تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: په دې وروستیو کې که څه هم په کابل او ولایتونو کې د چرګانو د هګیو بیې له لس افغانیو  ۱۵ نه تر ۲۰ سلنې لوړې شوې وې، مګر اوس د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، له دې وروسته به د یوې هګۍ بیه د ۱۲ افغانیو پر ځای ۶ افغانۍ وي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي تاند ته وايي، د هګیو بیې په کابل کې د سوداګرو او د هګیو د فارمونو د احتکار له امله پورته تللې وې.

 نوموړی وايي، اوس یې د کرنې او مالدارۍ خونې، د چرګانو د فارمونو ټولنې، تولیدوونکو او سوداګرو سره ګډه ناسته کړې کې تصمیم نیولی چې له دې وروسته به د یوې هګۍ بیه ۶ افغانیو ته راټیټوي: (( پریکړه وشوه چې په دریو سوداګریزو بندرونو به د هګیو وارداتو ته محدوده اجازه ورکول کېږي.))

  نوموړی وايي، د هګیو په وارداتو سره به د هغو فارمونو د خاوندانو د احتکار مخه هم ونیول شي چې غواړي د هګیو قیمت لوړ شي، ځکه په دې سره به هغوی تر ډېره د خپلو چرګانو هګۍ احتکار نه کړای شي.

 ښاغلي رستمي په ټولو دولتي او خصوصي برخو غږ وکړ چې د احتکار د عواملو مخه ونیسي، تر څو خلک د خپلې اړتیا وړ توکي اسانه ترلاسه کړای شي.

نوموړي هیله وښودله چې سوداګر به د هګیو بیې یوه افغانۍ نوره هم راتلونکې ښکته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په هیواد کې د تیلو او ګازو بیې هم شل سلنه راغورځېدلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *