تاند- د افغانستان د اسماعیلیانو فرقې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ.

د افغانستان د اسماعلیانو د ولسي شورا او د ملي پیوستون ګوند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې، چې تاند ته یې هم رالېږلې، ویل شوي چې د افغان اسماعیلیانو مشران الحاج سید منصور نادري او سید شاه ناصر نادري د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکتر احمدزی ننګه کوي او خپل ملاتړ د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې اعلانوي.

اسماعیلیان، په بغلان، تخار، بدخشان او کابل ولایتونو کې اوسي.

دوی د ولسمشرۍ په تېرو دوو انتخاباتو کې د حامد کرزي ملاتړ کړی و.

د ځینو کتونکو په نظر له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه د اسماعیلي فرقې ملاتړ د دې لپاره مهم دی چې اسماعلیان د خپلو مشرانو کلکه پیروي کوي او اشرف غني احمدزی د اسماعلیانو د ملاتړ له کبله څو لکه رایې ترلاسه کولی شي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر پیرسید احمد ګیلاني، د افغانستان ملت ګوند مشر ډاکتر انوارالحق احدي، ډاکتر علي احمد جلالي او یو شمېر نورو مخورو او بانفوذو څېرو د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپارسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.

4 thoughts on “افغان اسماعیلیان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکتر احمدزي ملاتړ کوي”
  1. پر تاند نیوکه! احدي د افغان ملت ګوند مشر نه دی، بلکې ددې ګوند یو عادي غړی دی. د افغان ملت مشر محترم ستانه ګل شیرزاد دی. هیله ده تاند دغه تېروتنه سمه کړي، مننه . ی

  2. هوښیار خلک پر خپل وخت او پر ځای تصمیم نیسی. هغوی چی د سیاست په ډګر کی پخی تجربی لری او د نظام راتلونکی پیشبینی یا وړاندوینه کولای شی ، د سیاست نبض هم ورته معلوم وی. پدی کار سره د ښاغلی اشرف غنی احمدزی بریالیتوب نور هم یقینی کیږی.

ځواب ورکول باچا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *