ډاکتر ماخان شینواری   

یادونه: دا به ورځنۍ نه وي، چې د یوې موضوع د پیل د مخه د خان په دندوغږیږم، خودا اړین بولم  ګرانولوستونکو ته دا روښانه کړم، چې ما د علومواکادمي کې هم داسې لږکارکړی اود ښوونځي نصاب کې هم، دا په دې مانا،چې داسې لږ تجربه په کې لرم.

زده کړه او ورزده کړه یو د بل سره سیده او په څټ اړیکې لري، دا په دې مانا چې که ورزده کړه ښه وي، نوزده کړه ښه ده او په څټ که زده کړه ښه وي، نو ورزده کړه ښه ده. په خواشینۍ باید ووایم، چې موږ په افغانستان کې دوه اړخیزې ستونزي لرو، دا په دې مانا، چې دا دواړه مو ښه نه دي، نه زده کړه او نه ورزده کړه. د د ې لاس ته راوړنه د ښوونځي په پوهنیز نصاب کې پوره لیدل کیږي.

لیکنه به اوږدوم نه. لنډ:

په افغانستان کې د درې علمي مؤسسو یعنې د پوهنې – او د لوړو زده کړو وزارتونو اود علومو اکادمي  لرو.

دا باید په خواشینۍ سره ووایم، چې د دوي په منځ کې همغږي نه شته او نه یو دبل په منځ کې ملاتړ.

د هیواد د پوهنې او پوهنه معیاري کونې له پاره دا همغږي باید د دوی منځ کې پیدا شي او د دوی کارونو په منځ کې هم باید فکر وشي. د دې موئسسو د کارونو لار باید بدله شي پروګرامونه باید د ورځې ګټو په اساس وي او ترې د کاراخستلو په بنسټ باید سم شي.

لنډ: د دې درې مؤسسو په منځ کې باید نه ځانله همغږې پیدا شي، د دوي په مڼځ کې باید یوسم عملي کیدونکی پروګرام جوړ اوپلی شي.

دا نو باید څنګه وي؟

موږ د دوه ډوله پروګرام ټاکلوله پاره باید فکر وکړو.

لومړی:د هرې مؤسسې خپل درسي اوکاري پروګرم.

دویم: د رېواړوپه منځ کې د همغږۍ اوګډ کار پروګرام.

د پوهنتون له پاره نصاب:

دلته هم لومړي توبونه دا دي، چې استادان باید هغه د سر کسان له پوهنتون څخه و نیول شي، موخه مې هغه د پوهنی په اړخ کې یا پوهنیز( علمې) همکاران دي او دوي هم لکه څنګه دښوونځي د نصاب استادان د خپلو دوه ژبو برسیره په یوه پرمختللې ژبه ښه وپوهیږي، نږدې لکه دواړه پلې ژبې. دې خو اړتیا نه شته، چې خپلې ژبې باید په یادې راوړم، چې باید ښې یې زده وي، دا خو یو قانوني امر دۍ. د پوهنیزوهمکارانو امتیاز هم همدا دۍ،چې د لوړوزده کړو له پاره دباندنیو هیوادونوته ولیږل شي. په اړونده لوستو کې یې د پوهې سویه باید جګه شي اونوروهیوادونود درس ورکړې او کتابونو راټولولوکې هم تجربه تر لاس کړي. په دې خو پوهیږو، چې په پوهنتونکې د ښوونځي په څیر د درس له پاره کتابونه نه لیکلد کیږي، په پوهنتون پوهان یا علمي همکاران په  معلوم نصاب کې په نصاب کېد یاد درس له پاره په خوښه موادراټولوي، چې دا کار هم باید درسورکونکویا پروفیسرانوزده کړی وي.

دپوهنتون د درس ورکوونکو اجوره خو ښه شوې، چې همدسې باید د ښوونځي د نصاب لیکونکو اود علومواکادمي علمي کارکوونکو له پاره هم وي.

د لکچر ورکوونکي دنده دا هم باید ي، چې متو شوي لیکچرونه د یوه کتابډوله لیکې له لارې را وباسي، تمرینونه چمتوکړي، چې هغه هم په هغه ورته ټاکلي وخت د زده کړوسره روښانه شي یا کار پرې وشي.

د مضامینو ټاکلو له پاره باید استادان په هغه روزنیز هیواد کې بلد شي او بیا د هغه هیواد او نوروهیوادونود درسي پروګرام سره پرتله کړي اود پوهنتون له پاره هغه مناسب مضامین خوښ کړي، چې په کوم سمستر کې کوم وویل شي.

د استادانو نور کارونه: استادان باید د علمي همکارانوپه مرسته لکچرنوټونه ترتیب کړي د تمرینونوسره، چې هغې ته شاګردان لاسریسی ولري.

د لکچرنوټ ترې رانیول شوي مرستندوی کتابونه باید له هر څه د مخه زده کړوته په ګوته کړي، پیداېښتي ده چې دابه هغه کتابونه وي، چې زده کړي ورته لاسرسی لرودی شي ( دا یو پیچلی کار دې،چې دا ادبیات دې نوله کومه شي؟).

دا چې کوم مضمون په اونۍ کې څو ساعته درس ورکړشي، دا به هم استادان د خپلې تجربې له مخې ټاکي، خو زه به د فزیک او شمیرپوهنې یوه يوهبیلګه له تاسوسره شریکه کړم:

فزیک ۱ او ۲ : دوه سمستره د تمرینونوسره. په اونۍ کې څلور ساعته لکچریا درس اودوه ساعته تمرینونه.

دبرنڅیال – اوانتیګرال شمیرنه: دوه سمستره. څلور ساعته اونۍ لکچرنوټ اودوه ساعته تمرینونه، چې تمرینونه، پیداېښتي د، چې د پوهنیزو همکارانو په مرسته اوبی کیږي، یعنې بروفیسر ته اړتیا نه شته.

درس باید څنګه ورکړل شي؟

پرته له طب او ګومانمېدۍ،چې حقوقبه هم په دېکتیګوريکې راشي او دواچوړولو زدهکړې یو استاد یودرس د مسلک سره سم نیسياو همغه بیا تل مخته بیایي.

ډې نورو مسلکونوکې استادان باید مضمون تل بدلکړي او هغه مضمون، چې سږکا یې درس ورکړي، د هغه تکرار دې بیا څلورکاله وروسته (اړتیا کتل کیدی شي، چې څومره زر) بیا ورکړي. دا د استاد له پاره اړین دۍ، چې د استادانو نورڅه هم له د یاده ونه وځي او تمرین یې نور هم پسې زیات شي. زه ګومان کوم چې په افغانستان پوهنتونوکې چې استاد کوم مضمون ونیوه، نوهغه بیا د ژوند ترپایه درس ورکوي، چې دا نه د استاد اونه دزده کړوله پاره ګټوردي. نه دا چې ګټورنه دۍ،زیان هم لري. استاد په سږکا ل ورګړي درس کې باید لږترلږه یوڅوسمسترونه دمه ولري، چې بیرته یې تکراروي.

مونوګرافونه یا تیزسونه باید څنګه ولیکل شي؟

 

موږ اوتاسوخوپه افغنستان کې مرستندوي کتابونه نه لرو اوکه لرویېنوخورا کم دي.لهدېامله زما وړاندیزدا دۍ،چې دا لیکونکي دا لیکنه د نوروموادو د راټولولو په ځای یوکتاب وژباړي یا کتابونه وژباړي او د همغه په بنسټ دې بیا هغه علمي رطبه ورته ورکړ شي.

دوه ګټې، چې د علمې کتاب ژباړېپه څنګ کېمرستندوي کتابونهزیاتیږي اودا کتابونهچې ژباړل کیږي، باید موخه ور ټاکل شوي وي.

د مضامینوټاکل:

دا پروګرام خود څوکالوله پاره یوځل ټاکل کیږي،خوباید ټاکنې ډېرې په ځير یا دقیقي شوې وي.

په دې لار کې هم د نوروهیوادونو درسي پروګراموونه باید وکتل شي.

اجازه دې وي، چې زه یې د شمیر پوهنې بیلګه راوړم.

د هر څه لومړی باید همدا اوس په یادراوړم، چې د افغانستان د پوهنتون په نصاب کې لږترلږه د ټولیزیا عمومي الجبر universel algebra مضمون نه شته، چې اړیین دۍ اوبل اړیین یې ګڼونتیوري Nummber theory ده، چې دا دواړه باید همدا اوس نصاب ته دننه شي، په نورومې دومره فکرنه دۍ کړی او د پوهنتون له پروګرم څخه هم پوره معلومات نه لرم.

دا ستادانو د ترجمې لهپاره باید استادانو ته پوره اجوره ورکړ شي، چې دويد نوروژباړوله پاره همځانونه جوګه وبولي.

دا دې همدومره لنډ دلته بسیا وکړي.پسې به د علومو اکادميپه هکله  لنډه لیکنه ولرو.

2 thoughts on “د افغانستان علمي مؤسسو ستونځوبیو ته څه باید وشي؟”
  1. یوه پوشتنه مې داده چې دا د علومواکادیمی غړي ولی خپل القاب نه لري چې پرځانویی کیږدي ، دوی چې خارج ته ولاړشی ځانونه محقق اونور نه معرفی کوی ، برعکس پروفیسوران یي بولی ، لکه زلمی هیوادمل اوغفورلیوال اونور په دغه باره کې لږ وضاحت راکړئ
    درناوی
    زرین کل له اندچه

  2. دروند زرین ګل صیب ډېره مننه. زه یو وړاندیز کوونکی یم اونور په دې هکله معلومات نه لرم. هیله ده، چې کوم کس پیدا شي اوستاسو دا پوښتنه ځواب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *