مسعود خان مسعود –
د فاټا د انتظامي حېثیت د بدلون پہ اړہ د پښتنو پہ منځ کې پر دلیل او منطق ولاړ بحث کم البتہ پېغورونہ او پہ خوږو کې نغښتې کنځلې زیاتې دې۔
لہ افرادو او اشخاصو ګلہ ځکہ نشې کېدلای چې دا یوہ سیاسي مسیلہ دہ او پہ سیاسي مسیلو غیر سیاسی خلک ھغسې ژور بحث نہ شي کولای لکہ چې یې پہ سیاسی ادارو کې روزل شوي کسان صلاحیت لري۔
خو لہ بدہ مرغہ د عوامي نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ملګري سم دم مورچو تہ ختلي او یو بل تہ پېغورونہ او ناسم نومونہ ورکوي چې پہ نتیجہ کې يې اصلي پوښتنہ د جذباتو او احساساتو پہ دوړو کې د ورکېدو پہ حال کې دہ۔
کہ وګورو نو لہ چاسرہ چې د فاټا دحېثیت د بدلون چابۍ دہ نو ھغہ نہ د محمود خان او نہ ھم د اسفندیار خانہ دې اړہ پوښتنہ کړې دہ او نہ يې ھم ضرورت ویني۔
ددې اندازہ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ لہ جوړېدو لګېدای شي۔
د پنجاب مسلم لیګ لہ خپلہ اتحادي محمود خانہ او نہ یې ھم لہ اسفندیار خانہ پہ دې اړہ څہ مشورہ واخستہ۔
او خپلہ دوی دواړو ھم ھغہ وخت ددې پر جوړښت څہ اعتراض و نہ کړ حالانکہ فاټا سیاسي اتحاد او د وکیلانو اتحاديې پر دې د لاھور کمېټۍ ټاپہ و لګولہ خو نن يې ھم دوی تر ټولو غټ دفاع کوونکي دي۔
ممکن دہ د لر او بر پښتون سیاست د دواړو پارټیانو د افکارو اساس وي خو کہ و کتل شي د فاټا انتظامي حېثیت بدلول نہ د پښتونخوا پارټۍ او نہ ھم د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاسي اېجنډا پہ سر کې وہ۔
د ھېواد د نورو ګوندونو پہ شان دوی ھم پہ دې اړہ یو درېځ لري۔
دواړہ ګوندونہ لہ فاټا څخہ د پارلیمان یو غړی ھم نہ لري او نہ ھم ھلتہ یو پیاوړی سیاسي تنظیم او پہ لوی شمېر کې کارکنان لري نو پہ بلہ مانا دوی حاضر وخت ھلتہ ھېڅ پارلیماني او سیاسي سټېکس نہ لري۔
اوس کہ د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ پر سپارښتونو لاسلیک کېږي نو ھغہ بہ د کراچۍ اوسېدونکی د پاکستان ولسمشر ممنون حسین کوي چې نہ خو د پښتونخوا ملی عوامي ګوند غړی دی او نہ ھم د عوامي نېشنل پارټۍ۔
کہ چرتہ بیا دا فیصلہ پارلیمان کوي نو د غړیو د شمېر لہ پلوہ بہ ھم د دواړو ګوندونو رول پریکړندہ نہ وي۔
کہ دوی اوس ھر څومرہ یو بل و ځوروري خو کہ د فاټا حېثیت بدلیږي نو سبا لہ بہ ددې سیاسي کریډټ مسلم لیګ اخلي او نواز شریف بہ د قبایلو زر زرینہ شملہ وھلي وي او ددي سیمو خلکو تہ بہ وايې چې دا زہ وم چې ستاسو لہ وجود مې د ایف سي آر خپسکہ پورتہ کړہ، تاسو مې لہ نورو سیمو سہ سیالیان کړی او خلک بہ پہ ځوان کې ورتہ ښې چکچکې وھې۔
اوس کہ دواړہ پارټیاني د فاټا د حېثیت د بدلون چابۍ پہ لاس کې نہ لري، ھلتہ يې پارلیماني او سیاسي سټېکس او زور نشتہ، دا موضوع یې لومړۍ سیاسي ترجیح نہ دہ، سیاسي کرېډټ یې نہ شي اخستلای، لہ دوی نواز شریف پوښتنہ نہ کوي، دومرہ پارلیماني زور نہ لري چې د اصلاحاتو پہ اړہ يې څہ پرېکړندہ رول و لوبوي نو ددې ھر څہ سربېرہ د دواړو ګوندونو د غړیو ترمنځ سپکې سپورې نو بیا پر څہ دي او ددې ګټہ بہ بلاخر چا تہ رسېږي۔؟
دوی خو پہ تالار یا ھال کې ناست پر سټېج روانہ ډرامہ ګوري چې سکرپټ یې بل چا لیکلی، ډایریکټر او اېکټران يې نور خلک دي خو دوی د شا پہ چوکیو کې ناست د ډرامې د ښہ او بد پر سر یو بل پہ ټماټرو ولي راولي۔
دا پو ښتنہ دہ ھم پر ځای دہ چې آیا فاټا دې پہ خېبر پښتونخوا ګډہ شي او کہ نہ بېلہ صوبہ دې شي ؟
خو تردې مھم سوال دا مالومول او پہ دې اړہ بیا دواړہ پارټیانو تہ یوہ تګلارہ جوړول دي چې آخر ولې اویا کالہ وروستہ د زورو پنجاب او پوځ مغزو تہ دا خیال راغلی چې د قبایلي سیمو شتہ حېثیت باید بدل شي۔؟
دا پوښتنہ ځکہ مھمہ دہ چې ځواکمن پنجاب او پوځ تل ھغہ کار کوي چې پکي يې خپلہ ګټہ وي۔
د دواړو ګوندونو مشران او کارکنان باید د فاټا د حېثیت پہ څرنګوالي نہ بلکې د فاټا د حېثیت د بدلولو پہ وجہ پسې وګرځي او مالومہ يې کړي او بیا يې پر اساس پہ ګډہ یوہ تګلارہ جوړہ کړي۔ ھسې نہ دوی يې د څرنګوالي پر سر پہ خپلو کې لاس او ګریوان وي خو ددې تر شا اوږد مھالہ سټرېټيجک لومہ پرتہ وي۔
Hello ,
Afghanistan State must claim via U.N. for its ex- territories as FATA, Beluchistan , Pashtoonistan that were b4 establishing pokistain ;possession of great Afghanistan! i.e. up to 1893!.