تاند، یکشنبه، د حوت ۲۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا ویروس پنځه نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې، چې څلور یې هرات او یوه یې دایکندي کې رامنځته شوې ده.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تاند ته وايي، په دې سره ټول هیواد کې د کورونا د مثبتو پیښو شمیر ۱۶ ته ورسېد.

نوموړی وایي، هرات ولایت کې د کورونا ویروس څلور نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې او له دې سره یاد ولایت کې د کورونا ویروس د پېښو شمېر لسو ته پورته شو: (( دایکندې ولایت کې هم د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه او لا هم ۵۶ مشکوکې پېښې په لابراتوار کې تر څېړنو لاندې دي.))

تر هرات وروسته سمنګان هغه ولایت دی چې د کرونا ویروس ډېرې یعنې درې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.

دایکندي، کاپیسا او بلخ بیا هغه ولایتونه دي چې د یاد ویروس یوه – یوه پېښه پکې ثبت شوې ده.

تېره ورځ عامې روغتیا وزارت د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو سره په همغږۍ د کورونا ویروس له وېرې ټول هېواد کې روزنیز مرکزونه تر یوې میاشتې پورې وتړل.

په ورته وخت کې د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې به د حکومت په امر د نوي کال جشن هم نه نمانځل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *