خبریال: نصیب (لوګر) دسولې جنګ نړيوال انسټيټيوټ (ای دبليوپې ار) په يوه څيړنيز راپور کې راغلي چې لوګر ولايت د ولايتي شورا ريس ډاکتر عبدالولي د زرګونه ډالرو په ارزښت دعامې روغتيا وزارت  مرسته  په بازار کې پلورلې ده.

په راپور کې راغلي دا دارو درمل  هغه بيړنۍ مرسته وه ،چې د۲۰۱۱ کال کې په ازرې ولسوالۍ کې په يوه روغتون د شوي ځانمرګي بريد قربانيانو ته ځانګړې شوې وه.

په دې ځانمرګي بريد کې ۳۰ کسان ځای په ځای او لس کسان د دارو درملو دنه رسيدو له امله وروسته وژل شوي وو.

په راپور کې راغلي دبريد څخه وروسته دځاي روغتيايي ادرې له خوا بيړنی مرسته،چې ټاکل شوې وه دملي اردو په چورلکه کې وليږدول شي دتخنيکي ستونزو له امله بهرنيوی ځواکونو ته په دې موخه وسپارل شوه ،چې ددوی په واسطه وليږدول شي .خو ديوې مياشتې ځنډ وروسته دپارلمان له خوا يو هيت وګمار ل شو ،چې ددې مرستې پوښتنه وکړې ځايي امريکايي قومندانانو دولايتي شورا ريس ډاکتر عبدلولي وکيل ته ددې دارو درملو دبيرته سپارلو خبره کړې وه .

دغه څيړنيز راپور ،چې په پنځو مياشتو کې بشپړ شوی دهغه دارو درملو،چې دښار په درملتونونو کې ايښودل شوي  اسنادو پيداکړي ،چې دعامې روغتيا رياست له خوا ېې لېست جوړ شوی وو.

خو په دغه راپور کې دډاکتر عبدالولي وکيل له خوا دغه ادعاوې رد شوې او ويلي ېې دي ،چې ددې مرستې په اړه مالومات نلري .

په راپور کې دپارلماني ګمارل شوي هيت له خوا لوېې څارنوالۍ ته دنوموړي وکيل دمعرفي کولو خبره هم شوې ده..

10 thoughts on “د لوګر د ولایتي شورا رييس د زرګونو ډالرو د درملو په وهلو تورن شو”
  1. هر کدام اینها منافق و دست نشانده یهود و نصاری است و بزودی به سزای اعمال شان خواهد رسید. اینها توسط بی 52 بالای ما مسلط شده اند

  2. ډاکتر عبدالولی ده لوګر ولایتی شورا مشر په رښتیا هم یوه مفسد انسان دی دغه جناب یو له لوی کارناموڅخه ده خیریه موسسونه حق اخیستل دی. داخو ټولوته جوته ده چی ده لوګر ولایت ده تل په څیر ده خیز دتخته په حیت استعمال شووی که حزب اسلامی وو او که طالبان لوګری وران کړ، لوګریان ووژل اوبلاخره کله چی حکومت ته ورسیدل نوبیا یی داولایت همغسی ویجاړپریښوده اولوګریان دتل لپاره له یاد وویستل ، که چیرته له اصلی موضوع نه خارج نشو داکتر عبدالولی یوه بله کارنامه ده ازری ده سرک پروژه وو چه ده خپل موقف او مقام نه په ناوړه استفاده نوموړی له سی ای دی جی موسسه نه واخیستله او په لکونو ډالر ورځنی غلا کړل او خورا یو دټیټ کیفیت لرونکی سړک یی جوړ کړ. هیله من یمه چی ده لوګر شریف خلک دا غل وپیژنی او نور دی ده خپل وکیل په حیث ونه ټاکی په خاص ډول سره ده احمدزیو قوم باید دغه ده بدنامه لکه له خپلی لمنه پاکه کړی. دیادونه وړده چی داکترصاحب لکه بل هر هغه مفسد پښتون چی په دی اداره کی کار کووی نو لومړنی تاوان خپل سیمه او قام ته ورسیژی داکتر صاحب ده ازری درمل غلا کړل او ده ازری احمدزیی ووژل الله دی ده ته لازمی جزا ورکړی له دی اداری او دهغه له څارنوالی نه خو ده عدالت توقع نشته خو د لوګر ملت به خپل حق له ده او نورو ظالمینو او غاصبینونه په الهی عدالت کی غواړی. ده لوګر ده شریف او سرلوړی ملت ده کامیابی او ترقی په هیله

    په درناوی
    ستانکزی

  3. متخصص احمدزي دې اوس سپیناوی وکړي، ځکه چې د لویې جرګې په خېمه کې یې همدې بړېڅي د قوم درنو مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست ویلې او ډېر په قلقلو غږېده، سره له دې چې جرم فردي عمل دی، خو د متخصصو احمدزیو کوم غم سړی وژاړي، د انجنیر احمدشا اوتې بوتې، د حاجي شېراغا ښکنځلې، د لوې جرګې بې نظمه غونډه او که د ډاکټر ولي دغه بې شرمانه غلا. د خدای په خاطر نور دا دروند قوم مه سپکوۍ او مه د پښتنو دغه لوی ارزښت لونګۍ ته سپکاوی کوۍ، باور وکړي د یو احمدزي په توګه ستاسو په دغسې کړنو سخت شرمېږم. نوره مو خپله خوښه.
    لونګ احمدزی

  4. څه شول هغه متخصصین بیسیواده احمدزی دیر افسوس د قوم نو په ځان مه ږدی داکتر ولی د ما همصنفی وو هغه لا په ننګرهار کی هم په واسطه او چاپلوسی ځان کامیاب کاوو او د قدرت لپاره به یی ځمونږ بیګنا ملګر استعمالول الله د هدایت ورته وکړی

  5. “په دې ځانمرګي بريد کې ۳۰ کسان ځای په ځای او لس کسان د دارو درملو دنه رسيدو له امله وروسته وژل شوي وو.”

    د دو کسانو وژل به د ده په غاړه وي. . الله تعالی دې پر مونږ رحم وکړي

  6. دا لوی غل ده او هر څه رښتیا دی ما خپله ۲۰۱۱ کال کی د مشرانو جرګی د شکایتونو د کمیسون مشر ښاغلی زابلی ته دا جریان تول وویل خو هغه ژمنه وکړه چی زه پوښتنه کووم خو نه پوهیږم چی ولی تر اوسه په واک کی ده.
    موږ باید د فساد کوونکو په ضد ملی مبارزه وکړو او یو بل ته لاسونه ورکړو. داکتر عبدالولی ته شرم پکار ده له هغو بیګناه شهیدانو او زخمیانو د ی وشرمیږی چی دا غلا یی کوله.
    دولت چی زخمیانو او شهیدانو سره کومه نغده مالی مرسته کړی وه هغی کی یی هم پیسی جیب ته کړی وی خلکو ته یی ویلی و چی ما منډی ترړی پسی کړی دی.
    روغ لیونی سره هم د پل علم ددوکانو په سر باج کی شریک و.

  7. د افغان ورور خبره ریښتیا ده چه د ب۵۲په زور پر موږ مسلط شوی دی. دا افغانان ندی او مه د افغان تمه ترې کوی. لونګ ورور د هم نه په شرمیږی ځکه چه دا شغالان د احمدزېو د درانه قوم اویا نوروغیرتی قومونو نماېنده ګان ندی. له د شغالانو نه به په وچ زور ځانونه خلاصوو.

    الله اکبر

  8. دی شاغلی په هکله زه هم شکمن وم خو اوس ثابته شوه چه وا د لیوه زوی اخر لیوه کیږی زما سره د لیسی ددوری نه تر د پوهنتون تردوری شناخت لری او وخت یی راسره تیر کړیدی خو دومره به ووایم چه ډیر د شرم ځای دی چه خبری اتری د اسلم څخه کوی او منځ کی دومره ستر غل او خاین ثابت شی چه دوستان دی هم درباندی شرمیږی چه نوم دی نشی اخستلای

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *