شینډنډ

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د هرات د سفر په لړ کې اعلان وکړ چې د شینډنډ پراخه او ګڼ نفوسه ولسوالي به په درو ولسوالیو ووېشي.

ښاغلي غني د هرات له یو شمېر خلکو سره په کتنه کې وویل چې شینډنډ د افغانستان تر ټولو لویه ولسوالي ده او هغه به په درو ولسوالیو ووېشي څو د دې سیمې د خلکو ستونزې کمې شي.

په تېرو کلونو کې د شینډنډ اوسېدونکو غوښتنه کړې وه چې شینډنډ دې په ولایت بدل شي ځکه چې هم یې نفوس زیات دی او هم یې ساحه پراخه ده.

ګومان کېده چې ولسمشر غني به د هرات د ننني سفر په ترڅ کې اعلان وکړي چې شینډنډ د افغانستان پنځه دېرشم ولایت دی.

ولسمشر غني د هرات له چارواکو وغوښتل چې د شینډنډ د وېشلو پلان جوړ کړي.

د دې ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي چې له شینډنډ څخه جوړېدونکي ولسوالۍ دې د کاپیسا د کوهستان او د میدان وردک د بهسود ولسوالیو په شان په ورته نومونو په څو برخو یا حصو ووېشل شي.

1شینډنډ د هرات په جنوب کې د فراه او ایران په پوله کې پرته ولسوالي ده. دا ولسوالي د هرات د نورو ولسوالیو په پرتله نارامه ده. د هرات د چارواکو او خلکو په وینا په شینډنډ کې د ناکرارۍ یو اصلي علت دا دی چې دا ولسوالي ډېره ویړه او پراخه ده چې د اوسنیو اداري تشکیلاتو په صورت کې یې کنټرول ګرانه دی.

دا هرات ته د ولسمشر غني دوهم سفر دی. هرات یو له څو ولایتونو څخه دی چې نوی والي ورته ګومارل شوی دی.

ولسمشر غني په هرات کې د ایټالیا له صدراعظم سره هم وکتل.

ولسمشر غني دا هم وویل، په یو کال کې به انشاالله هرات لومړنی ولایت وي چې دوامداره برېښنا به لري.

ده همداراز وویل:«په پام کې وه چې برېښنا له ترکمنستان څخه مزارشریف، له هغه ځایه کابل  او بیا کندهار ته راشي، خو د ترکمنستان له ولشمر سره په خبرو کې مې د برېښنا د حرکت دغه ډول په نېغ خط بدل کړ چې برېښنا مستقیمه هرات، نیمروز، فراه،  هلمند  او کندهار ته ورسوو.  تر څنګ به یې د اورګاډي پټلۍ، د غازو نل لیکه او نوري فایبر هم وي.»

ده د کمال خان بند د دویمې برخې د کار د پیلولو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې هرات باید د وسپنې د دوو پټلیو د تقاطح نقطه شي. نوموړي دا هم وویل چې هرات باید د اتصال په نقطه، د اسیا په څلور لار او  د تفکر  د ایجاد  په مرکز بدل شي.

شینډنډ
شینډنډ
3 thoughts on “ولسمشر غني اعلان وکړ چې شینډنډ به په درو ولسوالیو ووېشي”
  1. خوست کې همداسې دنيکه دوخت لمپې ته ناست يو زموژ دبرق غم هم درسره وخوره

  2. د افغانستان دولت کولای شی د هرات او فراه له ولایتونه یو څو ولسوالی جدا او له شینډنډسره یوځای کړی او یو نوی ولایت د سیمی د خلکو د خوشحالی او سوکالی لپاره جوړ کړی. فکر کوم له دایکندی او پنجشیر نه به د دی سیمی د خلکو مشکلات څو ځله زیات وی. د شینډنډ د ولایت په جوړیدو سره به له یوی خوا د خلکو ستونزی حل شی او له بلی خوا به د دولت حاکمیت په دی نوی ولایت ټینګ او اقتصادی پرمختګ ته به لاره هواره شی.

  3. د هرات او فراه ولایتونه د وسعت له امله الحمدالله ډیر لوی دی خو د خلکو لپاره چی غواړی خپلی ستونزی په دولتی دوایرو کی حل کړی د ولایت او یا د ولسوالیو د لری والی او اوږدی فاصلی له امله یوه ورځ مکمله په تګ او راتګ کی تیریږی. د نوی ولایت په جوړیدو به پورتنی ستونزی یو مقدار حل شی. دوه ولایتونه ښاغلی کرزی جوړ کړل ،دایو خو د ښاغل احمدزی له توانه پورته کار نه دی.

ځواب ورکول شيرمحمد تڼيوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *