ژ: ح حمیدي
د نړۍ ډیرو تکړه ډاکټرانواو جراحانو ته دغه عملیات له امکانه لرې ښکاري، خو سرگیو کاناویرو، چې د اعصابو د جراحۍ یو ایټالیوي ډاکټر دی وایي، د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې به له یوه انسانه بل ته د سر د پیوند عملیات تر سره کړي. ډاکټر سرگیو کاناویرو د دغه عملیات لپاره یو داوطلب کس هم مخکې له مخکې پیدا کړی دی. هغه غواړي د ۳۱ کلن ولیري اسپري دینوف سر له تنې بیل او بل انسان ته یې پیوند کړي. ولیري اسپري دینوف، چې د سافټویرونو د یوه شرکت مدیر دی اوس مهال د عضلاتو د کمزورۍ په ناروغۍ اخته دی. دغه عملیات، چې کېدای شي ۳۶ ساعته وخت ونیسي، لومړی به د ولیري اسپري دینوف سر د سانتي ګرد تر ۱۲ درجو پورې یخ او ورسته به یې له تنې بیل کړای شي. په دویمه مرحله کې به د نوموړي سر په ډيره چټکۍ سره د بل انسان پر تنه ونیښلول شي. ټاکل شوې، چې له ډاکټرسرګیو سره به په دغه عملیات کې یو سل کسیز ټیم همکار وي، چې له طبي کارکونو او تکړه جراحانو څخه به تشکیل شوی وي.
3 thoughts on “ټاکل شوې په ۲۰۱۷ کال کې له یوه انسانه بل ته د سر د پیوند عملیات تر سره شي”
  1. داوطلب ته ضرورت نه لیدل کیگی. افغانستان ته دی راشی هره ورح سرونه داففان جراحان یعنی طالبانو له خوا غوخ کیگی یو سر دی له حانه سره یوسی.

  2. سلامونه
    جالبه خبره خو داده چې وروسته له هغه چې سر پیوند شو نو د هویت د تثبیت لپاره به د کوم شخص هویت په نظر کې ونیول شي، دهغه سړي چې سر یې له تنه پرې شوي او په بل سړي پر بدن پیوند شوي او که د پیوند شوي سړي. د مثال په ډول کې د یو مسلمان سړي سر د یو بل سړي چې مسلمان نه دي او دوه جلا جلا ژبو باندې خبرې کوي ، پیوند شي نو خامخا ټول کار مغزونه کوي نو نوی شخص په عربي او یا کومه بله ژبه خبره کوي خو بدن به يې د یو انګریز وي نو کومه کورنی به د خپلولو ادعا کوي.

  3. داخبره له يوي خوا لويه علمي حصيله او دخوشحالي خبر دي جي علم دومره مزل وكر او تيز قدمونه يي واخيستل خو له بلي خوا زيات ستونزي رامنج ته كوي بعضي يي شرعي بعضي دهويت او بعضي دجنايي امورو سره تعلق لري خو بايد دي برمختك ته هر كلى وشي او عبرت هم دى موز له زوندو سر ليري كوو او له زوندون يي محروموو او نور خلك دبل انسان دزوند زغورلو له خاطره خبل سر بل ته ور بخشي

ځواب ورکول رنخور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *