هلمند- د ودان افغانستان ګوند په سلګونو غړو او پلویانو نن د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو برید په سختو ټکو وغانده.

لاریون کوونکو له ځان سره بېلا بېل شعارونه لېږدول او د لښکرګاه ښار په بېلا بېلو سیمو کې یې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د خپل لاریون په وروستیو کې یو څلور ماده ییز پریکړه لیک واوراوه.

د پرېکړه لیک په دې مادو کې راغلي چې موږ ټول افغانان په ځانګړي ډول د ودان افغانستان ګوند غړي پر خپله خاوره د پاکستان تېری په کلکو ټکو غندو، د دې تر څنګ یې له افغان دولت څخه غوښتنه کړې چې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي، لاریون کوونکو همدارنګه له ټول افغان ولس څخه وغوښتل چې د پاکستان د دې کړنې پر وړاندې غلي پاتې نه شي او د هیواد د ژغورلو لپاره سوله ییز لاریونونه ترسره کړي.

په پرېکړه لیک کې همدارنګه د افغان ملي امنیتی ځواکونو د مېړانې او قربانۍ قدرداني او ستاینه شوې او له دوی څخه یې خپل هر اړخیز ملاتړ ښودلی دی.

2 thoughts on “ودان افغانستان ګوند د پاکستان د برید پر ضد لاریون وکړ”
  1. حًه وايم چى پاكستان به هرحًه غواري چى وكرى مونز چى دپنحه زره كلن تاريخ دعوى كوو اوحًانونه داحمد او ميرويس نيكه اولاده بولوولي خپل حًانونه دحًو دالرو په مقابل كى خرحًو او دبل لپاره خپل ورونه وژنو او يا دحًو دالرو په مقابل كى خپلى راى خرحًو او خپل دشمن پر خپل حًان كاميابوو ايا دى كى هم پاكستان ملامت ده؟

ځواب ورکول Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *