تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، چې د واک دوره یې په پای ته رسېدا ده، نن د پنځو ولایتونو درجه لوړه کړه.

د ولسمشر کرزي په جلا جلاحکمونو کې غزني او هلمند له دوهمې درجې لومړۍ او پکتیکا، کونړ او میدان وردک له درېمې درجې دوهمې درجې ولایتونو ته لوړ شول.

د افغانستان اساسي قانون د نویمې مادې د څلورم بند له مخې، د اداري واحدونو، ایجاد، تصویب، تعدیل او لغوه کول، د افغانستان د ملي شورا له واکونو ګڼل کېږي. دا چې د سیمه ییزو ادارو قانون لا د ملي شورا له خوا نه دی تصویب شوی، نو د ولایتونو د نویو درجو منظوري د ملي شورا لخوا د یاد قانون تر تصویب وروسته، تصویب کېږی. د سیمه ییزو ادارو د قانون له مخې، د ولایتونو د درجه بندیو لپاره مشخص معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په موده کې پنجشېر ولسوالي په ولایت بدله شوه او د اروزګان له شمالي ولسوالیو څخه د دایکنډي ولایت رامنځته شو.

له تېرو لسو کلونو راهیسي د کونړ، پکتیکا او میدان وردک ولایتونو چارواکو او خلکو د خپلو ولایتونو د درجې د لوړېدا او د بودجې د ډېرېدا غوښتنه کوله خو په مرکز کې یې د غوښتنې ملاتړ نه کېده.

د ولایتونو پر درجه بندۍ یو شمېر خلک او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان اعتراض لري او ځیني وايي که بریالي شول نو دا سیستم به پای ته ورسوي.

د ولسمشر کرزي په حکم کې هم ویل شوي چې دغزني، هلمند، کونړ، پکتیکا او میدان وردک اوسېدونکو د خپلو ولایتونو د درجې د لوړېدو غوښتنه کړې وه.

خو په فرمان کې ویل شوي چې دا درجه بندۍ به تر هغو پوري وي چې ملي شورا د سیمه ییزو شوراګانو نوی قانون تصویبوي.

2 thoughts on “ولسمشر کرزي د ۵ ولایتونو درجې لوړې کړې”
  1. Peace and Security comes first. These changes do not make any senses, it is just on papers. But peace and security needs work to be done by the people who know what to be done.

  2. but unfortunately they do not see benefit in peace, because they can be benefited when there is conflict and war. therefore they do not want to work for peace.

    Noor

  3. اوس چی کرزی پوه شو چی نور می واک د لاسه لاړ او دوره می په ختمیدو ده نو راځه دا پښتانه پدی خوشحاله کړه، د دی ۱۰ کالو راهیسی خلکو او چارواکو ورڅخه غوښتنه کوله هیڅ چا پری سر نه ګراوه اوس دی ورته پام شو، افسوس دی وی په داسی ولسمشر. مونږ تری دا نه غوښتل چی پښتنو ته دی ډیره توجه وکړی فقط دا مو غوښتل چی توپیری چلند دی ورسره نه کیږی لکه د کرزی د موقتی اداری څخه چی شروع شوی او تر ننه دوام لری . اصلآ دا ولسمشر نه بلکه قوم مشر وه.

  4. .
    دا دې یوه هېواد په وګړو کې د نفاق او برتریت احساس پیدا کوي او د ټولنیز عدالت پر وړاندی مخالفه کړنه ده.
    غني صیب څه وایې.
    .در افغانستان هیچ ولایت درجه یک، درجه دو ودرجه سه وجود ندارد، بلکه هر افغان درجه یک است ومانند تاج سر من است.

  5. د افغانستان ټول ولایتونه یو شان مساوی حقوق لری لومړی درجه ، دوهمه درجه یا دریمه درجه ورکول ملی خیانت او جرم دی لکه خلک چی سره مساوی دی ولایتونه او سیمی مساوی دی . البته کومی سیمی او ولایتونه چی ډیر بیرته پاته دی او یا جګړی ځپلی دی د لومړیتوب حق لری چی د نظامی ، اقتصادی او …. له لحاظه زیاته پاملرنه ورته وشی.

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *