تاند- د افغانستان پولیسو د یوې هندۍ لیکوالې د وژلو په قضیه کې د لاس لرلو په شک دوه تنه نیولي دي.

هندي الاصله لیکواله سوشمیتا بنرجي تېره اوونۍ په پکتیکا ولایت کې د خپل کور مخته ووژل شوه.

د پکتیکا د والي ویندوی مخلص افغان فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«پولیسو دوه تنه نیولي او هغوی د بنرجي پر وژلو اعتراف کړی دی.»

ده همداراز وویل:«نیول شویو کسانو په خپل اقرار کې ویلي چې دوی د بنرجي د وژلو امر د دې لپاره ورکړی و چې د دې له کتاب څخه په جوړ شوي فلم کې طالبانو ته سپکاوی شوی و.»

مخلص افغان همداراز وویل:«دوی دا هم ویلي چې بنرجي په کور کې انترنټ درلود او د هند لپاره یې جاسوسي کوله.»

پولیس وايي، وسله والو طالبانو دا هندي الاصله لیکواله د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په شپه د خپل کور مخته وویشته او مړی یې یوه جومات ته نژدې واچاوه.

نهه څلوېښت کلنې بنرجي، چې په صاحب کمالې مشهوره وه، په پکتیکا کې د روغتیايي چارو ترڅنګ د ښځو د ژوند په اړه فلمونه جوړول.

طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

بنرجي په ۱۹۸۹ میلادي کال وروسته له دې افغانستان ته لاړه چې له یوه افغان سوداګر سره یې واده وکړ.

د «کابلي والا بنګالۍ ښځه» په نوم د دې د تېښتې په اړه کتاب په هند کې تر ټولو زیات پلورل کېدونکی کتاب و او بالیووډ یا د هند سینما په ۲۰۰۳ میلادي کال ورڅخه «له طالبانو څخه تېښته» په نوم فلم جوړ کړ.

د پکتیکا د والي ویندوی وايي چې د بنرجي د وژلو په تور نیول شوي کسان د حقاني شبکې غړي دي او د ولایت په مرکز ښرنه کې د دوشنبې په ماښام ونیول شول.

10 thoughts on “پولیسو په پکتیکا کې د هندۍ لیکوالې د وژلو په تور ۲ تنه نیولي”
  1. یوه شي ته حیران یم، له یوې خوا نه تاسو وایئ چې مسلمانه شوې وه او صاحب کماله/سیدکماله نومېده او بیا ورسره دا چې ۲۴ یا ۲۵ کاله پخوا یې له افغان سره واده کړی دی، نو پوښتنې دوه راولاړېږي چې:
    – ولې د بنرجي پر ځای ورته چورلټه صاحب کماله نه وایئ؟
    – ولې یې هندوستان پورې ورتړئ؟
    ریښتیا، پوه نه یئ چې په ۲۵ کالونو کې یې افغاني تابعیت ترلاسه کړی وه که نه؟

    1. دا ځکه چې هند یې خپله تبعه بولي او بیا بیا یې خبرونه خپروي. تاسو ته مالومه ده چې موږ افغانان په تېره بیا پښتانه د شخصیتونو پر وژل کېدو چندان ری نه وهو

  2. نور مو هم خفه کړم. ریښتیا خبره ده چې مونږ ډېر بدمرغان یو (بدمرغه مې په جمع کې ځکه ونه ویله چې ښځينه ښکاري که نه مرغان خو نه یو :))

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    زه د هر انسان وژنه غندم او د مېرمن سوشميتا بنرجي مړينه هم يو غير عادلانه کار ګڼم، خو ځيني ټکي بايد ياد کړم. ما دغه مېرمن نه پېژندله او وروسته له ۲۰۰۱ م کاله هر چا د آدم خان په ښامار خپله توره سره کړه! نو ما ته يې د افغانستان د يو سیاسي ليډر يوه ټوکه چې د «چومبۍ» په نامه ده، راياد شوه: وايي چې يو ځل د کوم چا کورته نا بللی مېلمه ورغلی وو، د کورودانې خاوند په اوداسه شو، خو د کور مېرمنې يو له غوړو ډک آونګ له چومبۍ سره مېلمستون ته راوړ او څو ځلې يې چومۍ په غوړو غوټه ومنډله، نو د نابللي مېلمه ورته پا شو او ترې يې وپوښتل! وه خورې دغه چومبۍ ولې په غوړو غوټه منډې؟ نو کورودانې ورته وويل، چې ستا لپاره يې غوړوم! نا بللی مېلمه وارخطا شو او بيا يې وپوښتل ولې زما لپاره! نو کورودانې ورغبرګه کړه: زما مېړه چې نا بللي مېلمه ته په قهر شي، نو چومبۍ يې په غره ورمنډي، نو په تا مې زړه وسولو او دا دي درته غوړوم يې! نا بللي مېلمه مخکې له دې چې د کور خاوند له اوداسه بيرته راشي، نو پښې يې سپکې کړې! د کور خاوند له مېرمنې وپوښتل چې مېلمه څه شو، نو هغې ورته وويل، چې زما نه يې چومبۍ وغوښتله، خو ما ورنه کړه، ځکه خپه شو او له کوره ووتلو! د کور خاوند په قهر شو، چې وه مېرمنې دا دې څه وکړل، خو آخر دغه غم وهلې چومبۍ به دې ورکړې وی! نو سمدلاسه يې چومبې راواخيستله او په خپل ملګري پسې يې هی کړل! خو چې ورنيژدې شو، ورناره يې کړه! يوه څه چې دوې چومبۍ به دروړم!!! خو مېلمه له وېرې دوې خپلې او دوې هم پردۍ کړې!!!
    ما د مېرمن بنرجي سوشميتا فلم ټول وکتلو، خو خورا خپه يې کړم، ځکه د افغاني مبارزې، اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو داسې انځور يې ښودلی دی، چې ما ته مې هم ځان ډېر سپک ښکاره شو، خو په ټولنه کې به ډېرې بدمرغۍ وي، مګر څومره چې زموږ ولس د سوشميتا په سناريو کې سپک، ظالم، بې پرنسيپه او زليل ښودل شوی دی، نو ما يې تصور هم نه شوی کولی، نو حتی ما ته هم دغه فلم د تحمل وړ نه وو، نور خو لا څه کوی!
    په فلم کې بنرجي د سوشميتا په نامه د يوې هندوې کيسه داسې جوړه کړې، چې يو پښتون يې له هنده له خپل کوره په چلول راتښتوي، د پېښو پيل ۱۹۸۸ ښودل شوی او د سوشميتانامې د تېښتې نېټه ۱۹۹۵ م کال ښودل شوی دی او په فلم کې د طالبانو تر څنګ پښتانه، افغاني ټولنه او اسلامي ارزښتونه ډېر سپک شوي دي، خو بايد ياده شي، چې د دغه مودې په ترڅ کې ليا روسان په افغانستان کې ول او تر ۱۹۹۶ پورې طالبانو په کابل کې واک هم نه درلودلو، په پکتيا او مشرقي کې وروسته له کمونيستانو مجاهدينو قدرت درلود، نو څنګه دې خپل خيالي انځور پر طالبانو په دې سپکې بڼې ورتپلی دی او د طالب تر نامه لندې يې زما افغان ولس سپک او سپور کړی دی، لکه خالد حسيني چې په خپله ګوډيپرانبازي کې قومي اور ته لمنه وهلې او د ملت ارزښتونه يې په يوه کورنۍ کې راغبرګ کړي دي! لکه د حسيني په متاب کې چې سيمې هم داسې يادې شوې، چې حتی د افغانستان په جغرافيه کې يو مشرق بله په مغرب کې دي، نو د سوشميتا په فلم کې هم سيمې ګډوډې دي، ځکه هم د خالد حسيني موخه او هم د دغه فلم موخه تبليغي او د افغان ولس ضد دريځ لري!
    زموږ په ټولنه جنګونه تپل شوي دي او په وروستيو ۴ لسيزو کې پر افغانستان د روسيې، پاکستان، عربستان، ايران او هندوستان تر څنګ د سيمې نورو ملکونو هم خپل تيري تر سره کړي دي او نن خو د نړۍ ۴۵ ملکونه په افغان ولس د ظلم مېچن چلوي، چې تر ۲ يا ۳ ميليونه خلک مو ووژل شول، خو بيا هم زموږ د هېوادوالو د صبر کسه وانوښتله او د صبر سړه سينه کې هر څه ساتي! زما په افغانستان کې په ډېرو سيمو کې ليا يوه کېږدي د غرونو په رغونو کې پرته له امنيتي ځواکونو درېدلې وي، خو هم يې ماشوم، هم يې مېرمن او هم يې څاروي او نور مخلوقات ځانونه د افغان ولس تر ذهنيت لاندې په امن کې احساساوي! ځکه موږ افغانان یو او د هر انسان عزت، عفت او آبرو خپل عزت، عفت او آبرو ګڼو!!
    د ښارونو خبره بيا بېله ده، چې خپل ځانکړي ذهنيت او ګڼټبريز پوهاوي او زغم ته اړتيا لري، چې په ښارونو کې د امنيت، انسانيت او اهليت مسؤلين بيا امنيتي ځواکونه دي، ځکه په ښار کې هم ملا شته او هم بل! هم انسان شته او هم شيطان، هم غل شته او هم اجم، ځکه نو د ښار بلاوې د کليو له بلاوو سره نه شي مقايسه کېدلی او په ښار کې د يو بام واروه پر بام ورلوېږي!
    زه افغانانو ته وړانديز کوم، چې د سوشميتا په سناريو جږړ شوی فلم يو ځلې وګوري اوبيا قضاوت وکړی او له سوشميتا به بيا پوښتنه شوې وی، چې له دغه غم ځپلي هېواد سره دې چې دومره کرکه موندلې وه، نو ولې بيا دغه بدمرغه مملکت ته راغلې او دلته مېشته شوې! هر څوک هلته غواړي مېشت شي، چې هوسا، با آبرو او آرام ژوند ولري! مګر له اور سره لوبې بيا خپل عاقبت هم لري، چې پايلې يې کله کله ډېرې زړه بوږنونکې وي!
    معه سلاموکم الاهلول مشاهدون
    ملا ميوند آخوند

  4. ملا میوند، که خبره داسې وي بیا خو یې زه په مړینه نه یم خپه، د دې دې دا غټ مخ په کفن شي.

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    دغه لاندې لينک د سوشميتا د سناريو پر بنسټ جوړ شوی هندي فلم دی، نو تاسو هم کولی شی، چې په سړه سينه يې وګوری او د فلم د مودي، کرکټرونو او موخو په اړه بيآ له نورو سره خپل نظر شريک کړی.
    http://www.youtube.com/watch?v=xH2ZqVk5AYA
    http://www.youtube.com/watch?v=4AnvC3VsOmI

    معه سلاموکم الاهلول مسلمين
    ملا ميوند آخوند

  6. ملا صاحب میوند اخونده
    اول خو په دغه فلم کې د ډیرو هندي فلمونو په شان مبالغه نه ده شوې دوهم که مبالغه هم شوې وي چې په هر هندي فلم کې کیږي نو ایا په دې خاطر باید یو څوک ووژل شي؟ که داسي وي د کرزي حکومت باید هم تاسي ووژني او هم تاندوال ووژني ځکه چې هره ورځ بد رد پسي لیکي. ډیر امکان شته چې میرمن د بنرجي په کیسو کې د هندي فلم ډایرکټر د لیدونکو د جلبولو دپاره اضافي شیان ورشامل کړي وي.
    د نظر د څرګندولو په خاطر د انسان وژل سوچ حرام او بې رحمي ده. کګه تاسو نن د دې ښځې مرګ په دې خاطر تاییدوئ چې مردارخورو طالبانو ته یې بد ویلي سبا ستاسو د مرګ جواز هم پیدا کیږي.
    ډیر خوابدی په دې یم چې د پنجاب افکارو د پښتنو پر تعلیم یافته ګانو هم اغېز کړی دی:

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي ورور نصيب الله ته درنښت او وروسته له درنښته بايد ووايم، چې هر څه حد لري او په يو ټبر يا سياسي جريان هم ملنډې وهل خپل بريد او پوله لري. زما مخکنۍ تبصره مو که لوستي وي، نو ما دغه کرښه د خپلې شننې په پيل ليکلې دي «زه د هر انسان وژنه غندم او د مېرمن سوشميتا بنرجي مړينه هم يو غير عادلانه کار ګڼم، خو ځيني ټکي بايد ياد کړم.»، چې تاسو بيا خپل قضاوت پرې وکړی. په بحث او کړو وړو کې موږ بايد منطق وکاروو او د منطق منفي او مثبت ټولنيز اړخونه وڅېړو. په دې کې شک نه شته، چې ما خپله مبارزه د امريکايي ډيموکراسي او افغاني سوټه کراسي سره د ۲۰۰۱ م کال د سپټامبر له ۱۱ پيل کړې او تر ننه مې په دريځ کې بدلون نه دی راغلی، ځکه له همغه پيله ما ويلي ول، چې د افغان ولس سره جګړه غير متوازنه، غپر متناسبه او غير عادلانه جګړه ده او د افغان ولس نه هغه مهال او نه هم نن د نيويارک د پېښو د سازماندهي وسه درلودله او نه به يې هم په راتلونکو څو لسيزو کې ولري، ځکه زما افغا ولس په وروستيو ۴۰ کلونو کې د ځبرځواکونو او استخباراتي کړيو په محاصره کې دی، نو نه شي کولی په نيويارک د تروريستي عمل توان ولري!!
    د سپټامبر له پېښې سره سم، ليا څو ګړۍ وروسته له دغه زړه بوږنونکې پېښې د جاپان صدر اعظم ياده کړه، چې تر ۵۰۰۰ زياد يهودان هغه ورځ د «وې، ټې، سې» تعمير ته کار کولو ته نه وو تللي، په پينسلوانيا کې د رالوېدلې الوتکې نښې تر ننه نه دي ثابتې شوې او په پنتاګون هم طياره نه ده رانسکوره شوي، مګر د راکټ وار ته ورته د پنتاګون په يو اړخ وار شوی او الوتکه ليا څو سوه متره ليرې له پنتګونه راشېوه شوې ده، چې په دې اړه په لسهاوو مستند، علمي او څېړنيز فلمونه او کتابونه هم ليکل شوي دي، چې تاسو يې کولی شی په آسانۍ وموندی او ويې لولی!
    د امريکا پرمټ لاسپوڅې اداره هم له لومړيو ورځو خپل لاسونه د ليلا په دښته کې او د مزار په قلاي جنګي کې د طالبانو او د سيمې د پښتنو په وينو، سره کړل، چې تاسو يې د دسته جمعي وژنې فلمونه اوس هم په مستنده بڼه په اينټرنېټ کې موندلی شی، نو آيا ما هم لکه ډېرو نورو غوندې د امريکايانو لاسناستو ته لبيک ويلی وی، مګر نه زما وجدان، منطق او له خلکو سره انساني مينه ما ته د دې اجازه نه راکوي، چې سم ته نا سم و وايم او غلط ته غلط و نه وايم!
    زموږ خلک او زموږ خاوره اوس هم د ځبرځواکانو حريم دی، چې زموږ افغان ولس رټي، شبنيشينۍ پرې کوي، تلاشې ته يې راکشوي او تظاهراتو ته يې ګولۍ ورولي!!! زه که طالب ته په لاس ورشم، نو سر مې راپرې کوي او کرزی مې که وپېژني، نو ګلان نه راباندې شني!!! په دې هيله، چې موږ افغانان او په تېره پښتانه د مملکت په اداره، صداقت، خپلواکي او د نورو د حقونو په درنښت ځان پوه کړو، چې بيا نه د نغوتې ګوته بل ته لکه کړو او نه هم د پنجاب په لومه کې په نورو ټاپې ووهو!!
    د يو خپلواک او پرمختللي افغانستان په تمه
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  8. نصیب صاحب هسي بې ځایه هڅې مه کوه- خېټور صاحب په ښکاره وايي چې له هماغه پیله په افغانستان کې د دهشت او وحشت پر خلاف د نوي حرکت مخالف و. څوک چې د اوسني حالت په وړاندې، د ټولو مشکلاتو او نیمګړتیاوو سره سره، د طالبي وحشت ملاتړ کوي باید د هیڅ راز منطق توقع ونه کړي دا ډول کسان یوازي او یوازي په قتل او قتال باورمند دي. خېټه د ملا فضلو انتخابي نښان دی زه خو بله توقع ترې نه لرم.
    خو د منطق او پوهې خاوندذانو ته وایم چې تاسي باید هیڅکله حتي د پوچ مغزو طالبانو په باره کې هم د وژلو او مرګ فکر ونه کړئ.

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *