تاند- اسلام اباد ته د افغان پلاوي له سفره وروسته پاکستاني رسنۍ وايي چې افغانستان او پاکستان په دې سلا وکړه چې په خپل منځ کې به نژدې همکاري کوي.
د راپور له مخې، اسلام اباد په دې ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه باید پر یو بل باور او اعتماد ولري او اجازه ورنه کړي چې اختلاف اچوونکي د دوی ترمنخ ورورګلویزې اړیکې خرابې او بې اعتمادي رامنځته کړي.
د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې افغان لوري ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد او په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره به له پاکستان سره د ګډ هدف لپاره کار وکړي.
ورځپاڼه وايي چې دا ډاډ د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره د افغان پلاوي د پنجشنبې د ورځې په کتنه کې ورکړای شو.
د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې دا انکشاف وروسته له دې وشو چې د کابل په وروستیو حملو کې د پاکستان او پاکستان مېشتو ملېشو پر رول د افغانستان له سخت غبرګونه وروسته د دوو هیوادونو اړیکې په تېرو ۱۰ میاشتو کې تر ټولو نازک حالت ته ټیټې شوې.
پرون د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د کابل نیوکو ته په اشارې ویلي و چې دا یو سوتفاهم دی او له افغان پلاوی سره په خبرو کې به هڅه وکړي چې دا ناوړه تفاهم لېري شي.
پاکستان، چې د افغان طالبانو د مشرانو او د هغو د قیادی شورا کوربه دی، د جولای په اوومه طالبان د افغانستان د حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته حاضر کړل خو د دوهم پړاو خبرې یې په دې پلمه وځنډولې چې د طالبانو د مشر د مړینې خبر دوه کاله وروسته افشا شوی دی.
غولول او په ستر ګو كي به خاوري نه ا چوو./ په ګډه همكار ي دا څو ځل دي جه سره سلاح كيږي مګر بيا هم نتيجه صفر او غولول دي .
دبلي خوا ليكونكي ليكلي .
پرون د پا كستان دملي امنيت سلا كار دكابل نيوكو ته په اشاره ويلي وه ،چه دا يو سوي تفاهم دي او له افغان فلاوي سره به خبرو كي به هڅه وكړ ي چه دا ناو ړ ه تفاهم لري شي ..
ليګل شوي هيت بايد دا واضح كړ ي چه ناو ړ ه تفاهم د چا له لوري صورت مندلي ..
ايا دا ناو ړي تفاهم افغانستان انجام كړي او كه پا كستان ناو ړ يتوب چا ته متوجه دي .
كه چيري ناو ړ يتوب افغانستان ته متو جه كيږ ي ضرورت ددي نه شته چه مذاكرات آدامه پيدا كړ ي . دا ځكه چه هر څه دلمر غوندي واضح دي
كه چيري پا كستان ته متوجه وي غرامات إنساني او مالي بايد ومني بيا دافغانستان دخلكو څخه عفوه وغوا ړ ي.
داجه وروسته مذاكرات آدامه پيدا كوي بيا ريس جمهور صلا حيت لري چه هر څه تصميم نيسي.
د خداي لپاره نور شرم دي، د افغان حكومت نه هم أوس شرم تللي له دوي نه هم أوس كوچني ماشومان جور دي
Gerneral saheb, che taso da genralli sanga akheste da, che ter osa de P of F farq nashai kawali. ( afghan flawai ka afghan plawai ???). Aksara Pashtana da F ow P farq nashi kawali, de pashto mo khwla wer waghowala :((((
وایی چی په یوه نقطه فیل قیل کیږی نو د پ پرځای ف استعمالول لویه ګناه ده که د چا مبایل کی پښتو نه وی نو بیا کولای شی د پ پرځای ب استعمال کړی حد اقل په تلفظ او لیکلو کی خو لږ شباهت لری. په کمپیوتر کی خو اوس هیڅ مشکل نشته کولای شی له ګوګل نه پښتو الفبا ډونلوډ کړی.