که له کلي سره مو فزیکي اړیکې پرې شي، دا حالت به ناسمو شرایطو راوستی وي، خو په شعوري ډول له کلي او کلیوال ماحول سره اړیکه پرېکول راته پر غره ختل دي.
که څه هم اوس له کلي لرې یم، خو بیا هم په روحي لحاظ ورسره تړلی یم او هره شېبه راته کلی رایاد شي.
انسان چې کله د خپلې ماضي په اړه فکر کوي او د ژوند تېرې هېرې خاطرې ور په زړه شي، نو له تېر ژونده یو ځانګړی خوند اخلي او د تېر ژوند د بیا راتلو ارزو ور پیدا شي، خو وخت لکه باد داسې تېرېږي او تېر وخت بیا نه راګرځي.
د لوی افغانستان بنسټګر احمد شاه بابا د شیرین عمر په اړه فرمايي:
شیرین عمر چې تېرېږي درېغه درېغه
د اوبو په څېر بهېږي درېغه درېغه
زموږ د خلکو چې کرنه او مالداري د عوایدو سترې سرچینې دي، له کلونو راهیسې په دودیزه کرنه بوخت دي او له همدغو کرنیزو محصولاتو خپلې اړتیاوې پوره کوي.
مخکې مو د ژوند په ماضي او د کلیوال ژوند خبره وکړه، زموږ په دودیزه کرنه کې چې د غنمو کر معمول دی، اوس يې وخت دی او هغه سیمې چې ګرمې دي لوونه پیل دي او لوګري په لو اخته دي.
شاعر او لیکوال سړي ته د لو او لوګري په کلیمو، ډېرې هنري جملې، سندرې او د پښتو لنډۍ چې په زړه منګولې لګوي ور تداعي کېږي.
چې لوی کوې ګوتې به پرې کړې
پلار ته دې وایه چې لوګري واچوینه
په دې لنډۍ کې د کلیوال ژوند او د کلیوالې مینې د خواخوږۍ احساس ګورو.
په غنم لو کې مې خوله درکړه کنه
په غنم لو کې څوک اوبه نه ورکوينه
لو کول کوم اسان کار نه دی، خو په سره لمر کې لو کول، نو بیا بیخي سخته ده، خو که میین ته په لو کې د خپلې معشوقې پورته لنډۍ ور په زړه شي، نو هېڅ به د تندې احساس ونه کړي.
بله لنډۍ ده:
ستا د ښايست کمی دې نه وي
که د غنمو قحطي وي تـــېره به شيــــــــــنه
د غنمو د کروندو حاصل ته چې نجونې او میینان ټول تمې لري، نو عاشقان خپلو معشوقو ته د سور پېزوان د پېرلو ژمنه ورکوي.
که سږنی اوړی خدای وکړ
ماته لالي د سور پېزوان ویلي دینه
خو معشوقي بیا خپلو میینانو ته داسې هم وايي:
ستا په پټي دې ګلۍ وشي
زه به تر څو د دادا کور کې ناسته یمه
د نغمې په دغه سندره کې هم د پښتنو د ثقافت تفسیر راغلی دی:
لو دې د غنمو ياره
ګيډۍ راواچوه بنګړي راغلې دينه
ياره لو
په غنم لو کې مې خوله درکړه کنه
په غنم لو کې څوک اوبه نه ورکوينه
ياره لو
خو سایل صیب چې په للمه دهقانې کړې د باران غوښتنه کوي:
بارانه وورېږه
په شېبو وورېږه ما مې کوژدنې ته د للمې دهقاني کړې ده
د لو او لوګرۍ د کولتوري توکو په څېر د پښتنو د ثقافت ډېرې نورې برخې هم په شعرونو او لنډیو کې تفسیر شوي دي.
د پښتو لنډۍ چې په خپل لنډ جوړښت ( نهه او دریالس سېلابه) کې کوم مطلب او مفهوم رااخلي، دا يې غټ کمال دی او د ادبپوهانو په وینا پښتو ژبه دوه سرچینو غني کړې ده، یو خوشال بابا او بل لنډیو.
که د پښتنو د کولتور په باب ویل شوې لنډۍ راټولې شي، نو راتلونکي نسل ته به د خپلو پخوانیو خلکو او دودونو د زده کړې ښه ماخذ وي.