تاند- دا الوتونکی موټر، چې پګاس نومېږي، د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې (وایلن) کمپنۍ جوړ کړی دی. د دغه موټر، چې یوې حشرې ته ورته والی لري، اوږدوالی ۳۸ متره دی.

دا موټر تر ۳ زره مترو پوري لوړ الوت کولی شي او سرعت یې په هر ساعت کې له ۶۰ تر ۸۰ کیلومترو پوري دی خو که پر مځکه وي نو په ساعت کې تر ۱۰۰ کیلومتره پوري تللی شي او تر ۳ ساعتونو پوري په اسمان کې پاتې کېدای شي.

1د فرانسې د پوځي وسلو ویندوی وویل چې پګاس د لږ مصرف او خوندیتوب له پلوه تر څرخکو یا هیلي کوپترو خورا ښه دی.

1تراوسه پوري دا هوايي موټر لا بازار ته نه دی وړاندې شوی خو اټکل کېږي چې په پیل کې به یې بیه یو لک یورو وي. تمه ده چې د دې موټر لومړنۍ تجارتۍ نمونې په ۲۰۱۵ کال بازار ته وړاندې شي.

1

One thought on “لومړنی الوتونکی موټر”

ځواب ورکول اسماعیل شیواني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *