د ولسي جرګې د یوه غړي انورسادات پرضد لاریون

افغان  ملي غورځنګ له ملي ارزښتونو څخه د  ننګې لاريون وکړ

نن د افغان ملي غورځنګ په زرګونو پلويانو او د يو شمېر مدني ټولنو غړو د ولسي جرګې د سرپُل ولایت د یوه غړي انورسادات پرضد د کابل د دهمزنګ له درې لارې څخه تر ملي شورا پورې لاريون وکړ.

لاریون والو ویل چې دا لاریون د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي وياړونو په ننګه او دفاع کې کوي.

دوی، چې د ملي يووالي شعارونه يې ورکول، پښتنو ته د سپکاوي له کبله د انور سادات او همداراز لويې جرګې ته د سپکاوي له کبله د ميرويس ياسيني د محاکمې غوښتنه کوله.

کله چې لاريون کوونکي د ملي شورامخې ته ورسېدل، د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازی، ارين يون، ساهره شريف او نسيمه نيازۍ د لاريون کوونکو هرکلي ته راووتل او هغوی ته يې ويناوې وکړې.

 وروسته د لاريون کوونکو په استازېتوب يوولس تنو د ولسي جرګې له رييس عبدالرووف ابراهيمي سره وکتل. ابراهيمي ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې به د ولسي جرګې له استازو سره شريکوي او په اړه به يې يوه ګډه پرېکړه کوي.

د لاريون کوونکو استازو په پای کې د ولسي جرګې رييس ته وويل، چې دوی لويې څارنوالۍ ته هم عريضه کړې ده او خپلې غوښتنې له ولسي جرګې سره هم شريکوي، که چېرې يې غوښتنې ونه  منل شي او بيا د  ملت په کور کې د ملت سپکاوی وشي، دا ځل به دوی ملي شورا او لويې څارنوالۍ ته مراجعه نه کوي، بلکې له هغه وکيل سره به حساب کوي چې ملت ته يې سپکاوی کړی وي.

د سرپل د یوه وکیل پرضد لاریون
د سرپل د یوه وکیل پرضد لاریون

د لاریون په پای کې دوی دا پرېکړه لیک صادر کړ

د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو نه د دفاع

د نړۍ په هر هېواد کې يو شمېر داسې ارزښتونه دي چې دهغه هېواد ټول وګړي يې د ملي ارزښتونو  په توګه د درناوي مکلفيت لري. د بيان آزادي په دې مانا نه ده چې هر څوک هر څه وويلای شي، بلکې د هغې پر وړاندې هم سرې کرښې او بريدونه څرګند وي. ملي هويت، ملي ارزښتونه او ملي وياړونه د يوه هېواد ملي حريم ګڼل کېږي او له هرډول تېري څخه خوندي وي. له بده مرغه په افغانستان کې د نورو ډېرو ټولنيزو ارزښتونو  تر څنګ اوس د بيان ازادۍ هم د ملنډو بڼه غوره کړې ده. د ملت هغه کور چې د هېواد  له ملي او معنوي ارزښتونو باید دفاع وکړي، اوس په خپله ملت ته د توهين په کور بدل شوی دی.

که په تېره يوه لسيزه کې جرم، جنايت، فساد او جاسوسۍ ته د چارواکو له خوا په لوی لاس جواز ورکړل شو، اوس د افغان ملت هويت، ارزښتونو، وياړونو او اساسي قانون ته سپکاوی هم ورو وروعادي کېږي. پرديو ګوډاګيانو اوس خبره دې ځايته رسولې، چې د  افغان او افغانستان نوم د ځان  لپاره ننګ ګڼي؛ د ملي سرود او ملي بيرغ پر ځای په يو شمېر پردي پالو رسنيو کې براعلی تنظيمي سرودونه غږول کېږي او پردي بيرغونه رپول کېږي.

د افغانستان له منتخب ولسمشر او د ده له حکومت څخه دا تمه وه، چې د  ملي يوالي او ملي هويت د پياوړتيا لپاره به د يوې دقيقې ستراتيژۍ له مخې کار کوي، خو له بده مرغه د قومونو ټېکه داري په لوی لاس داسې بلواکه جنګسالارانو ته  وسپارل شوه، چې خپله بقا او ګټه د افغان ملت په سپکاوي او ملي نفاق کې ګوري. يوازې په تېره  اونۍ کې موږ  د دې شاهدان يو چې څنګه د ملت په کور!؟ کې د اساسي قانون شپاړسمې مادې ته سپکاوی وشو، د افغانستان د ملي ارادې تاريخي مظهر لويه  جرګه مردوده وګڼل شوه او د افغانستان ترټولو لوی قام پښتنو ته سپکې سپورې وويل شوې، خو هېچا يې پر وړاندې غبرګون ونه ښود. دا ځکه چې اوس د افغان ولس د ښو او بدو  پرېکړه د جنګسالارانو او درغلګرو په لاس کې ده. کله چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ جويا جنګسارالانو ته ګوته ونيوه، نو سمدستي له ولسي جرګې څخه وشړل شوه، خو کله چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي په ډېرې بې شرمۍ سره ملي ارزښتونو، ملي هويت او د افغانستان شريفو قومونو ته سپکاوی کوي، د يوې عادي مسألې په توګه له سره تېرېږي.

څرنګه چې واکمنې ادارې افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي وياړونو ته د سپکاوي پر وړاندې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي، افغان ملي غورځنګ نور نه شي کولای لاس تر زنې کښېني او د خپلو ملي مقدساتو د سپکاوي ننداره وکړي. موږ د دې تر څنګ چې د لومړني غبرګون  په توګه د افغانستان لويې څارنوالۍ ته هم  يوه عريضه سپارلې ده، د خپل سوله ييز لاريون له لارې پر ملي شورا غږ کوو، چې:

v    د هغې رويې له مخې چې ملالۍ جويا له ولسي جرګې څخه وايستل شوه، افغان ولس ته د سپکاوي له کبله دې سيد انور سادات سمدستی له ولسي جرګې څخه وشړل شي او د جزا قانون د ۲۳۳ مادې له مخې قومي تبعيض ته د لمن وهلو له کبله او د ۲۴۰ مادې له مخې افغان  ولس ته د توهين  له کبله دې محاکمه شي.

v    د ولسي جرګې لومړی مرستيال  مېرويس ياسيني، چې د افغانستان ملي او تاريخي مؤسسې لويې جرګې ته يې سپکاوی کړی، بايد سمدستي د ولسي جرګې له غړيتوب څخه خلع شي او د جزا قانون  د ۲۴۶مادې له مخې لويې جرګې ته د سپکاوي له کبله محاکمه شي.

v    موږ د افغانستان له قضايي ادارې څخه کلکه غوښتنه کوو، چې د بلخ والي عطا محمد نور په څېر کسان چې د افغانستان ملي بنسټونو او ملي هويت ته سپکاوی کوي، سمدستي له خپل مقام څخه لرې او د پورتنيو موادو پر بنسټ محاکمه کړي.

v    موږ د افغانستان له ولسمشر، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ څخه کلکه غوښتنه کوو، چې نور دې له  افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او مقدساتو د قانون په چوکاټ کې کلکه ننګه او دفاع وکړي او افغان ولس دې ته اړ نه کړي چې د دفاع چاره پر خپله غاړه واخلي او پاڅونونو ته مخه کړي.

v    موږ د  افغان  پر مېړني ولس غږ کوو، چې د ملي یووالي له لارې د بهرنيو دښمنانو او کورنيو ګوډاګيانو هر ډول دسيسې شنډ کړي او د ملي خاينانو کړه وړه د هغوی د شريفو قومونو له حساب څخه جلا وګڼي.

v    په پای کې موږ خبرداری ورکوو، چې که چېرې د افغان ملي غورځنګ غوښتنې ونه منل شي او له ملي نواميسو څخه د دفاع په  لار کې افغان  دولت خپل مکلفيتونه ترسره نه کړي، نو د راتلونکو غبرګونونو د عواقبو پړه به يوازې د دولت پر غاړه وي.

4 thoughts on “د سرپل د یوه وکیل پرضد په کابل کې لاریون وشو”
  1. د افغان ملی غورځنګ غړو ستاسو له دی افغانی او اسلامی اقدام نه مونږ ټول افغانان ملاتړ کوو. ستاسواقدام پرځای دی . هیواد او زمونږ ویاړونو ته باید احترام او درناوی وشی . وطن دوستی د ایمان جز دی . که مونږ خپل ځانونه و پيژنو او خپل تاریخ ته درناوی وکړو نو هیڅ یرغل ګر او د پردیو ګوډاګیان به ونه شی کړی چی زمونږ خاوری او خلکوته په بده سترګه وګوری. که مونږ د پخوا په شان بی تفاوته پاته شو او هر ګوډاګی او جاسوس چی وغواړی یرغلګرو ته خوشخدمتی وکړی او مونږ ورته رڼې رډ‎ڼې وګورو، نو نتیجه به یی دا وی چی هیواد د پردیو له غوښتنی سره سم تجزیی او ټوټوی کولو ته برابر کړو او بیا به هیڅ په لاس نه راځی.

  2. ازهمه اولتراين موفقيت را برائ تمام همو طنانم تبريك عرض ميدارم، اينكه ازتيكه داران چوكي كه با مسند چوكي تكيه زده اند بجز از جمع كردن پول كدام مسوليت دكه را احساس نميكند منظورم كساني است كه به رائ مردم وبه خون مردم به ان مقام رسيده است جز خدمت به جيب خود اويختن حلقه غلامي به گردن خودكدام فكر ديگري در سر خود ندارند اگر يكنفر از قوم هزاره به يك نامي قانوني يا غير قانوني صدائ خودرا بلند كند از معاون اول گرفته تااخريين فرد انها روي سركها ميبرأيند يك نفر انها در كابل مشكلات دارد ولي تهصن غذائ در با ميان بخطارش ميشود فلم سنمائ در هندستان جور ميشود ولي اينها چف خودرا نميگرد صدائ خودرا بلند ميكند وتا جائ كه ديديم صدائ ايشان شنيده هم شده است واضا فه از خواسته هائ شان ، پس ارام نشستن ما به اين معنا است هر چيزي كه انهاميگويند درست است وما قبول داريم ، به اميد اينكه اين هركت هركت اخرين نباشد واين شروع هركت باشد تا دوست ودشمن از خواب غفلت بيدار شده وواقعتها را بپزيرند ، به اميد موفقيتهائ مزيد اين جوانان با درك

  3. زه صر ف یو نظم ستاسو سره شریکوم او زما هیله چئ د تاند چلوونکی دی دا نظم خپل پاڼی ته پورته کړی ځکه زه ددی پاڼی امیل ادرس نه لرم چئ هلته وزشم

    الله للو للو
    خوب دی در شی د لیمو
    راو یښ نه شی پښتنو
    کړی خو بونه تر غرمو
    یو و بل ته په ښکنځلو
    په وهلو ، ټکولو
    ستړی مه شی پښتنو
    الله هو للو للو

    سپکا وی د یو بل مه کړی

    ها غلجو ها درانو
    یوه لار یوه ارشو
    په څو لارو ځی تر ځو ؟
    څنګه درومی ها سپیرو
    د نفاق په کر وندو
    تر څو ژاړی له پردو
    ها غلجو ها درانو

    ټوله یو شوه ټوله یودی
    درومی په اغزو
    یو وبل ته لاس ورکړی
    په هنر په مکیزو
    په تیارو باندی چې راشی
    یو دبل لاس په اوږو
    خوب دی در شی د لیمو
    را ویښ نه شی پښتنو
    کړی خوبونه تر غرمو

    ها غلجو ها درانو
    دیو ذات د یوه دین یاست
    د یو کور یوه پښتو
    یوه ور ځ سره یو نه شوی
    یو بل وژ نی په جړو
    هلی ، هلی ژر را ویښ شی
    ژر شی ، ژرشی وایم ویښ شی
    هلی ، هلی میړنو
    تار یخ بیا په لاس کئ واخلی
    یه ښا غلو پر نو
    تاو لا سونه یو تر بل کړی
    غیږی ور کړی د پښتو
    یو وبل وته مسکی شی
    در ګو هر شیندی له خو لو

    الله هو للو للو
    هلی ویښ شی پښتنو
    که نه لا ړلاست ویده شواست
    د قیا مت تر نښا نو
    هلی ، هلی لمر را وخوت
    مغل و یښ دی پښتنو
    تا سو وړاندی شی سر کښیږ دی
    و الله ته په سجدو
    هلی هلی ژر را ویښ شی
    ژر شی ، ژرشی سره یو شی
    ها غلجو ها درا نو
    مه کړی مه کړی نور خو بونه
    میړ نو و ګلا لو
    سره یو شی سره یو شی
    درو می درومی
    پل په پلو
    ها غلجو ها درانو
    ها آغلو پښتنو
    پر وین سید

  4. دافغانستان دملی غورځنګ دځوانانودلاریون څخه په کلکه ملاتړ کوم اوباید دانورسادت پشان دایران اوپاکستان اونوروهیوادونولاسپوڅی چه دافغانانوسترقوم ته توهین کوی باید په سخته سزاورسول شی ترڅوپه راتلونکی کی ددغسی تیروتنومخه ونیول شی که نه نودپښتون دقوم غوصه وهرچه ته مغلومه ده ځکه چه کچیری مو پری راهی کړل بیا به یی بریک په ازبکستان تاجکستان اوایران اواسلام اباد هم ونه لګیږی په اخر کی دخدای پاک څخه دتولوافغانانودیوموټی کیدوغوښتنه کوم

ځواب ورکول ملاعبدالرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *