د ولسي جرګې يو شمېر برحاله وکيلانې هڅه کوي، د وکالت دورې تر ختمېدو مخکې د سياسي- امنيتي دوسيو په مرسته لويديځ کې د پناه چانس ومومي.
د ولسي جرګې د تېرې دورې ښځينه غړې پروين مومند په جرمني کې، سونا نيلوفر په استراليا کې، فهيمه احمدزۍ په امريکا کې، نجیبه شريف په ناروې کې، فرشته انوري او ملالۍ جويا له خپلو کورنيو سره په لويديځ کې پناوې اخيستې دي.
وېره او د سياسي شعور ټيټوالی هغه لاملونه دي، چې له افغانستان څخه چارواکي او د ولسي جرګې غړي فراري کوي او په بهرنيو هېوادونو کې يې سياسي پنا ته اړ اېستې دي.
په تېرو دورو کې د ولسي جرګې د غړيو او د افغان دولت د يو شمېر لوړ پوړو چاروکو د دندو تر پاېته رسېدو وروسته او ياهم د دندو په جريان کې ځينې يې بهرنيو هېوادونو ته وتلي او يو شمېر يې په دې هڅه کې دي، چې له هېواده ووځي او سياسي پنا واخلي.
پدغه ډله کې د ولسي جرګې غړې فرشتې انوري په لويديځ کې، پروين مومند په جرمني کې، سونا نيلوفر په استراليا کې، فهيمه احمدزۍ په امريکا کې نجیبې شريف په ناروې کې او ملالۍ جويا له خپلو کورنيو سره پناوې اخيستې دي.
يوې سرچينې محورته وويل، همدا اوس يوشمېر پخوانۍ او اوسنۍ وکيلانې پدې لټه کې دي، چې څه ډول د وکالت د دورې تر ختمېدو د مخه د سياسي – امنيتي دوسيو په مرسته په لويديځ کې پنا واخلي. دوی ددې څه ښې بېلګې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې نورزيه اتمر هڅې يادوي، چې اوس مهال ويل کېږي د کورني تاوتريخوالي له امله د کابل په یوې امن خونه کې ژوند کوي او هڅه کوي، پدې تبلیغاتو په لويديځ کې سياسي پنا ترلاسه کړي.
سرچينه زياتوي، د ولسي جرګې يو شمېر اوسنۍ غړې هم دا هڅه کوي له خپلو کورنيو سره په بهرنيو هېوادونو کې مېشت شي. دوی د فاطمې نظري او حبيبې دانش نمونه اخلي، چې استراليا او کاناډا ته يې خپل چمتو کړي اسناد استولي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکيبا هاشمي، محور ته وويل، يو شمېر ښځينه وکيلانې د خپل ولس په رايه او باور معاملې کوي او دوی په راتلونکي کې په ولسي جرګه کې د ښځو چانسونه ضايع کوي.
د حقوقي چارو شنونکی اجمل هوډمن وایي، له افغانستان نه د جګړو په لسيزه کې زيات کسان ناهيلي شوي وو، خو په تېرو لسو کلونو کې ورته تر يوې کچې هيلې ورکړل شوې او ژمنې ورسره وشوې، چې د نه پوره کېدو له دې امله يې اوس د فرار زمينه برابره شوې ده.
دی وايي، ډېر کم شمېر کسان دي، چې مصئونيت نه احساسوي او د خطر احساس کوي، خو زيات شمېر کسان بيا له هېواد سره مينه نه لري، نو له همدې امله په دې لټه کې دي، چې څه ډول د ځان لپاره يو دوسيه جوړه کړي، څو په لويديځ کې پناه واخستی شي :((په دغه ډله کې ډېری د پارلمان وکيلان، لوړپوړي په فساد کې ښکېل چارواکي او ځینې ژورنالېستان هم شته دي، چې په لويديځ کې د سياسي پنا په لټه کې دي.))
خو د ولسي جرګې غړي د پارلماني مصئونيت څخه په ګټه اخیستو دا زمینه سازي کوي. په ۱۳۸۷ کال کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګويا د كوچيانو استازې پروين مومند او فهيمه احمدزۍ په ولسي جرګه کې د خپل وکالت پر مهال له جرمني او کاناډا څخه د سياسي پنا غوښتنه کړې وه. خو ځینې نورو یې له محور سره په خبرو کې وویل، هېوادنۍ مینې اړ اېستي، چې که و هم مري له افغانستانه نه وځي او د وتلو اوازې یې دروغ دي.
له وړاندې یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم د فساد د دوسیو له امله له هېواده فراري شوي دي، چې ښې بېلګې يې: د حج او اوقاف پخوانی وزير او د جمعيت ګوند مخکښ غړی صديق چکري، د افغانستان بانک پخوانی رييس عبدالقدير فطرت، د آريانا افغان هوايي شرکت پخوانی رييس نادر اتش، د ترانسپورت پخوانی وزير عنايت الله قاسمي او ځینې نور دي، خو اوس یو شمېر نور له خپلو موقفونو د سیاسي دوسیو په وسیله دغه هڅې کوي.
له محور سره په اړیکو کې د دغو وکیلانو ځینې یې حاضر نشول پوښتنو ته ځواب ووایي.
زمونږ لوی اکثریت هغه احمقان دي چې له یوې خوا په لوی لاس رشوت خوري، پراخه اداري او مالي فساد ترسره کوي، په درنو جرمونو لکه انساني کاچاق، اختطاف، نشيي توکیو کار او بار، له مخالفو وسلوالو سره اړیکې او وطن ته خیانت او یا هم بهرنیو استخبارتو ته د مذهب او قام په نامه خدمت کول تر سره کوي چې په پایله کې یو مظلوم افغانان قربانیان دي او دوی بیا د لوبې په وروستیو او خراپو شیبو کې په یوه بل هیواد کې د پناه په هیله هلې ځلې پیل کوي.
همدغه خاین او په فساد ککړ مشران چې نن د ملت وینې څښي سبا به د خپلو عملونو له امله خپلې کډې په چرګه باروي او له وطن نه به وتلو ته اړ کیږي او بیا په نورو هیواد کې پیسې هم ولري دغسې بې قانونه کارونه نشي ترسره کولای لکه اوس چې په افغانستان کې کله ترافیک په ځمکه را څملولی وي، کله یو خوارکی پولیس او کله هم لارویان.
سلام ګرانو دوستانو زما سره تر اوسه رسنیو اړیکه نده نیولي که نه حتمي به مي ورسره غږیدلي وم . ګرانو دوستانو زما روغتیایې حالت اوس هم ښه ندی، تر دي د مخه هم د رخصتیو پر مهال جرمني ته د درملني له پاره راتلم خو د کاري دوري په پای کې مي پریکړه وکړه چې څه موده همدلته د خپلو ماشومانو ترڅنګ پاتي شم او پوره درملنه مي وشي د اقتصادي مشکلاتو له کبله مي په یوه راډیو کې چي د افغانستان د بیا رغوني له پاره یې ځانګړي خپروني لرلي هم کار پیل کړ او ځان راته بیا هم څه نا څه د وٍطن په خدمت کې شریک ښکاریده .که څه هم د ځان د سپناوي له پاره تر دي زیات څه نه لرم خو بیا هم دا زما د اړیکې شمیره ۰۰۴۹۱۷۶۳۵۳۸۸۱۵۷
پروین مومند