زاهدالله ځلاند –
مهذبه نړۍ د انسانانو د غوښو خوړلو څخه کرکه او نفرت کوي او د دې خبرې په اورېدو سره ورته وېره او ترهه رامنځته کېږي؛ خو په نړۍ کې ځینې داسې آدم خواره او د انسانانو د غوښو خوړونکي خلک هم شته، چې په دغه ناوړه کار سره هېڅ شرم نه کوي.
همدا ډول یوه قبیله د هندوستان په شمال کې هم شته، چې د اګوري (Aghori) په نوم یادېږي.
یو ۳۷ کلن آیرلېنډي خبریال او فوټوګرافر داراغ مسین/Daragh Mason د دغو خلکو له یوې ډلې څخه کتنه کړې. نوموړی وایي، چې دغه خلک د ګنګا سیند څخه د هغو مړو جسدونه راوباسي، چې پوره سوځېدلي نه وي او وروسته یې بیا خوري.
د هډوکو څخه یې بېلابېل اوزار او سامانونه جوړوي او د کوپړیو څخه یې پیالې جوړوي او بیا پکې اوبه څښي.
دوی همدا راز د سوځول شوو مړو ایرې په ځان پورې سولوي او موږي یې.
خورا عجیبه او له ځناورو بدتره یې لا دا؛ چې دوی د مړو له جسدونو څخه د جنسي تېري کار هم اخلي.
داسې ویل کېږي، چې د اګوري قبیلې شاوخوا (۷۱۰۰۰) خلک په هندوستان کې ژوند کوي.
ژباړن: زاهدالله ځلاند
دا باید هغه په غور سره ولولی چه د هندی خیالی ډرامو نه دومره د هندی تهذیب متمایل دی چه ان په اولادونو د هغوی د خیالی ستور نومونه کیږدی
ددی حیواناتو لپاره دداعش حیوانات دیر خه دی دوی خپل منز کی خه پوهیگی.
وا وروره اګوریان مګوریان مه ملامتوئ، بسم الله خان محمدی، یونس قانونی، فهیم، د کرزي ورونه، ګل اغا خېټور، عطامحمد ګیلم فروش، توریالی ویسا، جمعه خان همدرد، اسماعیل خان، د حاجی قدیر زامن، …………………………………………دا د اګوري د قبیلې له خلکو نه ډېر ور اخوا دي، که نه یې منئ وګورئ چې د هغو سوالګرو او اسکېرلو افغانانو وینې څوک څښي چې ټوله ورځ په سرکونو سوال کوي، یا په سرچوک کې د مزدورۍ د پیدا کولو له پاره په یخنۍ کې ولاړ وي، یا……. په داسې حال کې چې د عبدالله او نورو حیواناتو په کور کې یوازې د چیلمونو یو کلیکسیون دی. د اګوري قبیله په دغو خلکو باندې لس ځلې شرف لري.