ربیس یو وایروس دی چې د مصابو تیوالو (تي لرونکو) حیواناتو او انسان په مرکزي عصبي سیستم (دماغ یا د ملا تیر) کې د مکروب له ننوتلو وروسته لیدل کیږي. پښتو کې ورته د لیوني سپي ناروغي وایې.

1کله چې انسان د ربیس په وایروسته اخته حیوان لکه سپي، پیشو، ګیدړه، ، غوا، پسه، وحشي حیواناتو او چرمي شاوپرکه/ ماښام څكلكى د خولې له لاړو سره په تماس کې شي د ربیس په ناروغی اخته کیږي. 2

د انسان وجود ته چې دغه ویروس ننوځي نو مرګ د انسان حتمي دی.

ربیس وایروس څنګه ستاسې وجود ته ننوځي؟

تر ټولو معموله لار یې د مصاب (په ویروس اخته) حیوان د لاړو سره تماس دی.  مصاب حیوان کیدای شي تاسي باندې خوله ولګوي، وموګروي،وموڅټي یا د حیوان لاړې ستاسې د بدن له ټپ سره په تماس کې شي.
همدرانګه ممکن د مصاف حیوان د لاړو څاڅکي ستاسې خولې یا سترګو سر په تماس کې شي.  په ځانګړو حالاتو کې دا هم امکان لري د چرمي شاپرک پاتې شوني چې په هوا کې موجود وي، تنفس کړی او وایروس ستاسې وجود ته داخل شي.

ربیس په کومو ځایو کې ډیر دی؟

ربیس د نړی په ډیرو هیواد کې شته خو ځینو کې بیا نه شته لکه نیو زیلند، انترکتیکا، د بحرونو اکثریت برخه او جاپان.

په کوم ځایو کې چې ربیس د حیواناتو څخه انسان ته په ۹۰٪ حالاتو کې د سپي د داړلو څخه وروسته ته انتقال مومي. په ځینو نورو ځایو کې بیا وحشي حیوانات لکه ګیدړې، لیوان همدرانګه چرمي شاوپرک، Raccoons او skaunk (دغه حیوان یو ډول ځانګړی بد بوی لري) انسان د ربیس په وایروس اخته کوي.

ربیس څومره خطرناک دی؟
وایروس لومړی د انسان د پوستکي لاندې برخې یا هم عضلاتو ته ځي. وروسته د عصبي ریشتو له لارې مرکزي عصبي سیستم ته ځان رسوي. تر هغه چې د ناروغی نښي څرګندیږي په ډیرو حالاتو کې د ۲۰ نه تر ۶۰ ورځو پورې وخت نیسي خو کیدای شي دغه وخت ۵ ورځې، یو کال یا هم له دې ډیر وخت ونیسي. حیوان چې څومره نیږدې د سر یا ملا سره خوله لګولي وي هومره د ناروغی د نښو څرګندیدو وخت هم لنډیږي.

همدرانګه د خولې لګولو د ټپ ژوروالی، د خولې لګولوشمیر او مقدار د وایرسونو د ناروغی په زر یا وروسته څرګندیدو اثر لري.
د ربیس مکروب په مړو حیوانانو کې تر ۱۴ ورځو پورې په یقیني توګه موجود وي.

کوم وقت څه وکړو؟

د لیوني سپي د وایروس سره له تماس وروسته باید ډیر په بیړه ځان ډاکتر یا کلینیک ته ورسوو او تداوي په عاجله توګه پیل شي.

کله چې د ناروغی نښي ( وروسته له ۵، ۲۰، ۶۰ ورځو، یوکال یا وروسته) څرګندې شي نو بیا مکلمه شفاء هیڅ ممکنه نه ده.

په کومو ځایو کې د ربیس له خطر سره زیات مخامخ کیږو؟

–         د هند وچه ( هند، پاکستان،افغانستان، سریلانکا، بنګلادیش)، جنوب غربي آسیا او افریقا.

–        کله چې یاد شو ځایو کې ډیر (له ۳ میاشتو نه ډیر) وقت په دغه ساحو کې تیروی.

–        کله چې دغه ځایو ته په سیاحت ځی او د روغتیایې مراکزو څخه لرې ځی.

–        په بایسکل سفر کوی یا د تحقیقاتو لپاره د چرمي شاوپرکو سره په تماس کې کیږی.

د ربیس واکسین؟

ربیس واکسین د وایروس له ننوتلو مخکې او وروسته ورکول کیدای شي.

3که چیرې مخکې له دې چې له وایروس سره انسان کوم وقت په تماس شی واکسین اخلی نو دری ځلې واکسین ورکول کیږي. دغه واکسین د ربیس مقابل کې انسان په مطلقه توګه ساتي خو که چیرې د حیوان پوسیله وداړل شي نو دوه یا دری ځله بیا هم باید واکسین واخیستل شي.

که چیرې پخوا واکسین نه وي اخیستل شوی او د حیوان څخه مکروب انسان ته ننوځي بیا باید پنځه ځله واکسین شي. همدارنګه یو ځانګړی انټي سیروم هم ورته تطبیق کیږي. البته انټي سیروم په ډیرو هیواد کې نه تر لاسه کیږي.

وروسته له ډاړلو یا خولې لګولو څه وشي؟

–        داړل شوی ټپ او شاوخوا یې په اوبو او صابون ښه پاک ومیځل شي. چې په دې توګه د لیوني سپي ناروغي چانس ۵۰٪ کمیږي.

–        وروسته ۷۰٪ الکول یا ایودین باندې زخم پاک شي.

–         که پخوا یې واکسین اخیستی و نو دوه ځله نور هم باید واکسین شي.

کوښښ دې وشي چې دغه واکسین په یوه یا دوه ورځو کې تطبیق شي خو که تر هغه هم بیړه وشي بهتره ده.

–        که پخوا یې هیڅ واکسین نه و اخیستی نو لومړی باید ورته انتي سیروم او وروسته پنځه ځله واکسین ورکړل شي. واکسین باید په یوه یا دوه ورځو کې تطبیق شي خو لا بیړه لا ښه ده.

ماخذ:
www.spmsd.nl
د هالند د عامې روغتیا وزارت

انځورنه له انترنیت څخه

2 thoughts on “ربیس پیژنی؟ – عبید الله وردک”
  1. Dear Friend

    As you published a content about Rabies.
    We are the only provider of Vaccines especialy Rabies Vaccins in Afghanistan.
    and the only company that Registred with Ministry of Public Health.
    and also we are the only company that import from India,France,USA,Bilguim…
    so for now we don’t advertise on TVs,Radio,News Paper because if we advertise we must increase price of vaccines so it will be hard and diffecult for My poor Afghan countrymens.
    so we request from you if you publish our Ads on your website so other poeple inform from us.
    This is our website(even it is free) http://www.silabbahar.webs.com

    and if you want to know more about us send us e-mail.

    Warm Regards,

  2. محترم ډاکټر صاحب!
    اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.

    زما نوم رفیع الله دی چی زه یو نوع بیماری لرم غواړم پدی اړه کټوره مشوره راکړی، هغه دا چی زه د شپی لخوا د خوب د راتګ په وخت کی ویریږم خپکی یا (خپ ګیر) می نیسی لدی سره ټول وجود می له حرکته ولویږی او ددی توان نلرم چی دی وخت کی خپل وجود غړو ته حرکت ورکړم، اوپدی وخت می په وجود کی یو نوع لرزه راځی او کله چی خپکی می خوشی کړی وجود می ډیر سستیږی حتی نشم کولای چی له بستری څخه را پورته شم، البته اکثر خلک پدی بیماری بوخت دی خو زما تکلیف ځانګړی ده هغه داچی دی وخت کی نه غواړم څوک می وخوځوی فکر کوم که څوک می وخوځوی امکان لری چی روح له لاسه ورکړم.

    نوټ: البته دغه ناروغی د خفګان یا مطالعه په وخت کی می ډیر نیسی تقریبا یونه تر څلور ځله پوری
    .

    ستاسو د جواب په هیله رفیع الله نوری نورستانی

ځواب ورکول رفیع الله نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *