زاهدالله ځلاند –

مهذبه نړۍ د انسانانو د غوښو خوړلو څخه کرکه او نفرت کوي او د دې خبرې په اورېدو سره ورته وېره او ترهه رامنځته کېږي؛ خو په نړۍ کې ځینې داسې آدم خواره او د انسانانو د غوښو خوړونکي خلک هم شته، چې په دغه ناوړه کار سره هېڅ شرم نه کوي.

همدا ډول یوه قبیله د هندوستان په شمال کې هم شته، چې د اګوري (Aghori) په نوم یادېږي.

یو ۳۷ کلن آیرلېنډي خبریال او فوټوګرافر داراغ مسین/Daragh Mason د دغو خلکو له یوې ډلې څخه کتنه کړې. نوموړی وایي، چې دغه خلک د ګنګا سیند څخه د هغو مړو جسدونه راوباسي، چې پوره سوځېدلي نه وي او وروسته یې بیا خوري.

د هډوکو څخه یې بېلابېل اوزار او سامانونه جوړوي او د کوپړیو څخه یې پیالې جوړوي او بیا پکې اوبه څښي.

دوی همدا راز د سوځول شوو مړو ایرې په ځان پورې سولوي او موږي یې.

خورا عجیبه او له ځناورو بدتره یې لا دا؛ چې دوی د مړو له جسدونو څخه د جنسي تېري کار هم اخلي.

داسې ویل کېږي، چې د اګوري قبیلې شاوخوا (۷۱۰۰۰) خلک په هندوستان کې ژوند کوي.

ژباړن: زاهدالله ځلاند

3 thoughts on “داسې خلک چې د انسانانوغوښې خوري او په کوپړیو کې یې اوبه څښي”
  1. دا باید هغه په غور سره ولولی چه د هندی خیالی ډرامو نه دومره د هندی تهذیب متمایل دی چه ان په اولادونو د هغوی د خیالی ستور نومونه کیږدی

  2. وا وروره اګوریان مګوریان مه ملامتوئ، بسم الله خان محمدی، یونس قانونی، فهیم، د کرزي ورونه، ګل اغا خېټور، عطامحمد ګیلم فروش، توریالی ویسا، جمعه خان همدرد، اسماعیل خان، د حاجی قدیر زامن، …………………………………………دا د اګوري د قبیلې له خلکو نه ډېر ور اخوا دي، که نه یې منئ وګورئ چې د هغو سوالګرو او اسکېرلو افغانانو وینې څوک څښي چې ټوله ورځ په سرکونو سوال کوي، یا په سرچوک کې د مزدورۍ د پیدا کولو له پاره په یخنۍ کې ولاړ وي، یا……. په داسې حال کې چې د عبدالله او نورو حیواناتو په کور کې یوازې د چیلمونو یو کلیکسیون دی. د اګوري قبیله په دغو خلکو باندې لس ځلې شرف لري.

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *