تاند – عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور د حکومت پر ضد په ترکیه کې یو ايتلاف جوړ کړ او ویې ویل چې دا ايتلاف به ژر په افغانستان کې اعلان کړي.

دوی وايي دا ايتلاف یې، چې «د افغانستان د نجات لپاره د ايتلاف عالي شورا» نومېږي، د هیواد سختو سیاسي او امنیتي شرایطو ته په کتو جوړ کړی دی.

د ايتلاف سرچینې وايي چې (د افغانستان د نچات لپاره د ايتلاف عالي شورا) به په یوه ستره غونډه کې په افغانستان کې اعلان کړي.

دا ايتلاف، چې اوس دېرش کسیزه شورا لري او غواړي چې نورې ډلې هم له ځان سره ملګري کړي، پر ولسمشر غني او په حکومت کې پر نورو پښتنو چارواکو اعتراض لري.

ايتلاف د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر د لېري کېدو لپاره د جمعیت ګوند غوښتنه په ځای بللې او د ولسمشر غني اجراات یې غیرقانوني او سلیقوي بللي دي.

په دې ايتلاف کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د جمعیت ګوند ريیس صلاح الدین رباني او په ترکیه کې د افغانستان سفیر سیحون هم زیات فعال رول لوبولی دی.

دوی د ملي یووالي د حکومت د موافقې د عملي کېدو، جنرال دوستم ته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د بشپړ واک د ورکړې، د اجرايي رييس د مرستیال په توګه د محمد محقق د صلاحیتونو د اعادې او د وزارتونو په چارو کې د ولسمشر د نه مداخلې غوښتنه کړې ده.

ايتلاف د امریکا او روسیې په وړاندې د افغانستان د بې طرفۍ د پخواني سیاست د احیا غوښتنه هم کړې ده.

دا هغه غوښتنه ده چې روسان یې بیا بیا یادونه کوي. روسان باور لري چې افغانستان نور بې طرفه هیواد نه دی او د امریکا متحد دی.

9 thoughts on “د محقق، دوستم او نور ايتلاف به ژر په افغانستان کې اعلان شي”
  1. وائي عطامحمد نور دوستم ته ويلي دي چې د ایشچي غوندې دوستي درسره کوم خو د اشرف غني په ضد مې ملګرئ شه

  2. The Union of the Devil Warlords, if these people and others are in the political circles, peace will never get to the country. If the US really wants peace in Afghanistan they should remove these devils.

  3. بیا مجبور یو ولسمشر ته ګوته ونیسو او دا د هغه بې کفایتي وګڼو. والله کې خو معلم عطا، قصاب محقیق او دوکتور دوستم غوندې خلکو ته دوه توته ارزښت بل چا ورکړی وی مګر اشرف غني په سر خیجولي. که زه د غني پر ځای وی یا خو مې بیرته هیواد ته نه راپریښودل او یا مې د رارسیدو سره زندان ته د نورو بدمعاشانو د درس لپاره ورغورزول. غني ته څه مجبوریت لرې چې عطا او دوستم ته دې سر ټيټ دی. زما په مشوره عمل وکړه او دوهمه دوره ریاست جمهوري خپله وګڼه او که داسې نه وي ددې لنډغرو نه دا لومړۍ دوره هم پوره کولی نشې.

  4. د « افغانستان د بحران او فلاکت شورا» هغه مرام او مقصد لري کوم چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت نور مسلح مخالفین لکه طالبان او داعش یې لري.
    که اوس مونږ د جمعیت ، شورای نظار ، د محقق حزب وحدت ، د دوستم جنبش او پرچم زمامداری په 1992 – 1996 پورې او بیا د طالبانو امارت له 1996-2001 پورې مقایسه کړو ، ټولو ته به معلومه وي چې په مقایسوی ډول د طالبانو امارت د ربانی له سیار حکومته یو څو فیصدی ارجحیت لري.
    د طالبانو د حجر دوره کې نژدې په ټول افغانستان کې یو دولت حاکمیت درلود، یواځې پنجشیر او د بدخشان ځينې ولسوالۍ د ربانی د پلویانو په لاس کې پاته وې.
    د کابل ښار ورانوونکي او قاتلان یې له ښاره وشړل، پاټکونه او د ښار منځ جګړه ورکه شوه ، د کابل ښاریانو چې په معجزه ای ډول د نظار شورا او حزب وحدت له وحشته ژوندي پاته وو ، حد اقل نور د مرګ له تهدید سره مخامخ نه وو.
    بنا که چېرې یو ځل بیا د « افغانستان د بحران او فلاکت شورا» غواړي د « جبل سراج ایتلاف » ځای ناستې شي نو ویلی شو اوسنی حاکمیت د جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غنی په مشري سلګونه وارې د ربانی او فلاکت شورا له پلویانو نه بهتره او ارجحیت لري.
    که سمتی ستمی شورا ګانی غواړي په افغانستان کې یکته تازي وکړي او یا پښتانه د افغانستان له سیاسي زعامت او شراکته ګوښه کړي نو بیا بهتره به داوي چې واک له طالبانو سره شریک کړل شي ، ترڅو د روس او ایران پلوو حرکتونو مخه نيول شوي وي.

  5. دا په کوم قانون کې دي چې هم په دولت کې برخه لرې او بیا په پردي ملک کې د دولت په ضد پروژې جوړوي۰ زه که د ښاغلي ولسمشر په ځای وم، دغه د مخدرو موادو قاچاقچیان عاجل ممنوع الدخول کوم او مال ئې ظبطوم۰ د سنا مجلس او شوراموقتاً بندوم او ټول اختیار په خپل لاس نیسم۰غلط او مخبر مشاورین کوروته لیږم۰ او دغه مصارف ټول په اردو لږوم۰
    این خائنین و دشمن مردم باید محکمه شوند۰
    شـتــر در خـواب بـیـنـد پـنـبـه دانه »»» ګهی قپ، قپ خورد وګهی دانه، دانه
    شاید که نرسی به خانه ای حرامی »»» این راه که تو میروی به ګورستان است
    مرګ بر دشمنان خاک و مردم غیور افغان۰

  6. مونږ تر اوسه د خپلو وړو او ځلمیو د سلګیو ږغ ندۍ هیر، زمونږخولې خندا هیره کړې، مونږ مو له ژونده ویستو، زمونږ ستاسو منافقینو ائتلاف څه پکاردی، مونږ صرف سوله غواړو۰ زمونږ زړونه ډیر زخمي دي او هغه زړونه چې زخمي وي څنګه به تاسویاغيانواو لیونیانو ته خوښي وکړي۰
    ************************************************
    د زوی واده بانه کړي ـــ ترکیه کې فیصله کړي
    جنګي ټیکه داران دي چې ولس ته دسـیـسه کړي ـــ په مونږ غواړي حمله کړي
    چې داسې مافیاګان وي ـــ د نورو ګوډاګیان وي
    مـلـتـق ـ پـلـتــق ته ګوره چې مـحـقـق سره قَ قَ کړي ـــ هګۍ به په جرګه کړي
    په دوې کې اسلام نشته ـــ ریښتني کلام نشته
    دأ هغه د ډالرولیونیان دي چې د دین په نوم خرچه کړي ــ خبرې په ترکیه کړي
    دا خاوره زما د پلار ده ـــ په لاس د دوکاندار ده
    ښرمـښ ته مـیښه ورکړه چې ساته ئې ! په پنجره کې ـــ اعتبار به ته په چَهَ کړې
    اصیله که افغان وي ـــ په ګټه دې خپل ځان وي
    لاســـونــــــه سره ورکړي چې دښمن په ادیـره کړي ـــ په کور کې فیصله کړي

  7. These people are war criminals. They don´t want peace in our country because they are spys from Iran and Russia. They have to be brought to a court.

  8. ګوری مرتجع (اپرچونست) دوی ته ویلی شو – ځکه دوی وایی هم حکومت سره یو – اوهم دحکومت پرضد یو – ځکه دموږ ګټې په خطر کې دی – دا کسان باید کرزی چغه کړی وای – دوستم له شهید نجیب سره څه وکړل -( زما پیشو ماته میو) حرام نمکی هم خپله اندازه لری – کرزی محقق ته دپلا ن وزارت څوکی ورکړې وه حال داچې ددو کچرو دخوراک اوربښې یې نه شوای پلا ن کولې – عطا مامد او دوستم دحیرتانو دبندر په عاید کې داختلاس دوسیه لری – دوستم داکبربای اوایشچی په لواطت کې دوسیه لری – دده دایم الخمر نه ټول خبر دی لعنت دې په داسې مجاهد وی چې دایم الخمر سره اییتلاف کوی

  9. ر ښتیاهم لکه سلیمان صاحب چی لیکلی دا ملی خاینان او اجرتی قاتلان د وحشیانه میخکوبی مبتکرین باید بیا افغانستان په خپلو خبیثو پښو مردار نکړی او افغانستان ته یی پرینږدی او که راځی نو باید حساب ته حواله شی ځکه دوی تر اوسه پخپل تاریخ کی د کوم انسانی یا ملی خدمت نښه هم نلری د دوی ټول عمر په قتل او غارت کی تیر شوی او د ملی خدماتو ظرفیت نلری ښه به دا وی چی ددی ملی خاینانو پر ضد شجاعانه قانونی اقدام وشی او د دی ښکرورو حمارانو، ښکر ورمات او ملت یی له شر خلاص او آزاد کړای شی دا ارذل الناس د امنیتی قواوو د ډوډی ،البسی، روغنیاتو او مهماتو لوی غله او د افغانستان ددښمنانو سره د معاملو قهرمانان دی چی ځپل یی جهاد او شرعی مسؤلیت دی او که امنیتی قواوی ددوی له لوث نه پاکی شی زموږ مجاهدی قواوی دهر دښمن ځواب ډیر ښه ورکولی شی خو همدغه ارذل الناس، نه پریږدی چی زموږ مؤمنی قواوی غالبی شی دوی د هډوکو پسی ګرځی او هر چیری ورپسی لالهاند دی نور څه نه پیژنی
    او کیدای شی دوی هغه مشترکات ولری کوم چی دوستم ورباندی پیژندل کیږی او شهرت لری خو دا د غلو او جانیانو مشترکه خصوصیات دی چی دوی یی سره نږدی کړی چی بقا نلری او دبقا ضامن یی یواځی شیطان کیدای شی او بس.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *