداشت ونکړي, زه ستا په وزیر کیدو خوشالیږم, لږ تر لږه د پکتیاوال په صفت اقلا وزارت ته به زړور درځم. خو د سیاست سپکاوي مې د پښتون په صفت په تا نه لوریږي.
    بریالي اوسي

ځواب ورکول پاچا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *