خبریال: دروېش ځدراڼ: بحرین نه وروسته سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو او دغه راز د یمن او لیبیا په رسمیت پېژندل شویو حکومتونو له قطر سره د ټولو ډیپلوماتیکي اړیکو د شلولو پریکړه وکړه.
نوموړو هیوادونو د قطر سره د ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو او د قطر پر مخ د خپلو هوايي حریمونو د تړولو پریکړه وکړه.
یادو شوو د قطر د ټولو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه هم وکړه. نوموړو هیوادونو د قطر ډیپلوماټانو ته ددوې د هیوادونو نه د وتو په خاطر ۴۸ ساعته مهلت ورکړ.
د ویلو ده چې نن سهار لومړی بحرین د قطر سره د خپلو ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ چې سعودي عربستان، مصر او عربي متحده اماراتو هم د قطر سره د اړیکو د شلولو پریکړه وکړه.
یادو هیوادونو قطر په سیمه کې د ترهګرو ډلو نه په ملاتړ او د دوی په کورنیو چارو کې په مداخلې تورنوي.
سعودي عربستان د قطر سره خپلې ټولې ګډې پولې وتړلې. همداشان سعودي عربستان په هیواد کې میشتو د قطر وګړو ته د سعودي عربستان نه د وتو په خاطر ۱۴ ورځې مهلت ورکړ.
سعودي عربستان هم قطر په سیمه کې د ترهګرو ډلو او په سوریه او یمن کې د ایران سره د مخامخ اړیکو لرونکو ډلو په ملاتړ تورنوي.
زما په نظر دا د عربانو ذات البینی اړیکو یوه برخه ده .
که د افغانستان دولت په خپلو کورنیو چارو کې د قطر هېواد د مداخلې اویا د ترهګرو ډلو د ملاتړ کوم ثبوت ونه لري ، نو بهتره داده چې مونږ پداسې مسایلو کې بېطرفه پاته شو او د صلاح الدین خان د باندینیو چارو وزارت د کاري دورې په شان چې شمالي کوریا ته يې اخطار ورکړی وو ، کوم بېځایه عکس العمل ونه ښیو. هلته زمونږ زرګونه هېوادوال په کار او مزدورۍ بوخت دي.