ژباړن: نصیر احمد روښان
ما ډېر انسانان لیدلي چې په ژوند کې له سختو او ستونزو سره لاس او پنجه یې ورسره نرمه کړي ،نو په ډېر ارم شکل خپل ارمانونه او فکرونه له سره وباسي . دوی د خپلو ارمانونو د پوره کولو لپاره په لاس کې د هېڅ شی احساس نه کوي او فکر کوي چې ښه ده ، ټول ارمانونه یوې خوا ته کړي. له همدې ځایه ده چې بې اعتمادي او ناامیدي د انسان ژوند ته لاره پیدا کوي .
یو هغه اهدف چې موږیې په ژوند کې تعقیبوو دا دی : چې نورو انسانانو ته دا وریاده کړو چې زموږ او ستاسو هر فرد په بدن کې داسې نیرو شته دی چې د هغه په مرسته او کومک کولای شو هر څه ته تغییر ورکړو . موږ دا ځواک لرو چې دا ویده نیرو را بیداره کړو . آن کولای شو دا کار همدا نن ورځ پیل کړو. په دې کتاب کې تاسو د ځینو ساده طریقو سره اشنا کیدای شئ چې په مرسته یې ډېر څه ترلاسه کولای شئ.
په طبیعي لحاظ مثبت فکر یو عالي پیل دی، تاسو حتماً له دې سره علاقه لری چې څنګه هر څه په ښه لوري سوق کړئ
د دې پر ځای چې یوازې په دې موضوع فکر وکړئ چې کوم څیزونه ستاسو په ژوند کې ( نادرست، غیر منطقي)او غلط ول په حل لارو یې فکر وکړی او خپل فکر ورته متمرکز کړئ. نو ددې لپاره چې وتوانیږئ تر څو د خپل ژوند مهار په خپل لاس کې واخلئ ، یوازې مثبت فکر ته کافي ندی ، تاسو په دې سربیره یوې مناسب کار لارې او قدم په قدم یوې دقیقې برنامې ته اړتیا لری چې په مرسته یې د هغه تفکر ، تصور او احساس شیوو ته چې له ځانه لرئ، په داسې شکل اعیار کړئ تر څو ورځ تر بلې موپه ژوند کې تغییر رامنځ ته شی.

تقریباً ټولو هغه تغییراتو ته چې موږ یې د رامنځ ته کولو په هڅه او هاند کې یو ، د لاندې دوو څه په یوه ډله کې قرار لري.
۱: هڅه کوو هغه احساس ته تغییر ورکړو چې له ځانه یې لرو؛د بیلګې په توګه غواړو په خپل نفس باندې زیات اعتماد پیدا کړو ، په خپل هراس باندې غالب شو. خپل ځان د ویرې او نامیدۍ له قید څخه خلاص کړو . د پیښو په اړه ښه احساس ولرو… او نور .
۲:هڅو کوو چې د خپل رفتار او کړو،وړو ډول ته تغییر ورکړو. د اوسنیو کړو ، وړو او رفتارونو پر ځای نور غوره کړو د مثل په توګه؛ د سګرتو څکول او دالکولي مشروباتو څښلو پرېښیدو او نه غواړو چې دا عمل نور تکرار کړو او یا له خپلو فرصتونو څخه په ښه او مطلوبتر شکل استفاده کوو.
په هر صورت ، لویه ستونزه چې په دې لاره کې موجوده ده ، دا ده چې ټول انسانان ددې مثبتو تغییرتو غوښتونکي دي، خو یو لږ شمېر یې بیا ددې تغییراتو او د هغوی د ساتلو د څرنګوالي لپاره اوږد وخت بیلوي.
زه تاسو ته داقول نه ددرکوم چې دا کوچنۍ کتاب به ستاسو په ژوند کې د یوې معجزې په شان کا رتر سره کړي، اما په پوره ډاډ سره داقول درکوم چې ددې کتاب په پاتې پاڼو کې د وړاندې شویو وړاندیزونو او پشنهادونو په پیګري کولو سره کولای شئ په بشپړه توګه د خپل ژوند کنترو ل په خپل لاس کې واخلئ او خپل ژوند ته پوره خوند ور په برخه کړی. له دې دستورنو څخه په استفادې کولای شئ چې د خپلو کورنیو او دوستانو په ژوند کې هم د بدلون وسیله وګرځی.
ددې لپاره چې دا دستورالعملونه په اغیز منه توګه له تاسو سره مرسته وکړي ، نو لازمه ده همدا اوس په دې ایمان او باور ولرئ چې هر تغییر د امکان وړدی ، ددې تغییراتو په اعمال کې ستاسوماضي هېڅ نقش نه لري، هر هغه څه چې په تیروکې ناممکن په نظر درتلل نن ورځ د هغوي تحقق تاسو د عملکرد په اراده پورې اړه لري . هر هغه څه چې نن ورځ تاسو ترسره کوئ ستاسو راتلونکی ټاکي.
له همدا اوس څخه باید تاسو د خپل ځان لپاره یو ښه دوست جوړ شئ ، د دې پر ځای چې په هغه مسایلو او مشکلاتو فکر وکړئ چې په تیرو کې ورسره مخ وی ، ښه دا دی چې په چټکه توګه یې په حل لارو فکر وکړئ .
د سفر د پیل لپاره اماده یاست ؟ پس نو سفر مو پیل کړئ ، په اګاهانه شکل د خپلو کړو ، وړو په طریقو او تګلارو کې په تغییراتو پیل کوو.
مننه کوم روښان صیب ستا کار اوزیار څخه له لوی خدای ج څخه درته اوږد عمر غواړم او په راتلونکی کې هم د ډیرو پرمختګونو غوشتونکی یم
روښان صیب ستاسو لیکنی مونږ ته همت او ځواک راکوی د خدای ج څخه اوږد عمر درته غواړم د نور لیکنو په هیله