زموږ لومړى کورد کابل زاړه ښار په دوهم پوړکې و. شريکو د يوالونو يې ما ته عجيبه خوند راکوه ، پربا مونو به يې سيل، سيل کوتروغاړې وهلې، شغ را ټيټې به شوې ، نرى شمال به يې جوړکړ . لکه زما د زړه پرغولې چې کښينې. ګونګروګا نو به يې غوږونه را تخنول . په ژمي کې به يې د کورونو له موريو غوسکه ، غوړسکه دود خوت. د کب په مياشت کې به د شنه اسمان ترکوبې لاندې، د زاڼو قلقلې وې .د دې کلي کورکسانو به له يوه څګي (داوبوڅاه) اوبه څښلې .
له هغه ځايه مې زړه نه راکېده ، په همزولو پسې مې تودې، تودې توې کړې خو پلارته مې حکومت بل ځاى کور ورکړ. لومړي کورته زموږ د انا لرې خپله را اموخته وه ، ژمى به لا رابر نه و، ښځې به لکه د کاغ پښه، وچه تنه نيولې وه. يوه او بل به سره ويل د سپيرو کڼاوو واله بيا راغله، ما به مې مور پوښتله، ولې داسې خړه لمبه کوي؟ ادې به وچه ککړه راته وکړه:
_ د بورې، خاوره توره د ه. د باغ خيرن مميزبه يې له څو پاستو سره په بنۍ کې را نغښتي وو. په ښۍ سترګه کې يې نرى پرده وه ، لکه د دو ورځو سپوږمې چې يې د سترګې د ګا ټې څنډه نيولې وي. د ادې او ابا به مې پام ورسره غلط و خو نوربه ټول ورته په بد ورګ وو، وړو پسې به بيا دې بلا پسې کوله.
د ښارخلک ايله په ژمي کې يوه خونه تود ه کړي. تر تورې بخارۍ به ګرد را تاو وو په هم دې ټيل ما ټيل کې به دې هم زورونه وهل. د ښځې به چې يخسوز وغوړيد ه ، خولې ته به يې چوشکى ورکړ. د پلارد کور کيسې به يې سر کړې ، ويل به يې :
_ پلا ر مې د وخت صوبدار و(پخوانۍ دولتي رتبه)، له هندوستانه به يې غجرۍ سره او سپين زر راړل . د جا نان پيا لې يې (پخوانى قيمتي پيالې) تر ژوندونې پرسرګرځيدې.
د ښځمونو به يې کيسوته نيمى ينه نه وه، ژر، ژر به يې ورله غاړې کارونه حلا ل اومردار ترسره کړل، مخې ته به يې لکه د باز چګسى يا ټوسپکي کښېناستې .
هرکال مو يو مږ راچپه کاو ، د د دې له توسنه به د کا ل په نيمايي کې خنجوړى (لږ) نه و را پاته
ابا مې کيسه کوله:
زما نيکه يې ياداوه چې
د اوزګوړي له غوښې به يې په خوند ژبه ټکوله، خو ابا کله هم د اوزګوړي غوښې په موږ ونه خوړې . يونيم وخت به ادې هم د ښځې له خبرو سربداله شوه ، مخ به يې ور واړاوه او ترخه به يې ورته وکړه :
– يوخو دې د ژمي ميلمه خاورې سي. پسې زيا ته به يې کړه : پخوانو متل کړى جار ترهغه ميلمه چې ته پرې خبريږې او د ده سهار بړستن ګوګ ولاړه وي، دى کټيدلى وي. ښځې به وخند ل پوزه به يې لکه د ماهي چنګک ورغبرګه شوه په ټيټ سربه يې وويل:
– زه څيله مسته يم. د ژمي ليوه يم .
خوب کې به لټ په لټ اوښته، لکه پر زاړه کټ چې هډورسړى پروت وي، تمامه شپه به څخنېد ه . سها ر به بيا وخته لکه د مړي چې، تر ګور پښه جګه راوخيژي ، په ځاى کې سنګينه ناسته وه . يوه ورځ مې د بړستنې تر چولې ورکتل، لکه د موږک لکۍ، نرۍ چوټى يې مخې ته ور واړوله، څوکې يې پر ژبه ورلندې کړې ، بېرته يې شا ته واچوله. په ګوتو يې څه شمار وکړ، ستر ګې يې د ګل په رنګ ولړلې . ښه مې په ياد دي، په هماغه ورځ ورنه خلا ص شوو. کلونه کېږي ښځې پښه نيولې ده، چې تله د مخې له جيب نه يې دوه درې خيرنې پتاسې راکړې. کله، کله مې و يادېږي چې کاش يوار بيا راغلې واى .
په مسافره پيشلمي كه يي د وطن كلي را په ياد كَر (فضل الرحيم المان سخه)
خوندوره كيسه وه