تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: طالبانو په یوه اعلامیه کې د سور صلیب منع کړیو خدمتونو او فعالیتونو ته د بیا پیل اجازه ورکړه.

طالبانو په دې تړاو تاند ته. په یوه استولې خبرپاڼه کې روښانه کړې چې کومه ژمنه یې چې د سور صلیب له نړيوالې کمیټې سره د دغه بنسټ د خوندیتوب لپاره کړږ وه بیا هم د اعتبار وړ ده..

طالبانو په اعلامیه کې ویلي، خپلو ټولو جنګیالیو ته یې امرکړی چې د سره صلیب کمېټې لپاره دې د فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي، کارمندان دې یې وساتي او وسایلو او اجناس دې یې هم له ضرره خوندي کړي: (( پخوا د یو لړ ملاحظاتو له کبله د سور صلیب فعالیتونه تړل شوي وو، خو اوس په دوحه کې له طالب مشرانو سره د سور صلیب مذاکراتو پایله ورکړې او افغانستان کې به د دغه نړیوال بنسټ فعالیتونه بیا پیل شي.))

 طالبانو ویلي، له سورصلیب سره د طالبانو نه یوازې زړې هوکړې د پلي کېدو وړ دي بلکې د دواړو لوریو تر منځ په یو شمېر نویو مسایلو هم هوکړه شوې ده.

 طالبانو د روان کال د حمل له ۲۲مې څخه په افغانستان کې د سور صلیب فعالیتونه منعه اعلان کړي وو، خو اوس شنونکي وایي، طالبانو دغې نړیوال بنسټ ته ځکه اجازه ورکړې چې امریکا ته وښيي چې دوی د نړیوالو له حضور سره هیڅ مشکل نه لري او د سولې مذاکرات دې بیا پیل کړي.

One thought on “طالبان: افغانستان کې نور په سره صلیب بریدونه نه کوو”
  1. Statement of Islamic Emirate regarding resumption of activities by ICRC in Afghanistan
    The Islamic Emirate had a number of issues with the quality and quantity of activities being carried out by the International Committee of the Red Cross in Afghanistan which forced the Islamic Emirate to suspend their activities and scrap the security guarantees which the Islamic Emirate has given to all committed NGOs in Afghanistan.
    Following continuous contacts and discussions between officials of the Islamic Emirate and heads of ICRC in the capital of Qatar, Doha, both parties consented to following the old agreement on top of new promises in humanitarian aid leading to the Islamic Emirate granting ICRC permission of resuming their activities.
    With publication of this statement, the Islamic Emirate of Afghanistan restores the former security guarantees to ICRC in Afghanistan and instructs all Mujahideen to pave the way for ICRC activities and be mindful of security to this committee’s workers and equipment.
    Islamic Emirate of Afghanistan
    17/01/1441 Hijri Lunar
    24/06/1398 Hijri Solar 15/09/2019 Gregorian

    په افغانستان کي د سره صليب د نړيوالي کمېټې د فعاليتونو د بيا پيل په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

    په افغانستان کي د سره صليب د نړيوالي کمېټې د فعاليتونو د کميت او کيفيت په اړه اسلامي امارت يو لړ مهم ملاحظات درلودل، چې له امله یې د اسلامي امارت له لوري د دوی پر فعالیتونو بندیز لګېدلی وو او هغه امنیتي تعهد ځینې لغوه شوی وو چې اسلامي امارت یې په عمومي ډول په افغانستان کې متعهدو موسساتو ته ورکوي.
    د قطر هيواد په مرکز دوحه ښار کي د اسلامي امارت د مسئولينو او د سره صليب د نړيوالي کمېټې د مشرانو تر منځ تر مسلسلو اړیکو او بحثونو وروسته د سره صليب نړيوالي کمېټې او اسلامي امارت تر منځ د پخوانیو تعهداتو سربېره د بشري مرستو په برخه کې نوې وعدې هم وشوې چې پر اساس یې اسلامي امارت دوی ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه.
    د افغانستان اسلامي امارت د دغي اعلاميې له لاري هغه امنيتي تعهد چې مخکې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې ته ورکړل شوی وو بيرته معتبر ګڼي او ټولو مجاهدينو ته لارښوونه کوي چې د سره صليب د نړيوالې کمېټې فعاليتونو ته زمينه برابره کړي او د دغې ادارې د کارکوونکو او اړوندو اجناسو حفاظت ته پاملرنه وکړي.
    د افغانستان اسلامي امارت
    ‏۱۶/۱/۱۴۴۱هـ ق
    ۲۴/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/15م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *