زړه مې نه غواړي، چې پر پورته عنوان لیکنه وکړم، خو د حالاتو جبر دی، د زمان تر ټولو بېرحمه حکم دی او چوپتیا راته کفر ښکاري، خاموشي راته د ناموس پرسر د بې تفاوتۍ د ناوړه عمل ذلت ښکارېږي.

زه د خپل هېواد هر انسان د افغان لوی کهول یو غړی بولم، زه د خپل وطن هر ډول عبادت د انسان او بالاخره د افغان انسان هغه حرکت بولم، چې څښتن تعالی ته د مطلق عبودیت معنی ترې راوزي.

زه ددې خاورې د هر انسان سجده محترمه بولم، ماته ددې وطن هره ککره تر افغاني بیرغ لاندې لوړه ښکاري، ماته قانون لوړ ښکاري، ماته ددې وطن د سالمیت مضمون سپېڅلی دی، ماته ددې خاورې د تمامیت مفهوم د تقدس او سپېڅلتوب له ټکو او تورو څخه جوړ دی.

دا ځکه چې زه پښتون یم او زده ددې خاورې مالک یم او دغه ملکیت دلته د هر هستوګن انسان شریک ملکیت ګڼم.

دلته د وطن، خاورې، مملکت، دولت، حکومت او مدنیت پلاټ فورم ملي پلاټ فورم بولم او غواړم چې ملي یې کړم.

زه یو افغان ناسیونالېست یم او زما لپاره د افغاني ناسیونالېزم مفهوم د مستقل افغان هویت مفهوم دی او د دغه استقلالیت پرسر معامله هم د ناموس پرسر راته معامله ښکاري، چې لږ تر لږه د یوه پښتون په توګه یو نا شونی کار یې بولم.

له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې کله چې نړیوالې لښکرې دلته راغلې دي، نو د افغان وطن، افغان فرهنګ، افغان ملت، افغان هویت، افغان سالمیت، افغان حاکمیت، افغان مملکت او افغان حریت پرضد هڅې پیل شوې دي.

تر ټولو تریخ او نه زغمونکی حالت دادی چې دغو هڅو ته د افغانستان د خلکو او ولسونو په څېرو کې د توجیې رنګونه او عوامل پلټل کېږي. موږ د یوه ملت په توګه پردې خاوره ژوند کړی دی، خو هېڅکله مو په ملي اخلاقو کې د اقلیتونو پرسر د ظلم عمل ته اجازه نده ورکړې.

د احمدشاه ابدالي په وخت کې چې ددې خاورې پرسر هستوګنو انسانانو په سلو کې پنځه نوي فیصده خلک یوازې پښتانه وو، ددې خاورې هزاره ګان، ازبکان، تاجکان او ترکمنان مو هېڅکله د اقلیت په کتار کې نه دي درولي، ځکه چې انسان ته سپک نظر د پښتون د وینې په حجره کې نه دی ورګډ شوی او دا خاصیت د پښتون خاصیت ندی.

له هماغه وخته راهیسې ددې خاورې هر هستوګن د افغان وطن د لوی اکثریت د عادلانه طبیعت په لمن کې بسیا ژوند کړی دی.

که ظلم شوی پر ټولو شوی دی، که بې سره او بې لښکره امرانو قتلونه کړي دي د ټولو شوي دي، که عبدالرحمن خان کله منارونه جوړ کړي دي، نو پنځه اویا فیصده ککرۍ پکې د پښتنو وې، که عدالت راغلی دی زموږ ټولو شریک وو.

ماتې او بریاوې، جشنونه او غمونه، ساندې او نغمې، مارشونه او خوځښتونه، تالندې او برېښناوې، سیلۍ او زلزلې، طوفانونه او سیلاوونه او بالاخره د شنه اسمان د لمر تودې ورځې او تر وریځو پټې وړانګې زموږ سره شریکې وې، خو په شریک کور کې د کور د هویت پرضد د هستوګنو هڅې د وطن پر ضد، د وطن د هویت او شناخت پر ضد، د وطن د بېرغ او توغ تر مفاد لاندې د هستوګن انسان عمل د بېرغ پر ضد هېچاته د زغملو نه دی او دا زغم هم د پښتون د وینې په حجره کې شته.

افغاني مذهبي او اتنیکي اقلیتونه په تېرو لسو کالو کې د بهرنیو تېغونو پر څوکو سوهان وهي او د افغاني پلاټ فورم پرضد استعمالېږي او خپل دغه عمل ته د ډیموکراسۍ پرتوګ ور اغوندي.

تېره یوه اوونۍ د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو په پوهنځي کې اعتصابونو له ورایه وښوده، چې د افتراق او تفریق هغه عمل ته زور ورکول کېږي کوم عمل چې د افغاني مفاداتو پرځای د ایران او فارس غجر تقویه کوي او بالاخره حکومتي ادارې یې په وړاندې چوپتیا غوره کوي او یا هم د بهرنیو په لمسون لمسول شوي عمل ته د معاملې په دود غاړه اېږدي.

دا په هر شکل د افغان وطن له قانون، ثبات، حاکمیت او هویت سره ستر ملي خیانت دی. په افغاني او ولسي ادب کې یوه لنډۍ ده، چې:

جانانه هر ناز به دې واخلم

په یارانه کې دې شریک نه قبلومه

موږ په هېواد کې د ټولو مېشتو مذهبي او اتنیکي اقلیتونو نازونو ته غاړه اېښې ده او نور نازونه به یې هم د سترې افغاني حوصلې په زور واخلو، خو ددې اسمان او دغې ځمکې هویت د افغان هویت دی.

څو چې دا ځمکه اسمان وي

څو چې دا جهان ودان وي

څو چې ژوند پدې جهان وي

څو چې پاتې یو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

تل دې وي افغان ملت

تل دې وي جمهوریت

تل دې وي ملي وحدت

تل دې وي افغان ملت ـ جمهوریت

تل دې وي افغان ملت ـ جمهوریت

ملي وحدت ـ ملي وحدت

له محور ورځپاڼې په مننې.

By admin

6 thoughts on “افغان هویت او افغاني شیعه اقلیت /عصمت قانع”
  1. To whom it may concern!

    Dira pa zra pori likana da. Zama dira khwakha shwa, har wakht staso maltia kawoo. Kamiabi darta ghawaroo de dasi nooro likano. Manana

  2. دیره مننه ګرانه قانع صاحب تل دی همداسی ښی لیکنی کړی دی مونژ درباندی ویاړو تل ژوندی اوسی او تل همداسی زمری اوسی

  3. دیره مننه ګرانه قانع صاحب تل دی همداسی ښی لیکنی کړی دی مونژ درباندی ویاړو تل ژوندی اوسی او تل همداسی زمری اوسی

  4. قانع صاحب
    ریښتیا وايي! ډېر عالي!!
    متاسفانه چې موږ ورو ورو په دې خاوره کې پردي کېږو. دې موضوع ته جدی پاملرنه په کار ده

    مننه

  5. قانع وروره تاسو خو صرف واقعیت ویلی ولی دتولو افغانانو د زړونو نمایندګی موهم کړې ده آفرین دی پرتاسو وی خو یو شی چی په افغانی کی متل دی
    ټرکاڼی د بیزو کار ندی
    دا کرزی دی که غمزی ده ته وایمه چی نه یی سوای کولای بیخ دی ووځه پریژده افغانستان دیر شه پوه او وطن پرسته خلک لری ستایی پدی لو لوی کارو څه چی ماغزده ندی ورته جور شوی ولار سه یو ځای او یا پنجشیر ته هلته کولای سی دیر شه دقاچاقو کاروبار دی او ستاهم مرداری پیسی خوښیژی یا بل کار وبار چی پیسی پکی وی صرف افغانان ددی تباهی خواته نور مه تیل
    !وهه
    دا توله مرداری ستا د بیکفایتی نتیجه ده
    نور نو پدی کی نه یو چی تا دا دا دا خیانتونه کړیدی
    پدی کی چرت وړی یو چی ولی دومره بیغیرته یی ؟ ولی دومره بی شخصیته یی؟
    ولی دی وطن فروشی اختیار کړیده ؟ ول دی ذلت اختیار کړیده ؟

  6. دیره مننه ګرانه قانع صاحب تل دی همداسی ښی لیکنی کړی دی مونژ درباندی ویاړو تل ژوندی اوسی او تل همداسی زمری اوسی

    دا ستا لیکنه می تر هر خه خوشه شوه
    دیره مننه تل خوشحاله اووسی8

ځواب ورکول صا لح محمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *