ولسي جرګه

تاند- د ولسي جرګې رييس وايي، ولسمشر غني به ژر د کابینې ۶ غړي د اعتمادرایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

په وروستیو کې د کابینې څو وزیرانو یا استعفا وکړه او یا له دندې لېرې شول.

ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر ته څه باندې یو کال پخوا د عدم اعتماد رایه ورکړه خو نه حکومت او نه ولسي جرګه په دې اړه څه وايي.

خو دا جرګه د سرپرست وزیرانو په توګه د یو شمېر نورو وزیرانو د کار دوام د قانون خلاف بولي.

د ولسي جرګې رييس له ولسمشر څخه دغه راز غوښتي چې د سترې محکمې د خالي چوکیو لپاره هم نوي کسان ورمعرفي کړي.

د سترې محکمې ۳ غړي کم دي چې باید حکومت د هغو د تایید لپاره ولسي جرګې ته کسان ورمعرفي کړي.

حاضردمه د پوهنې، اطلاعات او کلتور، اوبو او انرژۍ، ښار جوړونې، کانونو او صنایعو، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ګومان کېږي چې له صلاح الدین رباني پرته، چې د بهرنیو چارو سلب صلاحیت شوی وزیر دی، د نورو ۶ وزارتونو لپاره به نوي کاندیدان ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د اخیستلو لپاره معرفي شي.

2 thoughts on “حکومت د کابینې ۶ غړي ولسي جرګې ته معرفي کوي”
  1. مګر ترټولو مهم همدا د باندینیو چارو وزارت دی.
    له یوکال نه زیات وخت کې د داسې مهم او حیاتي وزارت څوکۍ خالي ده ، باید چې بې وزیره پاته نه شي. ولس مشر باید ژر ترژره یو فعاله ، مسلکي ، تجربه کاره او په خارجي ژبو بلد شخص دې وزارت لپاره معرفي کړي.

  2. په دي ملك كي نه يوازي د زمكي بلكي د چوكي غصب هم كيژي.
    بيشرم د رباني زوي!!! ولسي جرگه او ملت يي نه مني خو دي لكه مچ چي شُدي نه پريژدي دي هم د وزارت پر چوكئ جان نشلولي.
    لژ شرم شه شئ دي خو دوي كي شرم له كومه…

ځواب ورکول اختيار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *