تاند- پاکستان او د امریکا متحدو ایالتونو په جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ ته نژدې پرونۍ حمله په کلکه وغندله.

په دې برید کې ټولټال نهه تنه ووژل شول چې اته یې ماشومان ول.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین پساکي په یوه اعلامیه کې پرونۍ حملې ته په اشارې ویلي:«له دې برید سره سره موږ ځان په دې ژمن بولو چې له بې مانا او احمقانه تشدد څخه د پاک افغانستان د سوکاله کولو او خوندي کولو لپاره له خپلو افغان، هندي او نورو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار وکړو.»

پاکستان هم په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ ناکامه حمله، چې په نتیجه کې یې بېګناه افغانان ووژل شول، په کلکه وغندله او د ملکیانو پر وژل کېدو یې خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزازاحمد چودري په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل:«موږ د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره د زړه له کومې خواخوږي څرګندوو.»

ښاغلي چودري دا غمرازي وروسته له دې څرګنده کړه چې نړیوالو رسنیو او کارپوهانو د جلال اباد حمله له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره د تیاریو په درشل کې په افغانستان کې د هند او پاکستان د سیالۍ لومړنۍ نښه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه هیواد کونسلګري هم په هماغه سیمه کې موقعیت لري چې د هند کونسلګري ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې تروریزم د سیمې د ټولو هیوادونو هغه ګډ دښمن دی چې ورسره مبارزې ته د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

5 thoughts on “پاکستان او امریکا د جلال اباد حمله وغندله”
  1. پاکستان دغه حمله په دې خاطر نه ده غندلې چې قربانیان یې عام خلک دي ځکه دا کار خو هره ورځ کوي، بلکې حمله یې ځکه غندلې چې ناکامه وه اواصلي موخه ترلاسه نه شوه!

  2. الله تعالی دی ورسره پوه شی الله دی د هغه چا بچی واخلی چه دغه کار ته څوک انتحاریان برابروی ظالمانو تاسی ته به په دغه کار څه به لاس درشی ظالمانو لږ فکر وکړی خپل وطن ورانوی الله تعالی مو بچی همدغسی د جلال اباد د بچو به شان کړه چه ته هم ودردیږی ظالمه د الله ظالمه مړشی دا خو زما زوی وه دا خو زما دزړه ټوټه وه داخو زما دژوندیو اینده وه چه زه ورته به طمعه وم ما ویل چه زه به یی سوری ته کینم والله ته یی همدغسی بچی واخلی چه دوی هم زموږ به درد هم پوهی شی الله دی بچی همدغسی به یو انتحاری کی مړکړه چه ودردیږی وژړیږی د سترګونه دی زموږ پشان هم اوښکی توی شی ښاد او یاد په خپلو بچو نشی الله دی همدا بچی تاته بلاوګرځوی دازما دیو دردیدلی پلاراو تورسری مور خیرادی چه دیو خپل بچی په مرګ کی می د دردیدلی زړه نه راوتلی یاالله ته زما دزړه اواز واوره ته زما زړه له تله دغه خیرا پخپل غرش عظیم کی قبلول کړه امین امین امین

  3. سلام
    څه در ته ووايم!؟؟

    باز یګر چې د بازیو صندوق وا کا
    په یوه زمان کې څو بازي برپا کا
    نندارچې چې ورته ګوري حیرانیږي
    بازیګر چې په بازیو کې بلا کا
    خوشال بابا
    وګوره دا رزالت ته چي کوي یی. څه کوي او څه وايي څه د تور مخي زامن (پاکستانیان
    دا خو طالبانو هم رد کړي وه،چی دا د دوی کار نه دی ؛ نو ځکه پاکستانيان غمشريکی کوي نو څه وکړي هی هی هی هی هی هی هی هی هی هی افغانه؟!؟!؟!؟؟!؟!!؟

  4. پاکستان ځکه داحمله وغندله چه دوۍ په مکمل ډول خپلى موخى چه دهند سفارت وه ونه رسيدل داچه دوۍ ولى داحمله وغندله ددوۍ زړه خوګۍ دافغانانو سره نه وه دوى صرف د خپلو مردارو کسانو او وسايلو لپاره غمرازي وښودله چه هغه بى ځايه مصرف شول
    لعنت د په پاکستان او په همدى مردارو کسانو باندى وي

  5. سلامونه هيوادوالو! ستاسو غم زما غم دي او دير خواشيني شوم په د ظالمانه پيشه باندي. الله پاك د دا د نمرود او فرعون بچيان لكه نمرود او فرعون تباه او برباد كي. خو مونژ افغانانو په تيره پشتنو ته په كار ده چه يو موتي شو ورته كنه دا ظالمان د انسان په جامه كه د شيطان اولاده به هره ورحء په مونژ په غم تيروي. وسلام

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *