تاند (سې شنبه، د حوت۱۳) په فضا کې تل لویې او وړې ډبرې یا اجرام کښته – پورته روانې لیدل کېږي او هر وخت دا امکان شته چې دا ډول تیږې زموږ له کُرې سره ولګېږي.
د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ناسا د فضايي چارو متخصصان وايي، که دا ډول یوه غټه ډبره زموږ له مځکې سره ولګېږي، درست انساني تمدن به له منځه یوسي.
په فضا کې د ګرځنده ډبرو څارونکي وايي، یوه ډبره، چې د اټکل له مخې یې حجم ۴ کلیومتره او ۱۰۰ متره دی، د مځکې په خوا راروانه ده. د دوی په وینا د دغه جرم سرعت په یوه ثانیه کې ۸ اعشاریه ۷ کیلومتره (په ساعت کې ۳۱۳۲۰ کیلومتر) دی.
د دوی په وینا په دې سرعت به دا ډبره د اپریل په ۲۹ نېټه مځکې ته رانژدې شي.
د ناسا متخصصان وايي چې دا تیږه به پر مځکې ونه لګېږي خو مځکې ته به ډېره نژدې شي.
دوی وايي که د یو کیلومتر حجم لرونکی جرم هم پر مځکه ولګېږي، کافي ده چې پر مځکه د بشر له لوري ټولې وداني او تمدن ویجاړ کړي.
د فضايي چارواکو متخصصان وايي، په هرو ۱۰۰ کلونو کې له ۵۰ زره ځلونو څخه یو چانس شته چې داسې یوه ډبره پر مځکه ولګېږي.
زموږ د وړوکی مځکی ( هیواد ) په لمن کی هم هغه ترکیبی ډبره چی دوې پېړی مخکی د شمال او جنوب د کهکشانونو (روس او انګرېز ) له مداره را خطا اسوې وه یوه پېړۍ مخکی زموږ د تاریخ او جغرافیا په نس کی ولګېده او لوګی ئې نه یوازی زموږ د مظلوم وولس په سترګو ننوتی بلکه د نړی د نورو کونجونو غوږونه او پزی ئی هم ور ولړزولی او همدا نن ورځ هم له هغو لوګیو څخه کړیږو