تاند- وروسته له دې چې مشهورې روسۍ جاسوسې انا چامپن له امریکايي جاسوس اډوارډ سنوډن سره د واده وړاندیز وکړ، د امریکا د ملي امنیت دغه پخواني جاسوس، چې روسیې ته یې پناه وړې ده، د ټویټر له لارې د چامپین وړاندیز ومانه.
چامپین هغه روسۍ جاسوسه ده چې په ۲۰۱۰ کال په امریکا کې د فدرالي تحقیقاتي ادارې د پولیسو له خوا په جاسوسۍ له نیول کېدو وروسته له امریکايي جاسوسانو سره تبادله او بېرته روسیې ته ولېږل شوه.
سنودن نن په خپل ټویټر کې ویلي چې حاضر دی له چامپین سره واده وکړي.
تر دې مخکې چامپین په ټویټر کې سنوډن ته لیکلي و:«سنوډنه، له ماسره واده کوې؟»
د سنوډن پاسپورت د امریکا له خوا بې اعتباره شوی او د مسکو له هوايي ډګر څخه نشي وتلای.
سنوډن، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له لوري په نړۍ کې د مشرانو او مهمو کسانو د څارګرۍ د افشا کولو له کبله د امریکا د حکومت تر تعقیب لاندې دی، اوس د مسکو په هوايي ډګر کې اوسي او هڅه کوي چې رسمي پناه واخلي.

امریکا له روسیې څخه غوښتي چې نوموړی وروسپاري مګر روسیه وايي چې له امریکا سره یې د مجرمانو د سپارلو په برخه کې کومه موافقه نه ده لاسلیک کړې.
ښايي له چامپین سره واده سنودن ته په روسیه کې د پاتې کېدو لاره اواره کړي.
چامپین په ۲۰۱۰ کې له امریکا څخه تر اخراج کېدو وروسته په روسیې کې خورا زیات شهرت وموند، تر دې چې د فېشن او جامو د مود پر یوې ماډلې بدله شوه.
دا خو سم د ایک تها ټایګر فلم غوندی کار شوې چه پکی سلمان خان او کترینه د پاکستان او هند جاسوسان وی او بالاخره واده وکړي