تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کورونا ۱۶۳ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې له جملې یې ۵۰ پېښې مثبتې وې.
د وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، تازه پېښې په هرات، کندوز، کابل، لوګر، پنجشیر، تخار او جوزجان کې ثبت شوې دي: (( په هرات کې ۲۱، په کندوز کې ۱۵، په کابل کې ۶، په لوګر کې ۴، په پنجشیر کې ۲ او په تخار، خوست، جوزجان کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.))
نوموړی وايي، په دې سره د کورونا ناروغانو شمېر په ټول افغانستان کې ۱۲۲۶ ته رسېدلی دی.
نوموړی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۰ ناروغان جوړ او روغ کورونو ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا ناروغان ۲۶۳۹۷۲۲ تنو ته رسېدلي، د مړو شمېر یې ۱۸۴۲۸۰ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر ۷۲۲۶۲۲ تنو ته رسېدلی دی.