«یو سړی او یو موټرسایکل» (Man and a Motorcycle) د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه د هالنډۍ لیکوالې بیټي ډام تحقیقاتي اثر دی چې اغا محمد قریشي ژباړلی دی.
ښاغلي قریشي دا کتاب د تاند پر لوستونکو پیرزو کړی. دا کتاب به په څو برخو کې لوستونکو ته وړاندې شي.
تاند
—————————-
لړلیک
د ژباړن خبرې
کلیدي کسان
سرچینې
سریزه
۲۰۰۱ز کال ته ورګرځېدنه- پیغام
د سپټمبر ۱۱مه او نوې فرصتونه
د جنګسالارانو په منځ کې یو ډیپلوماټ
دا ځان وژونکی دی، – د کرزي په ډله کې بې باوري او شکونه
امریکا غچ اخلي
د طالبانو په واکمنۍ کي پر موټرسایکل لارموندنه
د (دورجې) نښته، – له طالبانو سره لومړۍ جګړه
د امریکایانو د یوې ډلګۍ ملاتړ
د ترینکوټ سقوط
په بُن کنفرانس کې ناڅاپي ږغ
د کندهار سفر، – د طالبانو له وروستي مرچل سره مقابله
د پای خبرې
یاد ګېرنه
د مهمو مرکچیانو لړلیک
یاداښتونه
د ژباړن خبرې
په ۲۰۰۱ز کال کې یو ځل بیا دافغانانو هیلي ژوندۍ شوې، د ولسمشر کرزي راتګ ته ډېرو افغانانو او آن ځینو طالبانو هرکلی ووایه، خو بیا هم ځینو افغانانو پر نړیوالو په ځانګړې توګه امریکایانو باور نه لاره، په وینا یې چې د روسانو تر ماتي وروسته یې افغانستان د څو جنګسالارانو په منګلو کې پرېښود. د امریکا د یرغل پر مهال د ۲۰۰۱ز کال په پای کې، د ژمې په سړو شپو او ورځو کې امریکایانو په سویل کې له حامد کرزي پرته کوم پیاوړی ملاتړی نه لاره، هغه د خپلو افغان پلویانو په مرسته د اروزګان په کلیو او غرونو کې شپې ورځې سبا کولې. په یوه لاس کې یې د یاداښت کتابچه او په بل لاس کې یې سټلایټ تلیفون و، چې پرمټ به یې له رومه نیولې تر شمالې ټلوالې امریکایانو او نورو انډیوالانو سره اړیکي نیولې. چي مخي ته یې له ټولو ننګونو او سونزو څخه روغ ووت او بلاخره یې د بُن کنفرانس کې هم بریا خپله کړه. هغه د یو ډیپلومات په توګه ارګ ته په دوه لاسه ننوت او د جنګسالارانو په منځ کې را ایسار شو. نه ورسره ښه کاري ټیم و، نه ورسره ښه طرحه وه، او نه هم ورسره دهغه خپل ساتونکي.
حامد کرزي چیري زده کړې کړي؟ هغه د جهاد او مقاومت پر مهال چیري و او په کومه څوکۍ یې کار کاوه؟ هغه په خپله کورنۍ کې کوم دریځ لاره؟ د طالبانو له راپیدا کېدو سره یې دریځ څه ډول و؟ ایا په رښتیا هم هغه غوښتل چې په ملګرو ملتونو کې طالبانو د رژیم استازیتوب وکړي؟ ولي کرزی له طالبانو سره په اختلافاتو بوخت شو، او ولي یې د خپل ډيپلوماتیک پاسپورت پرمټ بهر ته دوامداره سفرونه کول؟ هغه ولي له امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو له استازو، په پاکستان کې د غرب په سفارتونو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه همکاري غوښتل؟ ولي امریکا ته د اوسېدو په موخه نه تلی؟ د هغه له اعلیحضرت محمدظاهر شاه، شمالي ټلوالي، د طالبانو مخالفو قومي مشرانو او پخوانیو جهادي مشرانو سره اړیکې څنګه وې؟ هغه څنګه افغانستان ته راغی او څنګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ارزوګان په سړو غرونو کې په فرض روژه کې د ګوتو په شمار ملګرو سره وژغورل شو؟ هغه څنګه تر ارګه ورسېد او بیا یې له نړیوالو سره د خپلو ملګرو پر لانجې تر کومه ورسېدې؟ هغه ته طالبان تسلیم شوي وو، بیا ولي د هغه د سولې ژمنه چې د کندهار له طالبانو سره یې کړې وه، له خاور سره خاوري شوه؟
دا او دې ته ورته نورې پوښتنې د اغلي (بیټې ډام) په دې تحقیقاتي اثر کې ځوابېدلای شي. ما د ولسمشر کرزي په اړه ډېر کتابونه، مقالې او آن پر انټرنیټ ډېر څه لوستي، خو په دې کتاب کې مې ډېر داسي څه ولیدل چې له وړاندي مې نه و لوستي، او فکر کوم چې ددې کتاب ډېر معلومات به د لومړي لاس معلومات وي، ځکه د کتاب لیکوالې اوه میاشتې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره مرکې کولو ته انتظار ایستلی، هغې اروزګان ته هم سفرونه کړې، لنډه دا چې پر څېړنو سربیره یې د ولسمشر کرزي د ۲۰۰۱ز کال د مقاومت د وخت له ملګرو سره مستقیمې مرکې کړې او دا اثر یې چمتو کړی. زه دې اثر ته یواځې د یو څېړنیز اثر په سترګه نه، بلکي د یو پیاوړي ژوندي تاریخ په سترګه ګوم.
په کتاب کې ځیني داسي خبرې هم شته چې لیکل یې زما په اند مناسب نه و، خو مسئولیت به یې ټول د کتاب د لیکوالې تر غاړه وي، زما مسئولیت یواځې تر پښتو ژباړي محدود دی. ما د خپلې پښتو لپاره دومره چوپړ کول غوښتل چې افغان ولس په ځانګړې توګه ځوان کهول ته د بهرنیانو په عینکو کې انعکاس شوي کرښې په پښتو وژباړم او هغوی یې ولولي. ما کتاب د لیکوالې له اجازې پرته ژباړلی و، د هغې د غبرګون پر اساس مې د کتاب د پښتو ژباړل شوي اثر واک هغې ته ورکړ، چې په هره خپرندویه ټولنه کې او هر چیري خپروي، کولای شي. زما خدمت د پیسو لپاره نه، د خپلې ژبې د بډاینې په موخه دی. پر نورو هغو ځوانانو چې بهرنۍ ژبې یې زده دي، ږغ کوم چې د پښتو ژبې د بډاینې او افغان ځوانانو د وېښتابه لپاره دې په هره برخه کي اثار و ژباړي.
اوس راځم له ټولو هغو خواخوږو ملګرو مننه کوم چې ددې کتاب د ژباړې پر مهال یې له ما سره په مستقیمه او یا هم غیري مستقیم توګه مرسته کړې وي. ډاکټر فیض محمد ځلاند، شریف الله دوست سرواني، استاد محمد اصف صمیم، عبدالحمید ناصري، اغلې بیټي ډام- دهمدې اثر لیکواله، ډاکټر هدایت الله زرمت، الحاج عبدالغفور توخی، احمد جاوید خپلواک، عبدالصمد رحماني، مجیب صافی، محمد خالد نجم، او نورو هغو ملګرو څخه مننه کوم چې له ماسره يې ددې کتاب د ژباړې په برخه کې مرسته کړې وي، او له ما څخه یې نوم له لیکلو پاته شوی وي.
درناوی
آغامحمد قریشي
کابل، نوی ښار
سپټمبر ۲۹مه، ۲۰۱۴ز کال
کلیدي کسان
جان محمد (پوپلزی): په اروزګان کې د کرزي ځانګړی ملګری و، هغه طالبانو په ۲۰۰۰ز کال هغه مهال زنداني کړ چې هغوی پوه شول جان محمد له کرزي سره د طالبانو پر وړاندي د بلوا او پاڅون پلان جوړ کړی و. د سپټمبر د ۱۱مې وروسته د کرزي ډېره تکیه د جان محمد پر شبکې او ملګرو وه.
احمد ولي کرزی (پوپلزی): احمد ولي د کرزي ناسکه ورور او د هغه پروګرام د لوژستیک مسئول و. هغه د (سې ای اې) څخه تر کرزي پورې ډوډۍ، پيسې او سټلایټ تلیفونونه رسول.
سید رحیم (پوپلزی): دا کس د کرزي پیغام رسونکی و، هغه ځوان و، خو تر ډېره په روانو سیاسي چارو نه پوهېده چې څه روان و، او ولي د کرزي لپاره ملاتړي استخدامېدله.
محمد شاه (پوپلزی): دا کس د کرزي د ځانګړي ګارډ مشر و، هغه د کرزي د امنیت په موخه سویل ته تر هغه وړاندي لېږل شوی و.
حاجي مومند (پوپلزی): دا کس د کرزي دوهم ساتونکی و، هغه ته دا دنده ور له غاړي وه چې له پاکستانه تر اروزګانه یې امنیت وساتي.
حاجي فیض الله (پوپلزی): دا کس د کرزي دریم ساتونکی و، ددې کس دنده هم همدا وه چې له پاکستانه تر اروزګانه د کرزي امنیت خوندي کړي.
احمد کرزی (پوپلزی): احمد د کرزي وراره و، هغه خپل کاکا (کرزی) پر موټل سیکل له پاکستانۍ پولي د افغانستان خاوري ته واړوی.
عبدالرحیم اخندزاده (پوپلزی): دا کس د طالبانو ښوونکی (مولوي) و، کور یې په ترین کوټ کې د کرزي د خوندیتوب لپاره تر ټولو لومړی ځای و.
عبدالغني ماما (پوپلزی): دا کس د حاجي جان محمد غښتلی ملګری و، دا کس د سید رحیم په مرسته استخدام شوی و. ددې کس کور په ترین کوټ کې د کرزي لپاره دوهم پټن ځای و.
عبدالعزیز صاحبزاده (دا کس په خټه الکوزی او په عزیز اغا پیر جان هم مشهور و): د طالبانو د واکمنۍ څخه مخکي دا کس حاجي جان محمد تر مشرۍ لاندي د اروزګان ولایت د پولیسو قومندان و. هغه د کرزي ملاتړ و، هغه مهال چې ګمان یې کاوه کرزی به ولسمشر نه شي، سخت په غوسه و.
معلم رحمت الله ( پوپلزی): دا کس د پوپلزو لوی قومي مشر و، هغه مهال چې حاجي جان محمد په زندان کې و هم دی قومي مشر و، کله چې کرزي ترې د ملاتړ غوښتنه وکړه، هغه ډډه وکړه.
روزي خان: په اروزګان کې د باکرزو مخکښ مشر و، د هغه د قوم ځینو کسانو په نویمه لسیزه کې غوښتل کرزی ووژني، خو په ۲۰۰۱ز کال کې روزي خان د کرزي له خوځښت سره یو ځای شو.
هاشم خان (غلجی): دا کس د نورو قومونو پر وړاندي د کرزي ټینګ ملګری و، که څه هم هغه پوپلزی نه و، خو له کرزي سره یې ټینګ ملاتړ کاوه.
ابراهیم اخندزاده (پوپلزی): دې کس په دهراوت کې د کرزي لپاره دوهم نوم غوره کړ، که څه هم هغه پوهېدی چې د کرزي خوځښت خطرناک و، خو هغه د طالبانو سره د اړیکو له کبله د کرزي له خوځښت د بریا لپاره اغیزمن و.
ملا نقیب الله (الکوزی): هغه په ۱۹۹۴ز کال کې طالبانو ته تسلیم شو، خو د طالبانو ملګرتیا یې ونه کړل. د سپټمبر د ۱۱مې وروسته یې د کرزي په استازیتوب له طالبانو سره خبرې پیل کړې.
ګل اغا شیرزی (بارکزی): هغه اصل کې له کندهار څخه دی، هغه د طالبانو د واکمنۍ وړاندي هم د کندهار والي و. هغه د طالبانو د رژیم پر مهال له کرزي سره ګډ کار کاوه، خو د سپټمبر د ۱۱مې وروسته یې له کرزي څخه د خپل فعالیت لاره جلا کړه.
ملا محمد عمر (هوتک- غلجی): هغه د ځوانۍ پر مهال په اروزګان ولایت کې و. هغه د طالبانو د رژیم مشر و، او تر پایه د همدې تحریک مشر پاته شو.
ملا عبدالغني برادر (پوپلزی): په اصل کې د دهراوت و، هغه د طالبانو یو پیاوړی قومندان و.
ملاشفیق (کاکړ): دا کس په اروزګان کې د میراباد تنګي سیمې اوسېدونکی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دهغوی یو پیاوړی قومندان شمیرل کېده. ملا شفیق د حاجي جان محمد سخت مخالف و.
ګریګ (امریکایې): دا کس د سې ای اې مامور او کرزي د خوځښت ملاتړی او مرستندوی و.
جاسن امیراین (امریکایې): دا کس د امریکا د پوځ یو کاپټن و، هغه په اروزګان ولایت کې د کرزي د ساتني په موخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یوې ډلګۍ مشري په غاړه لرله.
جیمز ډابن ( امریکایې): د امریکايې ولسمشر بوش ځانګړی استازی و، هغه هڅه وکړه او افغانستان لپاره یې یوه نوې ادراه جوړه کړه.
عبدالستار سیرت (ازبک): سیرت د ملګرو ملتونو د جرمني په بُن کنفرانس کې هڅه کوله چې کرزی واک ته ونه رسي.
سرچینې
دا کتاب له هغو ۱۵۰ مرکو څخه سرچینه اخلي چې د ۲۰۰۷ز کال د مني او د ۲۰۰۸ز کال د ژمې په منځ کې د افغان، امریکایې، پاکستاني او اروپایې ګډونوالو په شتون کې ترسره شوي. د کتاب لیکوالې په ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۴ز کلونو کې یو ځل بیا د ځینو کسانو سره مرکې کړي او کتاب یې د دوهم ځل لپاره اصلاح او ځینې برخې یې ور اضافه کړي. مرکې په ځانګړي او یا هم په عمومي توګه ترسره شوي. د کتاب ځیني مواد له هغو مرکو اخیستل شوي چې پيژندنه یې په ټوله کې نه ده وړاندي شوې، بل لور کتاب له اړینو اسنادو، ژورنالیستانو او د څېړونکو له کړنو او معلوماتو شرچینه اخلي. که څه د افغانستان په سویل کې د ۲۰۰۱ز کال پر مهال چې څه پيښ شوي، کافي څه نه دي وړاندي شوي، خو کوم څه چې له مرکو لاسته راغلي ډېر اړین معلومات ګڼل کیږي.
سریزه
کله چې مې له افغان ولسمشر سره د لومړي ځل لپاره وکتل، هغه زما وړه ډالۍ په ورینه ټنډه ومنله. له هغه سره مې د ۲۰۰۸ز کال په مارچ کې وکتل، تر هغه یواځې یوه میاشت وروسته چې یوه ځانمرګي برید کې سل کسان وژل شوي وو، او له دې وخت څخه یوه یا دوې اونۍ وړاندي پر ولسمشر کرزي هم د افغان سرتېرو د رسم ګذشت پر مهال د وسلوالو له لورې برید شوی و، خو هغه ترې روغ وتلی و.
ولسمشر ته مې یو پټو د ډالۍ په توګه ور وړی و، پټو(څادر) د افغانستان په سویل کې نارینه ډېر په اوږو کوي، ولسمشر د ډالۍ په لیدو په تکرار راته وویل چې ښکلې ډالۍ ده. کرزی سهار مهال اته نیمې بجې په خپل تور زغروال موټر کې چې نور ساتونکي موټرونه هم ور څنګ کې و راغی، هغه دا شیبه له ډاکټره راستون شوی و، سرتېري یې هم حیران او اندېښمن ښکارېدل، د ولسمشرۍ ماڼۍ تر دروازې یې د هغه پالنه او ساتنه کوله. ولسمشر یوې پوښتنې د ځواب څخه مخکې په خندا کې راته وویل: “ ډاکټر ته تللی وم، د یوې معمولي کتني لپاره.´´
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر کرزي څلور – پنځه ملایان او دهغه مامورین ور وڅرخېدل، هر یوه یې جلا غوښتنه لرله. ځینو یې تورې درشۍ کړې وې او په وېښتانو یې جیل (غوړ) هم وهلي و. کرزی یواځنی کس و، چې په ولسي جامو کې و. له هغو کسانو سره چې پرې چاپیر و وکتل، له ځینو ته یې لاښوونې وکړې، ځینو ته یې کاغذونه لاسلیک کړل، څو شیبې وروسته یې ګرځند(مبایل) غوږ ته نیولی و د او تشریفاتو رئیس ته یې لارښوونه کوله.
ما ته یې د سهار د ناري پر مهال شل دقیقې وخت راکړ چې د هغه د ۲۰۰۱ز کال د خوځښت او هڅو اوړند ور سره وږغېږم چې هغه څنګه د افغانستان ولسمشر شو. د مرکې وخت ډېر لنډ و، ولسمشر د افغانستان له روانو حالاتو اړوند ډېر بوخت و.
زه په دې تمه وم، چې د ولسمشر څخه څه وخت د هغه له مهال ویش سره سم ومومم. ایله په اوو میاشتو کې وتوانیدم چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ور ته ورغلم. په لومړیو کې راته د ولسمشر له ویاند سره هم د مرکې کولو فرصت نه برابرېده. زه به هر کله هلته په تمه وم، خو ماته به ویل کېدل چې باید تمه نه شم. له څو میاشتو وروسته په شمال کې یوه بمي چاودنه وشوه. دا یوه ناوړه پېښه وه چې پکې یو شمیر سیاستوال او ماشومان ووژل شوو. طالبانو ددې چاودنې پړه پر خپل غاړه وانه خیسته. دا زړه بوږنوونکې وه. د ولسمشر ستومان ویاند راته وویل: “ ولسمشر به ستاسو پوښتنو ته پر کاغذ ځوابونه ووایې.´´ له هغه وروسته کرزی له هیواده بهر په سفرونو زیات بوخت شو.
له ډېرو هڅو او انتظار وروسته مې د ولسمشر د ویاند له مرستیال سره د خبرو وخت وموندلی شو. هغه په انګریزې ژبه کې کمزوری و، هغه یوازي د کورنیو رسنیو په برخه کې مسئولیت لاره. ما له هغه وغوښتل چې ولسمشر ته زما د هغو مرکو او خلکو په اړه ووایې چې ما ورسره مرکې کړې وې. ما دهغو کسانو نومونه لیکلي وو چې له کندهار او اروزګان څخه وو او په ۲۰۰۱ز کال کې د ولسمشر کرزي د سفر په اړه له هغوی سره مرکې کړې وې. دا هغه کسان و چې له ولسمشر سره یې واک ته په رسېدو کې مرسته کړې وه، او ما یې یو لنډ لیست برابر کړی و.
د کتاب لپاره ددې خلکو له لورې د ولمسشر په اړه کره معلوماتو ته اړتیا وه. د ولسمشر د ویاند مرستیال زما په خبره پوه نشو، او رډ – رډ راته کتل، خو زه ډاډه وم چي د ولسمشر کرزي له ملګرو څخه متاثره شوی و. هغه راته وویل: “تاسو خپل هوټل ته ولاړه شئ، موږ بیا درسره اړیکه ټینګوو او را وبه مو غواړو.´´ دوه ورځې وروسته ټیلفون راغی، مقابل ږغ کې راته وویل شول چې موږ له جلالتماب ولسمشر سره ستاسو په اړه خبرې کړي او ستاسو لیدنه له هغه سره شونې ده. یوه ورځ وروسته هر څه سم وو. راته وویل شول: “ ولسمشر ستاسو لپاره شل دقیقې وخت لري، تاسو باید یو نیم ساعت له ټاکلي وخت وړاندي راشئ، ځکه امنیتي پلټنې وخت نیسي.´´
ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل په زړه کې ده، له دښمن څخه لیرې پرته ده. زما ژباړن ولسمشرۍ ماڼۍ ته په یوه وړه کرولا ټویوټا موټر کې بوتلم. موټر ډېر کرار تګ کاوه، لار کې د ټرافیکو ګڼه ګوڼه وه. د سړکونو ترڅنګ رېړۍ له میوو ډکې وې، یو مسجد چې شنه کمبده یې وه ښکاره شو، ډېرې میرمنې مې په شنو برقو (چادریو) کې ولیدې چې سوال یې کاوه. موږ یوه دنګ دېوال ته ورسېدو چې ترمخې یې له ریګو ډکې بوجۍ پرتې وې، له سوریو د کلاشنکوفونو چښکې راوتې وې. ددې دنګو دېوالونو دننه یواځې ولسمشر کرزي ژوند نه کاوه، بلکي د (سې ای اې) کارکوونکو، د ملګرو ملتونو او امریکا ډيپلوماتانو هم ژوند کاوه. زموږ له کرولا موټر سره نور نظامي موټرونه چې پکې نظامي کسان وو یو ځای شول. په ښار کې زغروال جیپ موټرونه نه تم کېږي، د موټرونو په سر کې د مبایل سګنال بندونکې الې وې چې د ریموټ کنټرول بمونو د چاودنې مخه ونیسي.
د امنیت ساتونکو زموږ موټر وکتی، زما ژباړن ورته وویل چې دا (بیټای ډوم) ده. هغه سترګې غټې کړې له کړکۍ یې راته وکتل ویې ویل: “اه! شنې سترګې!´´ اجازه یې راکړه موږ مخته ولاړو. زما نوم یې په مخابره کې ورته ووایه، له څو امنیتې تلاشیو تېر شوو، چې بلاخره ماڼۍ ته ننوتو.
د تلاشۍ په اخرې پوسته کې حالت ترینګلی و. موږ ماڼۍ ته نږدې و، ژباړن مې وپوښتل : ” چې ایا زه نشم راسره تللای؟” نه ؛ ما ژباړن ته اړتیا نه لرله، ځکه ولسمشر په انګریزي ژبه خبرې کولی شي. له ما څخه په دې تلاشۍ پوسته کې زما قلمونه او بسته رانه واخیستل شوه، یواځې یې د ثبت ماشین راته پرېښود. یوه محافظ راته د چای ست وکړ، زه ورته مسکۍ شوم، د چای ست کول افغان دود او مېلمه پالنه ده.
زموږ لومړی لیدنه د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه لوی تالاره کې وشوه. دا ودانۍ د (ګل خانې ماڼۍ) په نوم یادېده. زه خاموشه وم، د ودانۍ کمبدې د مامورینو د تګ پر مهال د هغوی د بوټونو د ږغ ازانګه او انعکاس کاوه. په وانۍ کې امنیتې ساتونکي یوې خوا بلې خوا ته غلي تېرېده ، زه د زینو تر څنګ څو شیبې تمه شوم، وروسته د زینو تر څنګ مخته ولاړم، په برنډه کې سره غالۍ هواره وه. په لار کې د (باکنګم) ماڼۍ په څېر دوه ساتونکي د احترام په توګه ولاړ وو. زینو ته مې ور پام شو، دې زینو د کابل د ظلمونو شاهدي ورکوله.
د افغانستان وینه تویونکې جګړیزې کیسې، د مشرانو ترمنځ زړه بوږنوونکی جګړې او په اړه یې معلومات دلته لیکل کېږي. په ۱۹۷۸ز کال کې همدلته په همدې ماڼۍ کې د افغانستان تر ټولو لومړی ولسمشر داود خان او دهغه کورنۍ کمونستانو ووژل. دهغوی جسدونه د زینو ترڅنګ پراته وو، چیرې چې اوس غالۍ پرې هوارې وې. د داود خان قاتلین یو کال وروسته افغانستان ته د شورویانو د راتګ لار پرانیستل، او له دې سره د یوې اوږدې جګړې ور پرانیستل شو. کله چې شورویان له هیواده ووتل، افغانانو په خپلو کې جګړه پیل کړه، ولسمشر نجیب الله هم نوره ګزاره نشوالی کولای. له هغه وروسته د جګړو پر مهال، ولسمشرۍ ماڼۍ به په وار – وار محاصره کېدل. په ۱۹۹۶ز کال کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغوی هڅه وکړه ؛ پخوانی ولسمشر نجیب الله یې ونیوی، په موټر پسې یې وتاړه، شکنجه یې کړ، ویې ویشتی او بلاخره یې د ولسمشرۍ ماڼۍ مختي ته په څلور لارې کې راځوړند کړ. دهغه جسد هلته د څو ورځو لپاره ځوړوند و، پړې یې غاړه نیمه ور غوڅه کړې وه.
کله چې ولسمشر کرزي د سهار لیدنې پای ته ورسولې، زه یې د مجلسونو یوې ښکلې کوټې ته ور وغوښتم، د کوټې دېوالونه سپین او چت یې ډېر ښکلی جوړ شوی و. ولسمشرۍ ماڼۍ ټوله له سره د پخوا په څېر رغول شوې وه. خو له ماڼۍ بهر له خښتو او دېوالونو لا هم د ورانیو او تاریخ وړې نښې ښکارېدې. موږ د یوه نري میز په سر کې کښېناستو، دې میز ته دېرش څوکۍ پرتې وې. د میز په سرکې دوې څوکۍ ځانګړي شوي وې.
ولسمشر د خبرو په پیل کې راته وویل: “ښه نو له اروزګانه یې پیل کړم.´´ ورته مې وویل: “ هو´´ شیبې به ښایې هغه ته هم دا بل ډول ښکارېده چې یوه غربۍ په افغانستان د ولسمشر کیسه لیکي. زه څوک وم چې ددې ټولنې په اړه څه ولیکم او په اړه يې سمه پوه شمه؟ خو ما ولسمشر ته څرګنده کړه چې زه دهغه د ۲۰۰۱ز کال خوځښت په اړه د لومړي لاس شاهدانو سره د مرکو او خبرو پر بنسټ غواړم څه ولیکم. یو ځل بیا مې د هغوی کسانو نومونه مخي ته کړل چې ما ورسره له وړاندي مرکې کړې وې. ولسمشر زما د مرکو په خبرېدو هېښ او خوښ شو، هغه راته وویل: “ څه؟ رښتیا؟ تاسو له هغو ټولو خلکو سره خبرې کړې؟´´ داسي راته ښکارېدل چې ولسمشر به د بوختیاوو له کبله ما پرېږدي، او ولاړ به شي. زموږ تر شا ولاړ ساتونکي په توره درشي کې و، هغه نېغ کتل او شا وخوا یې څار کاوه چې داسي نه کومه بلا پېښه شي. ولسمشر یو ځل بیا په خبرو شو، راته ویې ویل: “ ته پوهېږئ؟ دا کار تر اوسه کوم بل کس نه دی کړی.´´ زه پوه شوم چې د ولسمشر پام مې ځان ته کړ، هغه راته وویل: “ تمه سه، راځه چې چای له عصل سره وڅښو بیا به خبرې وکړو. ډوډۍ او نور هر څه شته. ´´ ولسمشر راته په مېلمه پال ډول وکتل، له مای یې وپوښتل چې قهوه، چای او که نور څه د ناشتې لپاره خوښوم؟ ولسمشر د ساتونکي ترڅنګ ولاړ کارکوونکی راغوښت، له دې سره ولسمشر یو ځل بیا په خوښۍ په خبرو شو: “ په اروزګان کې به مې داسي پټو پر اوږو کاوه چې تاسو راته ډالۍ کړ، امریکایانو راته یو کوټ راکړی و، هغه به مې اغوستی و، بیټې! هماغه کوټ مې تر اوسه له ځان سره ساتلی دی. که څه هم هوا ډېره سړه وه، خو له ماسره کافي جامې نه وې، دا چې هوا سړه وه نو امریکایانو کوټ راکړ.´´ ولسمشر یو ځل بیا د خپل خوځښت د پیل شیبو ته ور ستون شو، ښایې ټولې ترخې خاطرې یې یادې شوي وې. هغه وویل: “ زما کسان هماغلته وو، هغه کسان چې له ماسره یې له وخته پېژندګلوي لرله، بیټې! په رښتیا سره اروزګان زما د مقاومت او خوځښت مرکز و.´´ په حقیقت کې په ارزوګان کې د کرزي ملګري د کرزي اتلان وو، او کلکه یې دهغه ملتیا وکړله.
ولسمشر ږغ وکړ چې قدیر را وبلئ، زه پوه شوم چې هغه له قدیر سره خبرې کول غواړي، ما له وړاندي ورته وویل چې زه قدیر پيژنم. اوغوښتل مې ولسمشر پوه کړم چې ما له وړاندي له قدیر سره مرکه کړې وه. ما غوښتل یواځې اوس له ولسمشر سره وږغېږم، ځکه زما وخت هم تنګ و، خو ولسمشر زما خبرو ته ور پام نه شو. قدیر د ولسمشر د لومړي مقاومت او خوځښت ملګری دی، هغه د ارزوګان ولایت له لویدیځ اړخ دهراوت څخه دی. کله چې ولسمشر کرزی واک ته ورسېد، هغه قدیر له ځان سره ولسمشرۍ ماڼۍ راویست. ولسمشر وویل چې قدیر د لسم ریاست مشر و، له لسم ریاست څخه یې هدف د افغانستان د ملي امنیت له څانګې و، چې د بهرنیو استازو، دهغوی د دفترونو، استوګنځایونو، او په کابل کې د سرینا هوټل د ساتنې دنده ورله غاړي وه. د قدیر دفتر هم ولسمشرۍ ماڼۍ په حریم کې دننه و، قدیر زموږ د ناشتې پر مهال را څرګند شو. ولسمشر پرې ږغ کړل: “ وګوره، دا بیټي نومېږي، دا زموږ د لومړي مقاومت او خوځښت په اړه څېړنه کوي. ´´ ما او قدیر په اشاره کې روغبر وکړ. ولسمشر یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ: “ بیټي! دا جنرال دی، زما نږدې ملګری دی. ” څوک چي د چا هڅو ته درناوی وکړي، ګټونکي کېدای شي “، دا هغه کسان دي چې زما هڅې یې راسره پاللي او باید دوی هم وستایل شي. ایا تاسو حاجي حفیظ الله پېژنئ؟ تاسو باید له هغه سره هم وګورئ. هغه له ماسره پر موټر سیکل و چې موږ له پاکستانه افغان خاورې ته واوښتو، اوس هغه په عرب امارت کې د افغانستان په سفارت کې کار کوي. ´´ ښایې کرزی پوهېدی چې زه په دې پوه وم چې حفیظ الله د هغه د مقاومت پر مهال په ۲۰۰۱ز کال کې یو ساتونکی و. ولسمشر په دې اړه وویل: “ هو حفیظ الله زما ساتونکی و، خو هغه له وړاندي اقتصاد لوستی و، هغه په ابو زبۍ کې زموږ په سفارت کې اول او یا دوهم سکرتر دی. ما ته ولي پر وخت نه ویل کېدل چې بیټي په افغانستان کې ده؟ ´´ ولسمشر خپل ویاند ته مخ ور واړوی، هغه وارخطا ښکاره شو، زه پوه شوم چې دهغه زما انتظار وریاد شو. ولسمشر رانه وپوښتل: “ تاسو د څومره وخت لپاره دلې یاست؟ وخت لرئ؟ ایا محمد شاه سره بلده یاست؟ شاه د کندهار په هوايې ډګر کې دی، ما وسره خبرې کړي، هغه راځې دلته، دوه اونۍ وړاندي زما د امنیت مشر ټاکل شوی.´´ محمدشاه ځیرک او وېښ انسان دی. ولسمشر ته مې وویل چې له هغه سره بلده یم.
ما او ولسمشر د ۲۰۰۱ز کال د مقاومت ګډونوالو کسانو نومونو ته ولاړو، له هغو څخه یې ډېر اوس د کرزي په اداره کې په دندو ګمال شوي وو. له دې کسانو څخه یې ځینې د هلمند او کندهار هم وو، خو د هیواد له نورو سیمو هم پکې کسان و، او دا لړلیک لوی لوی لیست جوړېده. دا هغه کسان و چې د ولسمشر کرزي سره یې واک ته په رسېدو کې همکارۍ کړې وې، او کرزی به یې هیڅکله هیر نه کړي. ولسمشر وویل: “ دا زما کلیدي کسان وو.´´ دولسمشر له هغه د ملاتړو امریکایانو نومونه هیر و، وروسته یې یاد شول چې ورسره کاپټن جاسن امیراین ملګری شوی و.
کله چې مې له ولسمشر کرزي څخه د (سې ای اې) په اړه وپوښتل ، ولسمشر د سي ای اې موجودیت رد کړ، او ویې ویل : له ما سره د سي ای اې کسان نه وو. ما په دې اړه ډېره پلټنه وکړه، اروزګان ولایت ته مې هم سفرونه وکړل، د کرزي له ملګرو مې هم معلومات واخیستل چې په پایله کې دا راته جوته شوه چې له کرزي سره د سي ای اې کسان و، که څه هم هغه نه غوښتل دا خبره بربنډه کړي. څه موده وروسته یو ځل بیا له ولسمشر سره د یوې اوږدې مرکې په موخه مخ شوم، له هغه مې وپوښتل چې (ګریګ) پيژنئ؟ ولسمشر کرزی شیبه خاموش شو، راته څرګنده شوه چې ولسمشر کرزی نه غواړي د سي ای اې پر کردار او رول وږغېږي. وروسته یې راته وویل: “ ګریګ!، ګریګ خو زما ملګری دی، ته یې څنګه پيژنې؟ ´´ ولسمشر کرزي خبرې کولې، خو د خبرو پر مهال بل اړخ باندي وږغېدی، اصل هدف یې راته روښانه نه کړ. کله چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو پر مهال ما د خپلې څېړنې لپاره مرکې کولې، ګریګ په افغانستان کې د سي ای اې مشر و، هغه د ولسمشر کرزي نږدې ملګری هم و. او هر کله به یې له ولسمشر سره دهغه په دفتر کې کتل. ولسمشر ولاړ شو، له مایې وپوښتل چې ایا د ولسمشر او ګریګ د اروزګان د وخت ګډو انځور غواړې؟، ما په بیړه ور غبرګه کړه چې هو غواړم يې!
ولسمشر کرزي د اروزګان ولایت په اړه ستاینه راته وکړه، هغه راته وویل: “ اروزګان ته ولاړه شه، هغه ډېر ښکلی ځای دی.ښه میلمه پالنه، خوندورې مستې او د میوو باغونه یې نوم لري.´´ دا دی اته کلونه په تېرېدو و، خو د ولسمشر لا له اروزګان سره ټینګه مینه وه، اروزګان ورته بریا ورکړې وه.
اروزګان ته د تلو مختلفې لارې او فرصتونه موجود و، که مې غوښتل د جان محمد خان په هیلي کاپټر الوتکه کې ولاړه شمه، که مې غوښتل د جان محمد د کورنۍ د نږدې کس مطیع الله سره د موټر په کاروان کې ولاړه شمه، او یا مې غوښل د کرزي له یوه ملګري چې اوس سناتور و، له هغه سره ګډه ولاړه شمه. مطیع الله د اروزګان ولایت دی، او له ولسمشر کرزي سره یې هم همکارۍ کړې، هغه له کندهاره تر ترینکوټه د ناټو د کاروانونو د امنیت په برخه ډېرې پیسې پیدا کړلې. په پایله کې مې دا خوښه کړه چې خپله ترینګوټ ته لاړه شم، هلته له عزیز سره تمه شوم، هغه هم له ولسمشر کرزي سره په ۲۰۰۱ز کال کې همکاري کړې وه. وروسته هغه هند تللی و، هلته یې د زړه درملنه کوله، چې لګښت یې هم ولسمشر په غاړه اخیستی و.
ولسمشر کرزي ته معلومات و چې زه چیري اوسېدم، دا د ولسمشر کرزي خاصیت دی چې هغه له خپلو افغانانو سره اړیکې ساتې او ملګرتیا پالي. که کوم څوک د ولسمشر کرزي له ډلې وي، نو جوته ده چې له هغه سره به په تماس کې وي. هغوی به ولسمشر ته د هر څه په اړه معلومات ورکول. دا چې د ولسمشر کرزي په اړه څه لیکم، نو اړینه ده چې دا ووایم چې د ولسمشر کرزي ډېره تکیه پر خپلو کسانو وه، په دې کتاب کې به تاسو د ولسمشر کرزي د ملګرو په اړه معلومات واخلئ، دهغو په اړه چې ځانونه یې لوړو منصبونو ته ورسول او پیسې یې هم پیدا کړې. والیان یې میلیونران کړل، د پولیسو قومندانان یې ډیکټاټوران کړل، او په حکومت کې یې له همدې کرښو فساد پیل شو. له بل لورې همدې کړنو هم جګړه وزېږوله، مالفین او مخالفې ډلې راپیدا شوې. د ولسمشر کرزي کسان که څه هم په رسمي میز نه ښکارېدل، خو دهغه د کور په شاوخوا کې به چاپیر وو. د شپې له اړخه چې ورته ښې ډوډۍ هم برابري وې په خپلو چارو، قومي مسائلو او نورو دې ته ورته کارونو ږغېدل. دا هغه څه دي چې افغان سیاست څنګه چلېږي، دا ډول قوم ته غیري رسمي لیوالتیا ښودل د افغانانو د سیاست لوری او کړنلاره راښیئ.
خکلی کتاب دی خو مکمل به خپور شی أو که نه
ټول خپرېوږي
اسلام علیکم امید لرم چی جور به یاست حامد خان کرزی ته زه ده یو نامتو کامیابه او زره لرونکی شخصیت په سترگه گورم زما په ژوند کی مثبت رول لری او تر دیره حده راته گران دی دافغانستان په جوریدو کی ترهر سه تیر سوی دی خدای پاک دی اباد لری