خبریال: حبیب الرحمن تاثیر، کابل – په غزني کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو پر روزنیز مرکز په امریکايي ډرون برید کې د پاکستاني پوځي افسرانو په ګډون تر اویا پورې کورنیو او بهرنیو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیتي چارواکيو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړوندو کې د وسله والو مخالفینو د روزنې پر یوه ستر مرکز د بي پیلوټه الوتکو د هوایي بریدونو په پایله کي د یوه پاکستاني جنرال او پوځي افسر په ګډون (۵۰) وسله وال وژل شوي او یاد مرکز یې په بشپړ توګه له منځه تللی دی.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وايي، په هیواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو سهار وختي د دې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په نوي کارېز سیمه کې د وسله والو طالبانو د روزنې او کمانډویانو ستر مرکز په نښه کړ چې په پایله کې یې وسله والو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي

د امرخېل په خبره په دغه هوايي برید کې د یوه پاکستاني جنرال کامران، د هغه د مرستیال او پاکستاني پوځ د افسر شوکت علي په ګډون (۵۰) وسله وال وژل شوي او یاد مرکز یې په بشپړ توګه له منځه تللی دی، امرخېل زیاته کړه: دغه پاکستاني جنرال په یاد روزنیز مرکز کې د دولت وسله والو مخالفانو ته پوځي زدکړې ورکولې.

هغه وویل: (د ګیلان په نوي کارېز سیمه کې د پیراغا تر مشرۍ لاندې د دوی د ټرېنینګ مرکز او د کمانډو یا خاصې قطعې مرکز هم وو چې په دې مرکز کې روزل سویو کسانو به تر کابله پورې تروریستي بریدونه کول په نښه سوی چې یاد کسان په کې وژل سوي او (۳۵) عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه تللي دي)، امرخیل زیاتوي چې: (په دغو هوایي بریدونو کې د وسله والو یاد مرکز له منځه تللی او په پېښه کې ملکي وګړوته زیان نه دی اوښتی).

که د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل د دغه وژل سويو کسانو شمیره پنځوس تنه ښيي، خو د ګیلان ولسوالۍ امینه قومندان انجنیر لطف الله کامران د دغه وژل سویو کسانو شمیره زیاته یادوي او وايي: (د یو پاکستاني جنرال چې د دغه ټرېنینګ مرکز مسوول وو او ډیری پاکستانیانو په ګډون (۶۰) تنه وژل شوي دي).

انجنیر لطف الله کامران په خپله فیس پاڼه لیکلي دي چې: (په ګیلان ولسوالۍ کې په ننني بمبار کې (۶۰) تنه وسله وال وژل سوي او (۹) تنه نور ټپیان دي)، د کامران په خبره په وژل سویو کسانو کې ۲ تنه د ګیلان، ۱۵ تنه د اب بند او ۱۰ تنه د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خو د یو پاکستان پوځي افسر په ګډون پاته ټول کسان پاکستانیان دي.

یاده دي وي چې دا په دا وروستیو کې په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې تر ټولو لوی برید بلل کېږي چې د بهرنیانو په ګډون په دومره زیات شمیر سره کسان په کې وژل کیږي، خو په هیواد کې مېشتو بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په دغه ورځ چې په غزني کې د امریکایي الوتکو برید ترسره کیږي نو په هلمند کې هم د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحیم او د قوماندان (مستقیم) په نوم د طالبانو یو بل مشر د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل کیږي، ورسره د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هم د هرې ورځې په څېر په دغه ورځ هم ۳۷ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

په غزني، ننګرهار او هلمند کې د هوایي ډرون بریدونو د کیدو په ورځ د امریکا د دفاع د وزارت ویاند پیټر کوک د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په امر د لومړي ځل لپاره د لېبیا په بندري ښار (سرت) کې چې د لېبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوکړې ځای هم دی د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي.

دا لومړی ځل نه، بلکې په نړۍ واله کچه امریکايي بې پیلوټه الوتکو په ډیری هیوادونو کې دا ډول بریدونه کړي چې تر ټولو زیات یې په پاکستان ورپسې په افغانستان بیا په یمن او له هغه وروسته په سومالیه کې کړي دي.

په پاکستان کې له دوه زره څلورم (۲۰۰۴م) کال څخه نیولې تر دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶م) کال پورې څلورسوه درویشت (۴۲۳) ډرون بریدونه شوي دي چې اخیري برید یې د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد اختر منصور وواژه او تر ټولو زیات بریدونه په دوه زره لسم (۲۰۱۰م) کال کې سوي دي چې شمير يې یوسل دوه ویشت (۱۲۲) وو.

په دغه بریدونو کې تر یوه درزن زیات کورني او دومره بهرني وسل وال قومندانان په کې وژل سوي دي، خو د عامو وسله والو او ملکي وګړو شمېر یې زرګونو تنو ته رسیږي او ټولې لس سیمې په کې په نخښه سوې دي.

په افغانستان کې هم درې سوه (۳۰۰) بریدونه سوي دي چې په دا وروستیو کې یې ډېری وخت داعش وسله وال په کې په نخښه کېږي، خو وسله وال طالبان یې هم زیات وژلي دي او په یمن کې د دغه بریدونو شمېر یوسل شل (۱۲۰) دي، خو په سومالیه کې بیا دا شمېره تر ټولو ټیټه ده او یواځې نهه ویشت (۲۹) بریدونه په کې سوي دي.

که د دغه بریدونه شمېر په دوه زره لسم کال کې تر ټولو زیات وو، خو دا بریدونه د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې څو چند زیات سوی وو چې درې سوه (۳۰۰) فیصده زیاتوالی په کې راغلی وو.

2 thoughts on “د غزني په برید کې تر ۷۰ زیات کورني او بهرني طالبان وژل شوي”
  1. د خبر ژبه خوږه ده خو دومره اوږد شوی چې د سړي زړه پړک چوي، یوه موضوع په کې درې څلور ځایه ذکر شوې ده.

  2. ګنډېری
    صاحب مننه!
    ، په دې کې شک نه شته چې راپور اوږد دی، له لوستلو دي مننه کوم، خو کوښښ مې کړی وو چې په دې موضوع شه مالومات سره راټول کړم او لوستونکو ته یې وړاندې کړم.
    کور مو اباد

ځواب ورکول تاثیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *