د کره معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د لومړي جمهور ریس شهید سردار محمد داود خان قاتل او په افغانستان کې د وینو د تویولو سرلاری جنرال امام الدین همدا اوس په کابل کي دی. جنرال امام الدین  د جمعه دین زوی اصلاً د لوګر ولایت اوسیدونکی دی.

1نوموړی د ثور د اومی نیټی د خونړۍ کودتا د وژنو بنسټګر بلل کیږي. ده د کودتا په هغه لومړیو ساعتونو کې يې د هیواد لومړی ولسمشر، سره له ټولې کورنی په شهادت ورساوه.

 نوموړي څو واره په خپله خوله اقرارکړی او نورو لوړ رتبه کمونستانو په خپلو لیکنو کې شهادت ورکړی چي د افغانستان لومړی جمهور ریس سردار محمد داود خان، د جنرال امام الدین په لاس چي هغه وخت اافسر و، په شهادت رسیدلی دی.  وروسته بیا نوموړی د خپل همدې په اصطلاح انقلابي عمل له امله د جنرالۍ عالی رتبې ته ورسید.

د نوموړی نیونه او محاکمه کول د افغانستان د خلکو له لویو غوښتنو یوه ده. موږ د افغانستان له  لویې څارنوالۍ سره د بریښنا لیک له لارې دغه خبر شریک کړی. د رسنیو له لارې یې خپرول ځکه اړین بولو چی په اداره کي شته فساد خدای مکړه د دغه قاتل د وتو لار هواره کړي.

نوموړی نیږدې یوه میاشت مخته کابل ته ننوتی او د اختر په پینڅمه ورځ له کابل نه د وتو تکل لري. جنرال امال الدین د ناروی هیواد اروپايي پاسپورت لري او  نوم  يې په پاسپورت کی داسی لیکل شوی:

کورنی نوم: جمعه دین

نوم : امام الدین

 Surname:        Jomaddin

Given names: Emamoddin

که نوموړی له کابل ووت نو دا به د ولسي جرګې لخوا د کورنیو چارو په لری کړل شوی وزیر ښاغلی جنرال پتنګ د فساد یو بل تور ورزیات کړي او په لویه څارنوالی کې شته فساد به په اثبات ورسوي.

د یادونی وړ دی چې د نوموړی سره په دی سفر کی د کورنی غړی هم تللی دي چی د ټولو کورنی نوم یو شان یعنی جمعه دین دی. د لوي څارنوالی لخوا د نوموړی ممنوع الخروج اعلانول به د هغه نیونه اسانه او د عدالت لار هواره کړی.

دا خبر د هغه لوړ رتبه هیت د غړو له مینځه راوتلی چی څه موده وړاندی په کاري سفر د ناروې هیواد ته تللی ول او له جنرال امام الدین سره یې لیده کاته شوی و.  ویل کیږي نوموړی د یاد هیت په ډاډ چې د کورنیو چارو وزارت پوری اړوند دی کابل ته په سفر راغلی دی. د یادونی وړ دی چي جنرال امام الدین د کابل د سفر لپاره اوس ږیره پریښي او په مونډی ږیره کي لیدل شوی دی.

د یوې عادلانه محکمي په هیله.

د ۱۳۹۲ کال د اسد۱۴ کابل – افغانستان

10 thoughts on “د شهید سردار محمد داود خان قاتل په کابل کې دی”
  1. اول د محكمه او وكيلان نر شي هغه قاتلان دي ونيسي چه پارلمان كي ناست دي ، د كابل ورانونكي شمالي تلواله دوستم محقق سياف گيراور د سپوژني گيري سره او نور اشرار چه وطن ي تباه كري دي .

  2. Bayyad che hokomat koshash wakri so da qatel mahkame ta warwapizandal shi aw dasi nor qatelan hamdaos da hokomat pa chauwkayo nast aw hokomat kawi..

  3. سلامونه
    په چا يې نيسې، په هغه وزير چي په ولسي جرګه کي یې اعلان وکړچي شجاعي دپښتنو عام وژونکی قاتل به د یوې اوونۍ په ترڅ کي نیسي خو تر دې مهاله یې بیا خبره هم ورکه سوه…، انټرنیټ پاڼي، ورځپاڼي او تلویزونونه مکلف دي چي دا خبره د بل ځل لپاره بیا توده کړي څو دا قاتل ونیول سي چي ګڼ شمېر پښتانه بې ګناه وګړي په شهادت ورسول..

    نو له دې وزیر څخه ددې هیله هم مه لرئ چي د شهيد داوود خان (د وطن اصيل بچی) قاتل ونیسي او يا یې د قانون منګولو ته وسپاري.

    په درنښت
    یوسفزی

  4. Harsomra zar che Amkan lari baiad de afghanistan melat dede zalim aw jaber de newalo aw mahakimi lafara lasona sara warkri aw de afghaistan dedi loy khayen aw jaber de zartarzara mahakema kawlo Aqdam wakiri zaka che de Afghaistan fasida adarah pa khpalo aishono aw ashratono ke dob di aw didisi yow Aqdaam heskala nakawi.

  5. د مقالي ليکونکۍ پدي خبر ندی، چې اوس ټول جنايتکاران او مخکني غله چې د افغانستان په تاريخ کې يې وحشت او بربريت بيلګه نلري د اوسني حکومت په سر او مهمو چوکيو کې قرار لري، دهرعام و خاص ځوريدلي افغان غوربايدوشي، دشپيتو زروبيګناه کابليانوقاتلان اوافغانستان دټولي شتمنۍ لوټونکي اوس په کابل کې سري سترګې ګرځې اوپه لوړو دندوکارکوي. يوغل جاسوس قاتل به بل قاتل څنګه محاکمه کړای شي؟

  6. که داسې په رښتیا غواړئ چې خلک محکمه کړی لومړی مو ولسمشران محاکمه کړی بیا راشی چې تر نن ورځې پورې خلک وژني… که داسې نه شوی کولی نو بیا يې کونه کړی او چپه يې ونیسئ.

  7. دغی نه بښونکی اوتاریخی ظالم ته زه وایم چه ستا کار د محمدداود سره وه، تا باید دټوپک خوله هغه ته نیولی وای، مګر تاظالم دهغه دښځو اوکوچنیانو وینی ولی وبهولی.
    که حکومت ځانته حکومت وای باید دغه بی ناموسه ډیر ژر په دار وځلوی اوکه حکومت په فساد اومصلحتونو کی غرق وی نو دمحمدداودخان خپلوان خصوصآ دپخوانی پاچا ځوی ښاغلی ظاهر چه په کابل کی دی داکار وکړی، اوکه ددی ټولودلاسه نه کیږی نوطالیبان دی دغه قربانی وکړی.
    لنډه داچه دغه سړی ځانته دداود خان قاتل نه دی بلکه دهغه ښځواوکوچنیانو قاتل هم دی باید ډیر ژر مردار شی.
    والسلام
    م. افغان

  8. درنو دوستانوسلام
    لیکنه په زړه پوری دی اودتبصره کونکو نظرونه هم به خپل ځای دقدروړدی
    جګړن امام الدین دلوګر دمحمدآغی دزرغونښار اوسیدونکی وه دشهید داودخان په وژنه به یی کورنی اوخبلو خپلوانوډیر یاړ کاوه
    چه دا دسیمی خلکو ته ښه پته دی
    یو وخخت می دنوموړی مصاحبه ولوستله په ډیره بی حیا یی یی ویلی وه چه ما داودخان ندی وژلی بلکه زه هغه زخمی کړم اودوخت دپاکو مجاهدینو په وړاندی هم ډیر وجنګیده بد بختا نه چه زما روغتیایی حالت ښه ندی د ملاتیر تکلیف لرم ډاکترانو له ډیر ناستی منع کړی یم که نه مابه داما م الدین په هکله لیکلی وه
    دبل لوری که وګورو هغه متل دی چه وایی له اوښ څخه پو ښتنه شویوه چه دا غاړه دی ولی کږه دی هغه په څواب کی ورته ویلی وه چه کوم څای می روغ دی چه دغاړی پوښتنه می کوی
    که دکابل جوړی اداری ته وګوروچه چه دستم جمع پرچم څخه جوړه او دریم دشاه شجاع یی مشری کوی داسی کار یی نه کړی اونه به یی هم وکړی چه دڅوریدلی مسلمان ملت پرزخمونو پټی کیږدی بلکه پرزخمونو یی مالګی دوړولی دی او دوړوی
    که لوی څارنوال ددی ملی خین نیولو ته لکه دولسی جرګی دخاینانو په وړاندی چه اقدام وکړ لاس پکارشی دابه یی لوی احسان پر ملت وی او که زرتنه نه وی نور سل تنه شاهدان به زه دنوموړی له سیمی دشاهدی لپاره حاضر کړم
    والسلام

  9. سلامونه مو قبول کړی دمتن د لیکلو نه داسی ښکاری چی شاید نو موړی لیکونکی شاید کومه شخصی تزاد دجمعه دین سره ولری که چری جمع الدین په ریښتیا د سردار داود خان قاتل وی نو دا خبره به هتمن په 40کلونو کی ښه معلومه شوی وای چه جمع الدین د سردار داود خان قاتل وو او نن به افغانستان ته په سرو سترګو کابل ته نشوای داخل کیدو نو وآلله اعلم

ځواب ورکول maidany ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *