تاند- اسلام اباد ته د افغان پلاوي له سفره وروسته پاکستاني رسنۍ وايي چې افغانستان او پاکستان په دې سلا وکړه چې په خپل منځ کې به نژدې همکاري کوي.

د راپور له مخې، اسلام اباد په دې ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه باید پر یو بل باور او اعتماد ولري او اجازه ورنه کړي چې اختلاف اچوونکي د دوی ترمنخ ورورګلویزې اړیکې خرابې او بې اعتمادي رامنځته کړي.

د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې افغان لوري ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد او په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره به له پاکستان سره د ګډ هدف لپاره کار وکړي.

ورځپاڼه وايي چې دا ډاډ د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره د افغان پلاوي د پنجشنبې د ورځې په کتنه کې ورکړای شو.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې دا انکشاف وروسته له دې وشو چې د کابل په وروستیو حملو کې د پاکستان او پاکستان مېشتو ملېشو پر رول د افغانستان له سخت غبرګونه وروسته د دوو هیوادونو اړیکې په تېرو ۱۰ میاشتو کې تر ټولو نازک حالت ته ټیټې شوې.

پرون د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د کابل نیوکو ته په اشارې ویلي و چې دا یو سوتفاهم دی او له افغان پلاوی سره په خبرو کې به هڅه وکړي چې دا ناوړه تفاهم لېري شي.

پاکستان، چې د افغان طالبانو د مشرانو او د هغو د قیادی شورا کوربه دی، د جولای په اوومه طالبان د افغانستان د حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته حاضر کړل خو د دوهم پړاو خبرې یې په دې پلمه وځنډولې چې د طالبانو د مشر د مړینې خبر دوه کاله وروسته افشا شوی دی.

4 thoughts on “افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې پر نژدې همکارۍ موافقه وکړه”
  1. غولول او په ستر ګو كي به خاوري نه ا چوو./ په ګډه همكار ي دا څو ځل دي جه سره سلاح كيږي مګر بيا هم نتيجه صفر او غولول دي .
    دبلي خوا ليكونكي ليكلي .
    پرون د پا كستان دملي امنيت سلا كار دكابل نيوكو ته په اشاره ويلي وه ،چه دا يو سوي تفاهم دي او له افغان فلاوي سره به خبرو كي به هڅه وكړ ي چه دا ناو ړ ه تفاهم لري شي ..

    ليګل شوي هيت بايد دا واضح كړ ي چه ناو ړ ه تفاهم د چا له لوري صورت مندلي ..
    ايا دا ناو ړي تفاهم افغانستان انجام كړي او كه پا كستان ناو ړ يتوب چا ته متوجه دي .
    كه چيري ناو ړ يتوب افغانستان ته متو جه كيږ ي ضرورت ددي نه شته چه مذاكرات آدامه پيدا كړ ي . دا ځكه چه هر څه دلمر غوندي واضح دي
    كه چيري پا كستان ته متوجه وي غرامات إنساني او مالي بايد ومني بيا دافغانستان دخلكو څخه عفوه وغوا ړ ي.
    داجه وروسته مذاكرات آدامه پيدا كوي بيا ريس جمهور صلا حيت لري چه هر څه تصميم نيسي.

  2. د خداي لپاره نور شرم دي، د افغان حكومت نه هم أوس شرم تللي له دوي نه هم أوس كوچني ماشومان جور دي

  3. Gerneral saheb, che taso da genralli sanga akheste da, che ter osa de P of F farq nashai kawali. ( afghan flawai ka afghan plawai ???). Aksara Pashtana da F ow P farq nashi kawali, de pashto mo khwla wer waghowala :((((

  4. وایی چی په یوه نقطه فیل قیل کیږی نو د پ پرځای ف استعمالول لویه ګناه ده که د چا مبایل کی پښتو نه وی نو بیا کولای شی د پ پرځای ب استعمال کړی حد اقل په تلفظ او لیکلو کی خو لږ شباهت لری. په کمپیوتر کی خو اوس هیڅ مشکل نشته کولای شی له ګوګل نه پښتو الفبا ډونلوډ کړی.

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *