د ننګرهار ولایت امینتي چارواکي وايي، تیره شپه نامعلومو وسلوالو کسانو د شاعر اولیکوال شفیع الله تاند بر کور برید کړی دی

سرچینه وايي، په برید کې د ښاغلي تاند پلار وژل شوی په خپله تاند ټپی شوی دی او د نوموړی ۱۸ کلن ورور چې د یولسم ټولګې زده کوونکی دی وسلوالو له ځان سره بیولی دی .

پیښه د ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ په سلامپور کلي کې شوې ده. امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه يي په دې تور څوک نه دي نیولي.

په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې دې ته ورته پېښې او همداراز د پیسو د ترلاسه کولو لپاره اختطافونه زیات شوي دي.

7 thoughts on “د لیکوال او شاعر شفیع الله تاند پر کور برید شوی”
  1. په رښتیا سره هم چی دخواشینۍ ځای دی الله دی هرظالم ته دهغه دظلم سزاورکړی

  2. داډیرناروا عمل سوی دی داسلام اووطن دښمنان نه غواړی چی افغانان دطرقی په لور لاړشی

  3. په پښتنو دومره ظلم په والله که چهانګیز او بل ظالم یا کافر کړی لکه څومره چې وحشی طالب پری وکړل او لا یې کوی.

  4. په دی وسیله د تاند د وزمینی وبپاڼی چلوونکی ورور شفیع اله “تاند“په ټپی کیدو؛د ارواښاد پلار شهادت یی،او د وړوکی ورور د بیول کیدو تسلیت ټولی کورنۍ او تاندوالو ته رسوم.هرچاچه داناوړه غیرافغاني غیرانسانی اوغیراسلامی اعمل کړی وی بد یی کړی.ټول باید هغوی وغندو.
    له امنیتی ارګانونو او په خپله له ڼنګرهار والی اوحتی رییس کرزی څخه جدی هیله ده چه دا پیښې جدی ونیسی او عاملینو ته سزا ورکړی.اوافغانانو مسلمانانو ته دی خدای هدایت وکړی.امیین.تاند ورور ته عاجله شفاء له لویه خدایه غواړو.

  5. ومحترم تاند صاحب ته ددي پیښې دپیښیدو له کبله خپل تأثرات اوغمګینې څرګندوم ، خدای دي وعاملینوته سخته جزأ ورکړي . ځان ددوی په غم کي شریک ګڼم اودپلاردشهادت تسلیت پخپله ده اوددوی ومحترمي کورنۍ ته وړاندي کوم ، جنتونه دي خدای په نصیب کي . آمین

  6. دپوهانو او ملی کادرونه وژنه لا پخوا پدی هیواد کی را روانه وه ددی هیواد دښمنان غواړی چه دسر سړی نه وی په تورو تیارو کی خپل څانته رڼا ګوری . انسان وژنه دانسا نیت او اسلامیت خلاف کار دی و پدی ټولنه کی نا پوهان پوهان لیدلی نشی اوغواړی چه ځانته دخپل ځان په شان تورتم جوړ کړی او پدی توروتیاروکی خپلو جنایتکارانو بادارانو ته چوپړ وکړی ددی شهیدانو روح دی شاد او جنت فردوس دی الله ور په برخه کړی .

  7. شفېع الله تاند ته دي خدای صحت ورکړي ، کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړم ،د شفېع الله تاند محترم پلار دي پاک الله وبخښي،او جنتونه دې نصيب سي، ګران ورور جان ته يې دوعاوي کوم چي روغ رمټ د خپلو دوستانو او کهول سره يو ځای سي

ځواب ورکول oria ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *