تاند- د افغانستان د اسماعیلیانو فرقې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ.
د افغانستان د اسماعلیانو د ولسي شورا او د ملي پیوستون ګوند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې، چې تاند ته یې هم رالېږلې، ویل شوي چې د افغان اسماعیلیانو مشران الحاج سید منصور نادري او سید شاه ناصر نادري د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکتر احمدزی ننګه کوي او خپل ملاتړ د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې اعلانوي.
اسماعیلیان، په بغلان، تخار، بدخشان او کابل ولایتونو کې اوسي.
دوی د ولسمشرۍ په تېرو دوو انتخاباتو کې د حامد کرزي ملاتړ کړی و.
د ځینو کتونکو په نظر له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه د اسماعیلي فرقې ملاتړ د دې لپاره مهم دی چې اسماعلیان د خپلو مشرانو کلکه پیروي کوي او اشرف غني احمدزی د اسماعلیانو د ملاتړ له کبله څو لکه رایې ترلاسه کولی شي.
تر دې مخکې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر پیرسید احمد ګیلاني، د افغانستان ملت ګوند مشر ډاکتر انوارالحق احدي، ډاکتر علي احمد جلالي او یو شمېر نورو مخورو او بانفوذو څېرو د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپارسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی دی.
پر تاند نیوکه! احدي د افغان ملت ګوند مشر نه دی، بلکې ددې ګوند یو عادي غړی دی. د افغان ملت مشر محترم ستانه ګل شیرزاد دی. هیله ده تاند دغه تېروتنه سمه کړي، مننه . ی
هوښیار خلک پر خپل وخت او پر ځای تصمیم نیسی. هغوی چی د سیاست په ډګر کی پخی تجربی لری او د نظام راتلونکی پیشبینی یا وړاندوینه کولای شی ، د سیاست نبض هم ورته معلوم وی. پدی کار سره د ښاغلی اشرف غنی احمدزی بریالیتوب نور هم یقینی کیږی.
Mashaallah
له تاند څخه ډیره مننه کووم چی داسی دقیق او نا پیلی راپورونه خپروی
ژوندی دی وی تاند د پښتنو ویاړ
مصطفی له کابل څخه