تاند- د پاکستان د اسلامي نظریو شورا (اسلامي نظریاتي کونسل) د مسلمانې کورنۍ قانوني مقرره، چې په ۱۹۶۱ کې تصویب شوې وه، غیراسلامي وبلله.

دې شورا وویل، د شریعت پراساس دا ضروري نه ده چې مېړه د بل واده لپاره له خپلې لومړنۍ مېرمنې اجازه وغواړي.

شورا د قانون هغه ماده غیراسلامي او غیرشرعي وبلله چې پر اساس یې نارینه د بل واده (دوهم- درېم یا څلورم) لپاره له بلې ښځې د اجازې اخیستلو ته مکلف دی.

د دې شورا مشر مولانا شېراني وویل، په اسلامي شریعت کې نارینه مکلف نه دی چې د بل واده لپاره له خپلې ښځې اجازه واخلي.

ده وویل چې نارینه یوازې مسوولیت لري چې د خپلو ښځو ترمنځ عدالت رعایت کړي.

3 thoughts on “پاکستاني ملایان وايي، د بل واده لپاره د ښځې اجازه ضرور نه ده”
  1. عدالت نشي مراعتولی.
    هغه ایت چې پکې د دوه، درې او څلورو ښځو اجازه شوې ده داشرط ورسره شته چې پدې شرط که عدالت کولی شي که نه وي یو واده بس دی.
    وروسته بل ایت شریف نازل شوی دی چې وابی د دا ډول عدالت نشي کیدای.
    دا یوه مسئله ده چې نوې اجتهاد ته ضرورت لري.

ځواب ورکول حاجی نر خی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *