تاند- د امریکا متحد ایالتونه او افغان طالبان به له دوولس کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د مسلې د سیاسي حل لپاره رسمي خبرې وکړي.

یوه امریکايي چارواکي نن/سې شنبه/ وویل چې وسله والو طالبانو موافقه کړې چې د قطر په مرکز دوحه کې له امریکایانو سره د افغانستان د لانجې د سوله ییز حل لپاره خبرې وکړي.
دغه امریکايي چارواکي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې طالبانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتر پرانستنه رسماً اعلان کړه.

امریکايي مامورین وايي چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ په دوحه کې پیل شي چې ورپسې به ژر د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ خبرې شروع شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا به له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان د حکومت استازیتوب کوي.

طالبانو نن په یوه اعلامیه کې په قطر کې د دفتر د پرانستلو په اړه وویل چې دا دفتر د نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو، افهام وتفهیم او خبرو لپاره پرانیزي.(د اعلامیې بشپړ متن لاندې ولولئ)
د طالبانو یوه استازي محمد نعیم په دوحه کې د دفتر د پرانستلو په اړه وویل چې «دا د سولې لور ته یو مهم ګام دی.»

ده خپل دفتر د اسلامي امارت دفتر وباله، ویې ویل چې دا دفتر به د افغانستان د دوولس کلنې جګړې له پای ته رسولو سره مرسته وکړي.

محمد نعیم، چې په دوحه کې د دفتر د پرانستنې په مراسمو کې خبرې کولې، همداراز وویل:«د دې نوي دفتر هدف په افغانستان کې سیاسي حل او د افغانانو لپاره د یوه مناسب حکومت جوړول دي.»
ده دا هم وویل:«موږ د نړۍ له هیوادونو، په تېره بیا ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.»

ده په مستقیم ډول د افغانستان له حکومت یا د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د خبرو په اړه څه ونه ویل.
په قطر کې د طالبانو دفتر نن په داسي حال کې پرانستل شو چې په کابل کې د وحدت ګوند پر مشر محمد محقق بمي حمله وشوه. محقق له حملې روغ ووت.

د سیاسي چارو ځیني کارپوهان د محقق پرضد نننۍ حمله او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په شمول د سولې په برخه وروستي پرمختګونه له یو بل سره بې ارتباطه نه بولي.

په قطر کې داسلامي امارت د سیاسي دفتر دپرانیستلو په مناسبت اعلامیه

ټولو ته معلومه ده چې دافغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې داشغال دخاتمې او دیوه خپلواک اسلامي نظام په خاطر جهاد او هلې ځلې کوي، او دغه هدف ته درسېدو لپاره یې همېشه له هرې مشروع لارې نه کار اخيستی دی.

دافغانستان اسلامي امارت له نظامي تګلارې سره سره سیاسي تګلاره او اهداف لري چې تر افغانستان پورې محدود دي، اسلامي امارت نه غواړي چې له خپلې خاورې نه نورو هېوادونو ته ضرر پېښ کړي، او نه به هم بل چا ته اجازه ور کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو امنیت تهدید کړي؛ د افغانستان اسلامي امارت دهمسایه هېوادونو په شمول د نړۍ له ټولو هېوادو نو سره د متقابل احترام په نظر کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي، او په خپل هېواد کې له امنیت سره سره په نړیواله کچه دامنیت او عدالت غوښتونکی دی.

البته دافغانستان اسلامي امارت له اشغال څخه د هېواد خپلواکي خپله دیني او ملي وجیبه بولي، او ددې کار لپاره یې له هرې مشروعې لارې نه کار اخیستی او په راتلونکي کې به یې هم اخلي، او همدا راز په نړیواله کچه دمظلومو او مستضعفو ولسونو مبارزې او هلې ځلې چې دخپلو مشروعو حقونو او خپلواکۍ دلاسته راوړلو لپاره یې کوي دهغوی حق بولي، ځکه ولسونه حق لري چې خپل هېوادونه له استعمار څخه آزاد، او خپل حقوق تر لاسه کړي.

دهمدې تګلارې د روښانه کولو لپاره اسلامي امارت لازمه وبلله چې دقطر په اسلامي هېواد کې دلاندې اهدافو لپاره سیاسي دفتر پرانېزي.

۱ – دنړی له هیوادونو سره دتعلقاتو دښه کولو لپاره افهام او تفهیم او خبرې کول.

۲ -د یو داسې سیاسي او سوله ایز حل ملاتړ کول چې په هغه کې دافغانستان داشغال خاتمه، او د يو خپلواک اسلامي نظام قایمېدل، او واقعي امنیت راتلل چې دټول ملت غوښتنه او هیله ده یقیني وي.

۳ – د وخت له مقتضی سره سم له افغانانو سره لېدنې کتنې تر سره کول.

۴- له ملګرو ملتونو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو او غیر حکومتي موسساتو سره تماس نیول.

۵ ـ د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه سیاسي بیانونه دمطبوعاتو په اختیار کې ورکول.

دیادونې وړ ده چې مونږ دقطر ددولت او دقطر د امیر ښاغلي شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني نه مننه کوو چې په خپل هېواد کې يې داسلامي امارت دسیاسي دفتر له پرانستلو سره موافقه وکړه، او په دې اړه یې اړوندې آسانتیاوې برابرې کړې.

دافغانستان اسلامي امارت

2 thoughts on “امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې يپیلوي”
  1. dear afghan brothers and sisters asalamoalikum;
    this is good news,afghans are hungry for peace.dear afghan leaders please help with self,
    gave hand to each others,stop killing of afghans any more,lets together build our country,
    open schools.univercity for our new generation.we all alhamdu lel lah muslem.
    we need to make strong government.fallow the rulls & law.respect to the women rights.
    we will do progress in economy,agrecalture.
    all afghans will find nice human life.
    we want great free islamic afghanistan with peace

  2. په دی پرانستلو کی خو د ملا عمر هڅ یادونه ونشوه، خدای ونکړی چه مشرملا چیری پاکستانیانو نیی وژلی. دوهمه دا چه ځان مرګی بریدونه به دوام ولری یا نه؟ دا پرون په لوګر کی طالبانو د زراعت دوه مامورین د مونږ مخی ته ووژل. دریم دا چه د پنجابیانو او نورو بهرنیانو سرنوشت به څنګه شی هغوی چه دا اوس اوس زمونږ په کلو او بانډو کی خلک وژنی او نظامی فعالیتونه لری؟ خدای دی وکړی چه طالبان له هوښیاری نه کار واخلی او دا بیوزله اولس په ځانګړی توګه دا پښتون اولس چه له هری خوانه تر تهدید او برید لاندی دی دي دوی ته د هوسا ژوند او امن پیغام زر تر زره اعلان کړي

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *