تاند- نن د اکتوبر یوولسمه د نجونو او ماشومانو نړیواله ورځ ده. په دې مناسبت پاملرنې موسسې دا ویدیو خپره کړې ده.

کلونو جګړې، بېوزلۍ او د نجونو د تعلیم پرضد د تاریک فکرو تبلیغاتو ښوونځیو ته د نجونو تګ له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

سره له دې چې د افغانستان د پوهنې وزارت ښوونځیو ته د تلونکو نجونو فیصدي لوړه ښيي د پاملرنې د موسسې په وینا په ۲۰۰۹ میلادي کال په سلو کې څه باندې ۹۵ نجونې د لېسې دورې ته له تګه پاتې شوي دي.

د پاملرنې موسسې هڅه کړې چې نجونې زیاته زده کړه وکړای شي. دې موسسې دا ویدیو د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د دې لپاره جوړه کړې او په نړۍ کې خپره کړې چې په افغانستان کې د نجونو له تعلیم سره د نړیوالو مرستې جلب کړي.

2 thoughts on “د نجونو نړیواله ورځ او د افغان نجونو تعلیمي ستونزې/ ویدیو”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    دختر های خارج چې اضافه دارند نسبت به دختران افغان! آيا په بهر کې نجونه لکۍ لري؟ او يا ښکر! پرته له لنډو لمنو، لوڅو تخرګونو او ځولنډو لمونو نور نو څه لري! زموږ افغانه خور، مور، لور د دنيا هغه پاکنفسه ګلان دي، چې يو شمېر مجراجو پرې سياسي تجارت کوي! د افغان ولس نجونه بايد مکتب ووايي او د لوړو زده کړو جوګه شي، خو يو شمېر چې د ښوونې او روزنې تر پلمې لاندې ذهني وهشت او سکسي دهشت ته کار کوي، نو دومره دې شي، چې د خپلې په بې عفتي د افغان ولس د پرمختګ او په پوهې سمبالېدلو مخه ونه نيسي! ځکه همدغه يو شمېر مېرمنې د جامو اغوستلو او سينګار په افراط او تفريط د با عفته نجونو او پېغلو د تحصيل مخه هم نيولې ده!
    نو داسې وکړی، چې نه سيخ بسوزد و نه کباب! پرته له دې به لکه د امان الله په مقابل کې چې سقاو راپيدا شو، د کمونيست په مقابل کې بيا مجاهد راپيدا شو او په طالبانو ورواښتلو او له امريکايي غوبل سره هم وسلوال مقاومت د اشغال پر ضد او د بې حيايي تر پوړني لاندې د ټولنې د تغير په مقابل کې ورځ تر بلې ورځې پياوړی کېږي! نو په دې اړه دي نران يو وار ، خو مېرمنې دې دوه ځلې فکر وکړي!
    معه سلاموکم الاهلولنسآ
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول عجب ګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *