تاند- د افغانستان حکومت پرون په ویه بې ساري اعلامیه کې وویل، هیڅ هیواد حق نه لري چې له دوی سره له مشورې او موافقې پرته خپل عسکر د ایساف د ځواکونو په چوکاټ کې زیات او افغانستان ته واستوي.

د جمهوري ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم پرون /یکشنبه/ د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې چې ولسمشر کرزي هم پکې برخه لرله، په دې موضوع خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په وروستیو کې د یو شمیر اروپايي هیوادونو لکه اوکراین، مونتې نګرو  او کرویشیا عسکر د ناټو تر قوماندې لاندې د ایساف ځواکونو لیکو ته ور زیات شوي دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، هغه هیوادونه چې عسکر یې تازه د ناټو تر قوماندې لاندې ځواکونو ته ور داخلیږي حق نه لري چې د افغانستان له دولت سره له موافقې، مشورې او اجازې پرته خپل پوځیان د ایساف په چوکاټ کې دې هیواد ته واستوي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، پرون د ملي امنیت د شورا په غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه، ولسمشر کرزي د افغان دولت له خبرتیا او اجازې پرته  افغانستان  ته د یو شمیر هیوادونو د عسکرو استونه خپلسری ګام وبلل شو.

په غونډه کې پریکړه شوې چې هیڅ هیواد حق نه لري چې د دولت له خبرتیا پرته خپل عسکر د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو لیکو ته ور زیات کړي.

په افغانستان کې د نړۍ د لږترلږه اته څلویښت هیوادونو څه باندې یو لک عسکر د ناټو تر قوماندې لاندې فعالیت کوي. د راپورونو له مخې د سږکال تر پایه به د دې عسکرو شمیر نیمايي ته را کم شي.

ټاکل شوې چې د ناټو او امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د ۲۰۱۴ (میلادي) کال تر پایه له افغانستانه ووځي خو یو نامالوم شمېر پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې او مشاورې لپاره پرېږدي.

2 thoughts on “افغانستان: هیڅ دولت بې اجازې عسکر نه شي رالېږلی”
  1. زه ددغه اقدام هرکلی کوم انشاءالله افغانستان به په راتلونکی کی خپلواک او ازاد وی.زما پیغام ټولو افغانانو ته دا دی چی د زړه د اخلاصه خپل هیواد ته کار وکړی .

  2. په اوسنی وخت کی افغانستان نړیوالوته نضامی تعلیمی مرکزښکاری ای وروره که عسکردی تعلیم ته را لیګی خوکمسکم یواجازه خوواخله

ځواب ورکول sarwar sameem ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *