تاند- د ولسي جرګې رييس وايي، ولسمشر غني به ژر د کابینې ۶ غړي د اعتمادرایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.
په وروستیو کې د کابینې څو وزیرانو یا استعفا وکړه او یا له دندې لېرې شول.
ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر ته څه باندې یو کال پخوا د عدم اعتماد رایه ورکړه خو نه حکومت او نه ولسي جرګه په دې اړه څه وايي.
خو دا جرګه د سرپرست وزیرانو په توګه د یو شمېر نورو وزیرانو د کار دوام د قانون خلاف بولي.
د ولسي جرګې رييس له ولسمشر څخه دغه راز غوښتي چې د سترې محکمې د خالي چوکیو لپاره هم نوي کسان ورمعرفي کړي.
د سترې محکمې ۳ غړي کم دي چې باید حکومت د هغو د تایید لپاره ولسي جرګې ته کسان ورمعرفي کړي.
حاضردمه د پوهنې، اطلاعات او کلتور، اوبو او انرژۍ، ښار جوړونې، کانونو او صنایعو، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.
ګومان کېږي چې له صلاح الدین رباني پرته، چې د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوی وزیر دی، د نورو ۶ وزارتونو لپاره به نوي کاندیدان ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د اخیستلو لپاره معرفي شي.
مګر ترټولو مهم همدا د باندینیو چارو وزارت دی.
له یوکال نه زیات وخت کې د داسې مهم او حیاتي وزارت څوکۍ خالي ده ، باید چې بې وزیره پاته نه شي. ولس مشر باید ژر ترژره یو فعاله ، مسلکي ، تجربه کاره او په خارجي ژبو بلد شخص دې وزارت لپاره معرفي کړي.
په دي ملك كي نه يوازي د زمكي بلكي د چوكي غصب هم كيژي.
بيشرم د رباني زوي!!! ولسي جرگه او ملت يي نه مني خو دي لكه مچ چي شُدي نه پريژدي دي هم د وزارت پر چوكئ جان نشلولي.
لژ شرم شه شئ دي خو دوي كي شرم له كومه…