له دخل څخه يې غټ نوټونه له ځانه سره واخيستل، په ځيږو ګوتو يې يو يو وشمېره. لږه شېبه چرت يووړ، له چوکۍ پورته شو او د دوکان په الماريو يې ځغلنده نظر واچاوه. د سګرېټ اخري لوګی يې له پزې او خولې په يو ځای راووت، په تلو کې يې زوی ته وويل:
ـــ دوکان کې کلک کېنه، له مکتبيانو لرې ګرځه، ولاکه يوهم د سړي زوی پکې وي، چې ورسره ودې نه وينم، زه سودا پسې ځم.
زوی يې سر ورته وښوراوه او کرار پر زړې او خيرنې چوکۍ کېناست.
شېبه وروسته يې د ده په عمر دوه هلکان دوکان ته راغلل، يو بل خوا يې وکتل. په دوکان کې راوګرځېدل، يخچال ته ورتېر شول، دوه د انرجي بوتلې يې راواخيستې. هلک ته يې وويل:
ــــ په هغو پيسو کې دا دوه انرجي هم حساب که، له پلار دې ولاکه بل ډول پيسې ووځي. د بوتلونو سرونو يو ځای ټس وکړ، دواړو سره وخندل او له دوکانه ووتل.
شېبه وروسته يو دولتي رېنجر موټر راغی، دوه پوليس ترې ښکته شول، قومندان ښيښه ښکته کړه او هلک ته اشاره وکړه، چې خوا ته يې ورشي. په آمرانه انداز يې هلک ته وويل:
ـــــ اوړه، غوړي، بوره او…… به موټر ته واچوې، پلار ته دې ووايه چې زما او ستا حساب شته، هغه به بيا وروسته وکړو،اوس به دا سودا ورکړې، که پيسې مو راباندې واوښتې خو دربه يې کړم او که نه په دې کې به خلاص شي.
په پوليسو يې غږ وکړ:
ــــ هله شئ له هلک سره کومک شئ، سامان موټر ته ورپورته کړئ.
هلک بې چورته پر لرګينې کلکې څوکۍ کېناست، غرمه کور ته نه لاړ. په المارۍ کې يې کېک ته لاس وروغځاوه، دوې ټوټې يې ترې راواخيستې، په ترموز کې يخې اوبه وې، کرار کرار يې پسې غړپ کړلې. تر مازدېګره يې نغده د درې سوه کم وزياتو افغانيو سودا کړې وه. پلار يې تازه مال په موټر کې راوړ.پرڅوکۍ کېناست، د ښيښې المارۍ ته يې لاس وروغځاوه،سګرټ يې ترې راواخيست، زوی ته يې وويل:
ـــــ ژر کوه موټر خالي که، د موټروان بيړه ده.
هلک لومړی کم وزنه شيان ژر ژر راکوز کړل، د وريژو او نورو خوراکي توکو بورۍ درنې وې، موټرچلوونکي ته يې وويل:
ـــــ کاکا! دا خو لږ راسره ښکته که.
ـــــ وراره! زه پنډي نه يم او نه دې هم پلار د سامان د کوزولو پيسې راکوي، ژر ژر يې ښکته که چې پر ما ناوخته دی.
هلک يوه يوه بوجۍ په ډېر زحمت پر تنکۍ ملا له موټره راکوزوله او د دوکان په کونج کې يې يوه پر بله کېښودلې.
پلار يې وويل:
ـــــ ژر کوه، ډوډۍ خو نه ده چې ورته ولګېږې، چا ته وار نه ورکوې.
لږ غلی و، بيا يې غږ پرې وکړ:
ـــــ چای دې له کور نه ده راوړی؟
ـــــ نه پلاره
دخل يې پرانيست، ماتې پيسې يوې بلې خوا ته واړولې، بيا يې په تيزه وويل:

ــــ څنګه وه ورځ، په دخل کې خو هيڅ شی نسته؟
ــــ ولا څه خاص نه و، درې سوه افغانۍ سودا به مې کړې وي.
ــــ درې سوه؟
ــــــ درې سوه خو زه په يو سات کې جوړوم، تا په کرۍ ورځ کې ايله دومره سودا کړې ده؟
هلک معصومې او له ډاره ډکې سترګې ورواړولې:
ـــــ هو، نجيب قومندان راغلی و، اوړه، غوړي او څه نوره سودا يې يوړه، ويل يې دا حساب درسره وليکه، له پلار سره دې زما حساب پاتې دی که يې راباندې واوښتې، حساب به وکړو، بيا به يې پيسې ورکم.
ـــــ بد کوې، چې په خپل سر خلکو ته پور ورکوې.
د هلک سر وځړېد، څه يې ونه ويل.
پلار يې په قهر ودرېده، ځغلنده نظريې پر دوکان تېر کړ، دوکان کې نيم مال هم نه و. المارۍ يې خالي وليدې؛ لکه چا چې غلا ترې کړې وي. يخچال ته ورغی؛ لکه هغه دوې انرجي يې چې په نښه کړې وي. ويې ويل:
ــــ دا شيان خو ښه دي خرڅ سوي دي.
ــــ نه يوه انرجي ايلا خرڅه سوې ده، يخني ده اوس يې څوک ډېرې نه چکي.
ناوخته يې دوکان بندکړ. پلار يې فکر کاوه، چې زوی يې ارو مرو پيسې له دوکانه غلا کوي. سهار وختي چې له جوماته راوګرځېد، دوکان يې پرانېست. دوه سوه افغانۍ يې د دروازې له درشل سره نږدې د يوې بورۍ لاندې داسې پټې کړې چې نيم سرونه يې ښکارېدل. بېرته يې دوکان بندکړ او کور ته لاړ. زوی ته يې وويل:
ــــ چای دې ژر ژر وچکه، دوکان ته درسه، خو چې چا ته سودا په پور ورنکې.
زوی يې کيلي ګانې واخيستې، د دوکان دروازه يې پرانېسته، جارو يې راواخيسته چې دوکان جارو کړي. له بوجۍ لاندې يې په دوه سوه افغانيو نظر پرېوت، ژر يې راپورته کړې، ورته خوشاله شو او په جېب کې يې کېښودې. شېبه وروسته يې پلار راغی، زوی يې ورته وويل:
ـــ پلاره! دلته مې دوه سوه افغانۍ پيداکړې، له تا پرېوتې دي؟
ــــ ته راکه، هو له ما بېګاه د دوکان بندولو په وخت کې پرېوتې دي.
د پلار د شک بت يې يو څه په زړه کې مات شو. روپۍ يې بېرته ورکړې، ويې ويل:
ــــ ورسه د ګلدار له دوکانه دوه پوړۍ راوړه، بيا ژر راځه.
ــــــ پلاره! زامن يې راغلي وو، دوه انرجي يې وچکلې، ويل يې نور حساب به بيا سره کوو.
ــــــ غول خوره؛ نو ولې دې پرېښودل، هغه حساب خو زما له ګلدار سره دی، دوی ته دې ولې ورکولې؟
د زوی سر يې وځړيد او کرار له دوکانه ووت.
ګلدار خپله په دوکان کې ناست و، څندلۍ ته يې پښې ننوېستلې وې، د چرسو سګرټ يې لګولی و او لوګيو يې ټول دوکان په سر اخيستی و. په هلک بوی خوږ ولګېد، ګلدار وويل:
ــــ هلکه پلار خو دې وهي، ته کمکی يې، ته پرې اموخته نسې، زمونږ خو هسې داسې حال دی.
ـــــ نه کاکا، ما دې خدای ترې وساتي، پلار ته يې وړم.
ـــــ پيسې يې درکړې دي؟
ــــــ هو، دوې پوړۍ راکه.
ـــــ ښه دا خو به درکړم؛ خو ګوره خبر به يې لا نه؛ پنځه زره ته پور درپسې رسېدلی دی، نور ولا زما هم له وسه نه کيږي، دومره انډيوالي بس وه، پلار دې پيسې نه لنډوي، زما په کور کې ګرد اوړه نشته. زه مجبور يم چې موټر درولم او د پور په بدل کې سامان درنه رابار کړم.
هلک لکه لوی مجرم غلی ولاړ و، په سترګو کې يې بې وسي ځلېدله، کرار کرار روان شو، د چرسو پوړۍ يې پلار ته وروړې او د ګلدار پيغام يې هم ورورساوه. پلار يې سوړ اسوېلی واېست، ژر ژر يې سګرټ خالي کړ، پوړۍ يې خلاصه کړه او يوه برخه چرس يې ترې بېل کړل. بېرته يې ژر ژر سګرټ ډک کړ، زوی يې د سترګو په کونجونو غلي غلي ورکتل. هر کش به يې چې تر ستوني تېر کړ، لوګی به يې د زوی پر سر لکه کوتره والوت. په چرت کې پرېوت، زوی ته يې نصحيتونه پيل کړل. زوی يې غوږ ورته نيولی و، او شېبه په شېبه د پلار او زوی دواړو سترګې سرې کېدلې. پلار يې وويل:
ــــ دروازه خلاصه که چې دا ميرات مړی لوګی ووځي.
شېبه وروسته د ګلدار زامن له موټره کښته شول، سړي عذرونه ورته کړل، چې دوکان کې مې مال کم دی، بل وخت به پيسې درکړم، مال مه رانه وړئ؛ خو دوی هيڅ وانه ورېدل. لا هم د چرسو بوی دوکان نيولی و، سړي او زوی يې په ارمانجنو سترګو خالي دوکان ته وروکتل، شېبه وروسته موټر ګړندی حرکت وکړ او په خړو لړو کې پناه شو.

2 thoughts on “پور (لنډه کیسه) لیکوال: محمد حنيیف حيران”
  1. ښه کیسه ده، تلوسه لري، پیغام لري، له لومړیو جملو لوستونکی جذبوي، خو دا یادول هم ضروري بولم چې کیسه په دې جمله پای ته رسیږي.(زه مجبور يم چې موټر درولم او د پور په بدل کې سامان درنه رابار کړم.)
    او نور یې اوږدول ضرور نه دی لاندې جملو ته ضرورت نشته.

    هلک لکه لوی مجرم غلی ولاړ و، په سترګو کې يې بې وسي ځلېدله، کرار کرار روان شو، د چرسو پوړۍ يې پلار ته وروړې او د ګلدار پيغام يې هم ورورساوه. پلار يې سوړ اسوېلی واېست، ژر ژر يې سګرټ خالي کړ، پوړۍ يې خلاصه کړه او يوه برخه چرس يې ترې بېل کړل. بېرته يې ژر ژر سګرټ ډک کړ، زوی يې د سترګو په کونجونو غلي غلي ورکتل. هر کش به يې چې تر ستوني تېر کړ، لوګی به يې د زوی پر سر لکه کوتره والوت. په چرت کې پرېوت، زوی ته يې نصحيتونه پيل کړل. زوی يې غوږ ورته نيولی و، او شېبه په شېبه د پلار او زوی دواړو سترګې سرې کېدلې. پلار يې وويل:
    ــــ دروازه خلاصه که چې دا ميرات مړی لوګی ووځي.
    شېبه وروسته د ګلدار زامن له موټره کښته شول، سړي عذرونه ورته کړل، چې دوکان کې مې مال کم دی، بل وخت به پيسې درکړم، مال مه رانه وړئ؛ خو دوی هيڅ وانه ورېدل. لا هم د چرسو بوی دوکان نيولی و، سړي او زوی يې په ارمانجنو سترګو خالي دوکان ته وروکتل، شېبه وروسته موټر ګړندی حرکت وکړ او په خړو لړو کې پناه شو.

  2. عزتمند حیران صاحب
    دیر کتور مطلب دی لیکلی دی. زمونر د تولنی یو تریخ حقیقت دی بیان کریدی. خدای دی ژوندی لره . ستاسو د تازه لیکنو د لوستلو په هیله.
    بریالی اوسی

ځواب ورکول غزانور غزا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *