تاند- د افغانستان حکومت پرون په ویه بې ساري اعلامیه کې وویل، هیڅ هیواد حق نه لري چې له دوی سره له مشورې او موافقې پرته خپل عسکر د ایساف د ځواکونو په چوکاټ کې زیات او افغانستان ته واستوي.
د جمهوري ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم پرون /یکشنبه/ د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې چې ولسمشر کرزي هم پکې برخه لرله، په دې موضوع خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په وروستیو کې د یو شمیر اروپايي هیوادونو لکه اوکراین، مونتې نګرو او کرویشیا عسکر د ناټو تر قوماندې لاندې د ایساف ځواکونو لیکو ته ور زیات شوي دي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، هغه هیوادونه چې عسکر یې تازه د ناټو تر قوماندې لاندې ځواکونو ته ور داخلیږي حق نه لري چې د افغانستان له دولت سره له موافقې، مشورې او اجازې پرته خپل پوځیان د ایساف په چوکاټ کې دې هیواد ته واستوي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، پرون د ملي امنیت د شورا په غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه، ولسمشر کرزي د افغان دولت له خبرتیا او اجازې پرته افغانستان ته د یو شمیر هیوادونو د عسکرو استونه خپلسری ګام وبلل شو.
په غونډه کې پریکړه شوې چې هیڅ هیواد حق نه لري چې د دولت له خبرتیا پرته خپل عسکر د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو لیکو ته ور زیات کړي.
په افغانستان کې د نړۍ د لږترلږه اته څلویښت هیوادونو څه باندې یو لک عسکر د ناټو تر قوماندې لاندې فعالیت کوي. د راپورونو له مخې د سږکال تر پایه به د دې عسکرو شمیر نیمايي ته را کم شي.
ټاکل شوې چې د ناټو او امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د ۲۰۱۴ (میلادي) کال تر پایه له افغانستانه ووځي خو یو نامالوم شمېر پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې او مشاورې لپاره پرېږدي.
زه ددغه اقدام هرکلی کوم انشاءالله افغانستان به په راتلونکی کی خپلواک او ازاد وی.زما پیغام ټولو افغانانو ته دا دی چی د زړه د اخلاصه خپل هیواد ته کار وکړی .
په اوسنی وخت کی افغانستان نړیوالوته نضامی تعلیمی مرکزښکاری ای وروره که عسکردی تعلیم ته را لیګی خوکمسکم یواجازه خوواخله